ذبیح الله خورشیدي

له شک پرته چې زمونږ په سیمه ییز او ګاونډیز چاپیریال کې د هېوادونو ترمنځ هر ډول سیاسي او امنیتي کړکېچ د افغانستان پر وضیعت منفي او مثبته اغېزه کوي.

د ایران او سعودي ترمنځ سیاسي ترینګړتیا په ریښتا هم په سیمه کې وضیعت خرابولی شي چې ډېر زیان هغوی ته اوړي کوم چې د کړکېچ ملاتړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامې په خپرولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ماتولو اندېښنه ښوولې او د دوی ترمنځ د اړیکو خرابوالی د افغانستان او نورو هېوادونو په زیان بللی خو د ستونزې حل لپاره یې د خبرو وړاندیز کړی.

زه فکر کوم نور باید افغانستان د بې پریتوب فرهنګ مات کړي او د خپلو ملي او اسلامي ګټو په اساس پرېکړه وکړي.

د تاریخ په اوږدو کې افغانستان تل په دې ډول حلاتو کې بې پریتوب ښوولی چې د ګټې پرځای یې زیات زیان لیدلی دی.

مونږ د ایران او سعودي په ګټو ښه پوهیږو چې دوی په افغانستان کې څه غواړي د سولې په خبرو کې یو ناڅاپه د ایران د ګډون غوښتنه هم بې څه نه ده، له طالبانو سره د ایران تازه اړیکې په طالبانو د سعودي اغېزه دا هغه څه دي چې د افغانستان وضیعت ترینګړی کولاي شي.

دا هم روښانه ده چې ایران ولې د سعودي ګریوان ته لاس اچوي دوی په نړۍ کې مذهبي امپراطوري غواړي چې هدف ته رسېدو لپاره یې په یمن او سوریه کې حلات خراب کړل او سعودي دغلته په ستونزو کې ښکیل کړ چې وروسته ریاض په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد نظامي حرکت په لاره واچوه چې مکې مکرمې ته د خطر په ګواښ کې کابل د ریاض ملاتړ وکړ چې په کور دننه یې دلته د ایران د ځینو لاس پوڅو غبرګونونه را وپارول .

اوس چې د دوی ترمنځ کړکېچ زیات شوی ښه به وه چې ولسمشر غني د یو لوري ملاتړ کړی وه چې ډېر زمونږ په ګټه تمامېدی شو.

له بده مرغه چې په افغانستان کې د ایران فرهنګي یرغل زمونږ ارزښتونه د خطر سره مخ کړي او خپل اصلاحات د افغان ضد کړیو پرمټ زمونږ په ملي ترمینالوژۍ کې ځای پرځای کړي چې راتلونکې لپاره د دې هېوا یو جدي خطر کېدای شي.

په افغانستان کې د شیعه ګانو لمسولو زمونږ کورنی سیاست له جدي ننګونو سره مخ کړی او کله کله سړی په خپله خاوره کې ځان پردی احساس کړي.

په نړۍ کې مذهبي جګړې ته لمن وهل د ایران یو بد کلتور دی چې په نړۍ او سیمه کې خپور کړی چې دې چارې مسلمنان د کفارو خولې ته غورځولي دي.

له بل پلوه سعودي عربستان هم په نړۍ کې اسلامي امت ته سخت زیان اړولی چې نن ورځ اسلام پالي د ترهګرۍ په نوم پېژندل کېږي.

افغانستان چې د ټولې نړۍ په تېره د اسلامي هېوادونو په استازولۍ د ترهګرو سره په جګړه کې ښکیل دی ریاض نه چې د همکارۍ څومره تمه کېدله له بده مرغه چې مرسته یې ونه کړه .

په تېرو کلونو کې ایران شمالي ټلواله رامنځ ته کړه او سعودي د شورای نظار پرضد له طالبانو سره مرستې پیل کړي چې بلاخره افغانستان د هند او پاکستان د نیباتي جګړو میدان شوو خو نن یو بله وېره شته هسې نه مونږ د تهران او ریاض ترمنځ درېیمې نیابتي جګړې ته لاړ شوو.

دلته افغان حکومت ته پکار ده چې له یوې فعالې ډیپلوماسۍ له لارې دغه سیاستونه ناکام کړي او خپل ارزښتونه د ایران او سعودي د ګټو قرباني نه کړي.

ایران باید په دې پوه شي چې سعودي سره زمونږ اړیکې د دوی په نسبت ښې دي او دغه هېواد په ټوله نړۍ کې اغېزناک رول لري خو زمونږ تمایل سعودي ته په دې معنی نه دي چې مونږ به ایران ته د دښمن په سترګه ګوروو .

ایران زمونږ ګاونډی هېواد دی ګټې مو ورسره شریکې دي خو خپلې قبلې ته ګواښ په هېڅ صورت نه شو منلی .

په همدې ستره هیله

One thought on “د سعودي او ایران په کړکېچ کې زمونږ ګټه که تاوان؟ / ذبیح الله خورشیدی”
  1. ایران هیسکله زمونگ دوست نشی کیدی. افغان مهاجرینو داسی سلوک کوی والاکه اسرائیل ی وکری. ایران باید اسلامی هیوادو مشری ونکری زکه اسلام ماته ده عربو نه راغلی دی نه فارس نه فارس ایمان ماته دالته ارپا کی معلوم شو. کلیسا کی تول دوی دی او خپل خلک دین ته هیس اهمیت نه ورکوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *