تاند- د سعودي عربستان پاچا، چې مصر ته تللی، وايي چې د مصر او سعودي ترمنخ به پر سور سمندرګي پُل جوړ کړي.
ملک سلیمان، چې د سعودي عربستان په پاچاهانو کې تر نورو زیات قاطع او مصمم ښکاري، ویلي چې دا پُل به د مصر او سعودي عربستان ترمنځ سوداګري اړیکې لا زیاتې کړي.
پر احمر یا سور سمندرګي د مصر او سعودی عربستان ترمنځ د پله جوړېدا به اسیا او افریقا سره ونښلوي.
ملک سلیمان هم دې مسلې ته په اشارې وویل:«دا تاریخي ګام د اسیا او افریقا د دوو لویو وچو د نښلولو لپاره دی او د دوو هیوادونو سوداګري اړیکې به په بې ساري ډول زیاتې کړي.»
د دغه پله د جوړېدو وړاندیز پخوا هم شوی و. اټکل کېږي چې پر جوړېدو به یې له ۳ تر ۴ ملیارد ډالره پوري ولګېږي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي، چې د سعودي عربستان کلک متحد دی، وویل چې دا پُل دې د سعودي د پاچا «ملک سلیمان» په نوم شي.
ځیني راپورونه وايي چې د سعودي عربستان حکومت د نړۍ د سترو ټولنیزو رسنیو د رانیولو یا په هغو کې د ونډو د اخیستلو لپاره د سلګونو ملیارد ډالره پانګونې پلان لري.