سپين روان نورزى –
له هغې ورځې را په دې خوا چې په سعودي عربستان کې شعيه ملا شيخ النمر سره د يو شمېر ملګرو اعدام شول، ايراني سياستوالو کې د غصې نښې نښانې ښکاره شوې.
په ايران کې لاريونونه پيل شول چې په ترڅ کې يې د سعودي عربستان سفارت د لاريون کونکو له خوا وسوځول شو، سعودي په ايران کې په خپل سفارت بريد د ايراني دولت په مشوره کار وبللو او له جدي غبرګون سره خوا کې يې په خپل هېواد کې ايراني ډپيلوماټانو ته اته څلوېښت ساعته وخت ورکړ ترڅو د سعودي خاوره خوشې کړي، او له ايران سره خپلې اړيکې پرې کړي.
له بلې خوا په يمن کې د حوثي شعيه ياغيانو او سعودي ترمنځ هغه شوى اور بند چې څو مياشتې وړاندې پرې هوکړه شوې وه د همدې اعدام وروسته مات شو او په يو او بل يې بريدونه پيل کړل.
تېر ورځ رسنيو داسې راپورنه خپاره کړل چې کوېټ، قطر او يو شمېر نورو عربي هېوادونو هم پرېکړه کړې چې د ايران په خاوره کې خپل سفارتونه وتړي.
پوښتنه په دې ځاى کې ده چې ايا د يوه داسې شخص په اعدام چې د سعودي حکومتي محاکمو ګرم کړى ايران غبرګون ښکاره کړي او خبره تر دې ځايه ورسوي چې په خپلو کې د اړيکو پرې کولو پريکړې دې وکړي؟
له بلې خوا څو مياشتې وړاندې کله چې په يمن کې حوثي شعيه ډلې د خپل دولت پر ضد وسله واخيسته سعودي عربستان پرته له کومې مشورې د يمني دولت ملا وتړله او د حوثي جنګياليو په مرچلونو يې بريدونه پيل کړل.
هر هېواد په خپل قلمرو کې د خپلو قوانينو په تطبيق کې خپلواک دى، هېڅ کوم دولت اجازه نه لري چې د چا د قوانينو په تطبيق کې مداخله وکړي، همدا ډول د هر هېواد خلک حق لري چې د خپل دولت په مقابل کې اعتراض وکړي او يا پر ځاى يو بل بديل وړاندې کړي.
د دې دواړو هېوادونو له چلنده داسې ښکاري چې يوه د ټولو شعيه ګانو د معنوي پلارولۍ دعوه کړې او دويم يې د ټولو سنيانو.
په داسې حال کې چې حقيقت داسې نه دى، دوى د مذهبي تفرقې په اچولو سره غواړي خپل سياسي اهداف تر لاسه او خپلې نامشروع ګټې د يوه او بل په هېواد کې خوندي کړي.
ايران چې په اوسنيو شرايطو کې ځان د اسلامي نړۍ تر ټولو لوى ځواکمن هېواد بولي او غواړي په ټولو اسلامي هېوادونو کې نفوذ ولري، خو سعودي عربستان چې له يوې خوا د ټولو مسلمانانو مرکز بلل کېږي، ځکه په دې هېواد کې د مکې کوټه موجوده ده او بل په اقتصادي لحاظ په تېر کال کې د تېلو تر ټولو ستر صادرونکى هېواد بلل شوى او لا هم د تيلو ډېرې زيرمې لري، له بلې خوا له نړيوالو سره چې په سر کې يې امريکا ده ډېرې ښې اړيکې پالي، په داسې حال کې چې ايران لا هم د امريکا له خوا د يو شمېر اقتصادي بنديزونو سره لاس او ګريوان دى.
ايران خپله بقا د شعيه ييزم په ترويج او خپراوي کې ويني او غواړي چې په ټولو اسلامي هېواد کې د خپلو ملاتړو شعيه ګانو حکومتونه حاکم کړي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان په ځانګړي ډول د السعود کورنۍ د خپلې واکمنۍ دوام په سلفي اسلام پورې تړلى بولي.
د دې دوو هېوادونو د سياسي قدرت ساتلو وسيلې چې مذهبي رنګ ورکوي په اصل کې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دى، ځکه داسې ښکاري چې که چېرې د دوى دا رقابت همدا ډول ادامه پيدا کړي، کېداى شي زيانونه يې هر اسلامي هېواد وويني. په هر اسلامي هېواد کې د شعيه او سني فرقې شته او دوى په خپلو کې د خوږو ګاونډيانو په څېر ژوند کوي، خو که چېرې د ايران او سعودي عربستان دا ډول رقابتونه دوام وکړي، کېداى شي په هر اسلامي هېواد کې فرقيي جګړې پيل شي چې نښې نښانې يې لا له وړاندې په ځينو هېوادونو کې ښکاره شوې دي.
دا جګړې به اسلامي نړۍ له نړيوال يون څخه دومره لرې کړي لکه په منځنيو پېړيو کې چې اروپا له تمدن او پرمختګ څخه لرې وه.
دی دواړو هیوادونو زموژ دهیواد په روانولو کی پوره ونډه اخیستی همداسی په جنګ ښه دي