عبدالواحد رضوانزی –

د سعودي او ایران تاریخي دښمني

ایران او سعودي د شیعه او سني هېوادونو د سر لارو په توګه له ډېر پخوا سره دښمني پالي ، ایران په نړۍ کې د شیعه مذهب د ترویج لپاره په پراخه کچه کار کوي ، په هر هېواد کې د شیعه ګانو کلکه ننګه او ملاتړ کوي ، مالي ،  پوځي او لوجیستیکې مرستې ورسره کوي ، د ایران شیعه اخندان د شیعه خلافت د رامنځته کېدو پراخه هڅې کوي په دې وروستیو کې یې ځېنې سیاستوالو له دې رازه پرده هم پورته کړې . له بل لورې سعودي ځان د سنیانو مدافع بولي ، ایران او نورې شیعه ډلې ټپلې د ځان لپاره ستر خطر ګڼي  همېش په همدې هڅه کې دی چې څرنګه د ایران د پرمختګ مخنېوی وکړي او په څه ډول یې مهار کړي .

له سعودي پرته نور ډیری عربي هېوادونه ایران د ځان لپاره له اسرائیلو هم ستر ګواښ بولي ، عربي هېوادونه له اسرائیلو سره د سولې تړونونه لري او د هغوی د نه لاسوهنې او مستقیمي پوځي مداخلې څخه ډاډمن دي اما په ایران باور نلري آن حتي د ځېنو سرچینو پر وینا د سعودي په ګډون یو شمېر عرب هېوادونو له اسرائیلو د ایران په ضد مرسته غوښتي او پټ یې د مرستې لاسونه ورغځولي .

د دواړو هېوادونو پرتله :

 ایران کلونه کوښښ او زیار وکړ او خپلې د تیلو څخه تر لاسه کېدونکې پیسي او نورې اقتصادې زیرمې یې په کار واچولي او ځان یې په سیمه کې په یو ستر ځواک بدل کړ ، دومره غښتلی نظامي سیسټم یې جوړ کړ چې ټولو عرب هېوادونو سره د جګړې ډګر ته په یواځې ځان د کېوتو وړتیا لري ، هم یې په پوځي او هم یې په علمي او تخنیکي ډګرونو کې ډېر پرمختګ وکړ او په ټوله مانا په ځان تکیه هېواد دی . ایران هم د تیلو او سرو زرو پراخې زیرمې لري دا ټولې یې په ملت درولي اود شیعه مذهب د ترویج په موخه یې په مختلفو هېوادونو کې خرچوي . یو ملګری مې ایران ته تللي و ، چې کله له ایرانه راوګرځید ، د یو ایراني پوهاند کیسه یې وکړه چې په تهران کې په یو کتابتون کې یې ورسره ناسته  شوې وه ، هغه وویل : خبرې مو د ایران په اقتصاد راڅرخیدې ، پوهاند وویل : که د ایران طبیعي شتمني له ایرانه ونه وځي او په ملت ولګول شي د مبالغې په ډول یې وویل چې موږ به له سرو زرو سره لوبې کولي ، دا ټول په دې دلالت کوي چې ایران څومره پراختیا غوښتونکی هېواد دی او د پراختیایې سیاست په جنون کې اخته دی . خو سعودي او یو شمېر نورو عرب هېوادونو تر اوسه له پریمانه بلا شتمنیو سره دومره ځواکونه ونه روزل چې د خپلو سرحدونو ساتنه پرې وکړي ، چې کله هم ورته ګواښ پېښ شي له نورو هېوادونو د ځان ساتنې مرسته غواړي ، آن د صدام له ویرې یې امریکایې سرتېري پخپل هېواد کې میشت کړل، په ساینسي او تخنیکې ډګر کې یې هم ځانونه نه دې ستومان کړي تر اوسه یې د تیلو په استخراج او تصفیې ځانونه ونه پوهول ، که بهرنۍ کمپنۍ یې استخراج نه کړي سعودي تیل هم نه شي استخراج کولای . خپلې شتمنۍ یې د یو څو شهزادګانو له سره لوګی کړي شهزادګانو پرې غربي بانکونه ډک کړل ، له غربي فلمي ستورو سره د یوې شپې سبا کولو په بدل کې په ملیونونو ډالر خرچ کړل او دا سلسله لا دوام لري . د ایران او سعودي دښمني د دواړو هېوادونو د سیاستونو په نظر کې نیولو سره له یو بله توپیر کوي .

د ایران پرېکنده او د سعودي پڅ دریځ

ایران په ډاګه او په خلاص مټ په عربي هېوادونو کې له شیعه لګکیو ملاتړ کوي ، دا اقلیتونه یې دومره غښتلې او ځواکمن کړل چې اوس مشروع ملي حکومتونه نړوي او د پوره هېواد واک په لاس کې اخلي . تر خپل اخرې وسه له شیعه ګانو سره څنګ په څنګ او پل په پل ولاړ دی ، ایرانیان ډېر متعصب او ملتپال دي ، سره له دې هم یواځې د عقیدي پر بنسټ له عرب شیعه ګانو پوره ملاتړ کوي .  په سوریه کې ایراني پوځیان د شیعه بشار په ملاتړ د سوریې له ولس سره جنګېږي ، سوریه یې په کنډواله بدله کړه او تر اوسه یې دا جنګ دوامدار وساته ، سعودي په عربي هېواد کې د ایران په مداخلې هېڅ ډول جدي عکس العمل ونه ښود ، ایران یواځې د مذهبي هماهنګۍ او تړون له کبله د عرب شیعه ګانو په ننګه پوځونه ورولیږل خو سعودي د ایران ضد مبارزو وسله والو ملاتړ ونه کړ ، په عراق کې د جنګ قومنده د ایراني جنرال سلیمان قاسمي په لاس کې ده او ټولې شیعه ملیشې په درنو وسلو سمبال یې د سنیانو په ښارونو د لېوانو په څېر ورماتې کړې ، د سنیانو کورونه یې لومړی چور او تالا کړي بیا یې د اور خوراک کړي . سعودي د سنیانو په دفاع کې هېڅ ونه کړل ، د ایران په هڅونه روان فساد او نسل کشي غندنې کدري یې هم ونه کړه ، خو چې کله یمن کې شیعه حوثیانو بغاوت د سعودي تر پولو ورسید نو سعودي د غفلت له درانه خوبه راپاڅيد او د یوې حوثي شیعه قبیلې په خلاف یې د ۱۲ هېوادونو ایتلاف جوړ کړ ، څکه چې د سعود واکمنې کورنۍ ته ګواښ پیښ شو .

سعودي د ډانګ او پړانګ تر منځ :

سعودي د ډانګ او پړانګ تر منځ ګېر دی ، له یوې خوا له ایران او شیعه ګانو په لړزه دی له بل لورې له هغه توند لارو او سخت دریځو سني ډلو چې د شیعه ګانو سرسختې دښمنې ډلې دي هم په ویره کې دی ، د سعود کورنۍ د دې سني ډلو  شتون او بریا هم نشي زغملی او د خپلې کورنۍ لپاره یې ستر ګواښ بولي ، داعش چې کله په عراق کې د شیعه ګانو بېخ کیندنه پیل کړه سعودي یې پر وړاندې نړیوال ایتلاف جوړ کړ او درنې بمبارۍ یې پرې پیل کړي ، سعودي په دې هڅه کې دی چې نه سیخ وسوځې نه کباب . اوس سعودي ته د ځان ساتنې یواځنۍ لار له خپلو متحدینو د پوځي مرستې غوښتنه او ملاتړ پاتي تر څو د ملګرو هېوادونو په مرسته د خپلو پولو ساتنه وکړي چې هم د داعش له شره ژغورل شوی وي هم د ایران .

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ایټمي هوکړه او د سعودي اندېښنې

په دې وروستیو کې د ایران او د نړۍ  د شپږو قدرتونو تر منځ د ایران د جنجالې اتومي پروګرام په سر خبرو هم تر ډېره بریده دا لانجه حل کړه او مثبتې تمامي شوې ، اوس ایران غرب ته ځان نژدې کولای شي ، او غرب به پر ایران لګېدلې اقتصادي بندیزونه پورته کړي ، د ایران او غرب تر منځ نوي یارۍ سعودي په اندیښنه کې کړی دی ، د یو شمېر شنونکو په باور امریکا او نور غربي هېوادونه اوس ایران غوره انتخاب بولي او په سیمه کې به د غرب د پولیسو په توګه کار ځېنې اخلي ، خلک دې دا فکر نه کوي چې ایران او امریکا سره دښمني لري او دا کار ناشونی دی ، د ایران شیعه اخندان له سنیانو سره  له امریکا سخته او کلکه دښمنې لري ، او د سنیانو خلاف له هر مذهب او هر هېواد سره دوستۍ ته حاضر دي ، امریکا په سیمه کې ترکیه له ایرانه خطرناک ځواک بولي او د ترکیې د مهار کولو لپاره ایران ښه انتخاب بولي ، د ترکیې په نړیوالو مسایلو او د اسرائیلو خلاف پرېکنده دریځ امریکا دې ته اړ کړه چې د ترکیې مقابل کې له ایران سره د ایټمې لانجې پر سر هوکړې ته ورسیږي . او په حقیقت کې دا د غرب نوي لوبه ده چې په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړې اور ته لا لمن وهل دي .

د اسلامي نړۍ د مشرتابه په سر د ترکیې او سعودي کشمکش

ترکیه او سعودي دواړه د ایران پراخېدونکې نفوذ اندیښمن کړي خو بیا دواړه هېوادونه سره په یوه خوله نه دي ، د دواړو هېوادونو تر منځ د اسلامي نړۍ د مشرتابه په سر کلک کشمکش او سخته سیالي روانه ده ، ترکیه غواړي چې ځان د یو غښتلي هېواد په توګه څرګند کړي او د اسلامي نړۍ رهبري په غاړه ولري خو سعودي کله هم دې ته نه حاضریږي چې د سعودي دننه د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په شتون کې دې د اسلامي نړۍ رهبري له لاسه ورکړي ، دا دواړه هېوادونه هم یو دریځ او ګډې موخې نه لري ، د بېلګې په ډول سعودي په مصر کې د السیسي ملاتړ وکړ او د هغه په وسیله د محمد مرسي مشروع حکومت یې ړنګ کړ خو ترکیې دا یو جابرانه او غیر مشروع کار وګڼه .  دواړو هېوادونو ته په کار ده چې د اخندیزم څخه د ژغورنې په موخه باید سره لاسونه یو کړي او خپلې ستونزې او اختلافات څنګ ته کېږدي .

د افغانستان دریځ:

د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي : جمهوررئیس د جهادي مشرانو ، سیاسیونو او علماوو سره له سلا مشورې وروسته له سعوودي د افغانستان د ملاتړ اعلان وکړ ، د ولسمشر دا پر ځای او غوره پرېکړه وکړه ، سعودي سره د افغانستان تاریخي او دیني اړیکې له ایرانه ډېرې مهمې دي ، سعودي زموږ په فرهنګ او کلتور حمله نه ده کړي ایران مو په کورنیو او فرهنګې چارو کې له ډېر پخوا ګوتوهنې کوي ، د یو ښه ګاونډي په توګه راته نه ګوري ، هېوادوال مو اعداموي او د پیسو په بدل کې یې  سوریې او عراق ته د جنګ لپاره لیږي . ولسمشر ته همدا ښه وخت په لاس ورغلی باید د ایران ځپونکي ایتلاف برخه شي تر څو هېواد د ایران له هر اړخیز یرغل څخه وژغوري .

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *