خبریال: میرویس جلالزی- د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز په یوه وینا کې د نړۍ په ټولو مسلمانانو غږ کړی چې د اسلام د حیثیت د اعادې لپاره یو له بل سره همکاري وکړي او د دغه دین پر وړاندي رامنځ ته شوی منفي ذهنیت ورغوي.

نوموړي له ترهګرۍ سره مبارزه اسلامي وجیبه بللي او پر ټولو مسلمانانو یې غږ کړی چې د ترهګرو په محوه کولو کې باید د توان تر حده یو له بل سره همکاري وکړي.

نوموړي په دغه جګړه کې د مطبوعاتو او روزنیزو مرکزونو رول ډیر اغیزناک په ګوتو کړی دی.

شیخ عبدالعزیز ویلي چې بنسټپالو سرزورو د اسلام د نامه په غلطې کارونې سره د دغه سپیڅلي دین تصویر ته سخت زیان رسولی چې باید بیرته ورغول شي.

د سعودي دغه ستر مفتي، چې د نړۍ په کچه پیژندل شوی مفتي دی، یادې څرګندونې په مکه کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې پر داسي مهال وکړې چې یوه ورځ دمخه دغه سپیڅلی ښار د یوه اسلامي نړیوال کنفرانس کوربه وو.

په دغه غونډه کې له اسلامي نظره له ترهګرۍ سره د مبارزي پر لارو چارو د جیدوعالمانو، مخورو، دیني مشرانو، مفتیانو او منل شویو ملایانو ترمنځ بحثونه وشول.

دغه غونډه د اسلامي نړۍ د لیګ  MWL له لوری سمبال او ترتیب شوي وه.

د اسلامي نړۍ د لیګ سکرتر جنرال عبدالله الترکي وویل چې دوی د اسلام له نظره له ترهګرۍ سره د مبارزې عنوان ځکه دغه غونډې ته غوره کړی و چې د هغو وروستیو غلطفهمیو په اړه نړیوالو ته سم انځور ورکړل شي چې یو شمیر بنسټپالو د اسلام د پاک نامه څخه د خپلو شومو او ناوړه موخو د تر لاسه کولو لپاره کار اخیستی دی.

په یاده نړیواله غونډه کې، چې تر دریو ورځو پوري به دوام لري، په دې هم بحثونه وشي چې څرنګه اسلامي ټولنو کې د اسلام څخه د پوهاوي کمپاینونه نور هم پیاوړي شي څو بنسټپالي او افراطي ډلې و نه توانیږي د هغوی له مینځ څخه د اسلام په نامه پیسې او سریري را ټول کړي.

په ورږستیو څو میاشتو کې په فرانسه، ډنمارک، ترکیه، امریکا او یو شمیر نورو ملکونو کې د اسلام په نوم په یو شمیر غیر اسلامي مرکزونو بریدونه شوي چې د نړۍ په کچه په تېره بیا اروپا کې یې د مسلمانانو په اړه د غیر اسلامي ټولنو حساسیتونه را پارولي دي.

د سعودي عربسان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز غونډي ته د وینا په یوه برخه کې په مسلمانو پلرونو او میندو غږ وکړ چې د ترهګرو او بنسټپالو ډلو څخه د خپلو ماشومانو د ژغورلو او خوندي ساتلو لپاره په هغوی باندي زدکړي وکړي او د اسلام سم او ریښتینی انځور ورته وړاندي کړي.

شیخ عبدالعزیز د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ د نړۍ د نورو مقتدرو اسلامي هیوادونو له مشرتابه او جیدو عالمانو څخه وغوښتل څو د ترهګرو، بنسټپالو او افراطي ډلو څخه د اسلامي نړۍ او امت مسلمه د ژغورلو او خوندي ساتلو لپاره له هر راز مادي او معنوي نفوذ څخه کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *