تاند – د کابل – جلال اباد د دویم سرک د جوړونې د شرکت کارکوونکیو دوه تنه خبریالان وهلي او په یوه کوټه کې یې بندیان کړي دي.

په جلال اباد کې د امریکاغږ خبریال ذبیح الله غازي د دغې پېښې په هکله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې وهل شويو خبریالانو له طلوع نیوز او میوند تلوېزیون سره کار کاوه.

ښاغلي غازي لیکلي، «د طلوع نیوز خبریال زیارخان یاد او د میوند ټلویزیون خبریال سباوون ساحل د کابل – جلال اباد د دویم لاین سرک جوړوونکي شرکت امنیتي ساتونکو وهلي او نژدې یو ساعت یې په خونه کې اچولي دي.»

ذبیح الله غازي چې پخپله هم د روان کال د جنورۍ د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په جلال اباد ښار کې د یوه جنګسالار د وسله والو له لاسه ډبول شوی وو، لیکلي، «هغه چی فساد افشا کوي نو پر وړاندې یې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول پېښې د زغملو نه دي.
موږ د دغه شرکت د مسؤلینو نیول او د قانون منګلو ته سپارل غواړو!!»

ویل کیږي چې د کابل – جلال اباد د سرک جوړونې شرکت له حکومت سره په شوي تړون کې پراخه درغلي کړې او اوس چې خبریالان هڅه کوي په دې هکله څېړنیز راپورونه جوړ کړي د یاد شرکت مسؤلان او وسله وال ساتونکي د ځواب ویلو پرځای خبریالان وهي او بندي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *