د دوشنبې پر ماښام د شهزاده ترکي بن سعود الکبير کورنۍ ته وويل شو سبا سې شنبه مازديګر ترکي اعداميږي، , تاسو بايد عاجل زندان ته راشئ څو الوداعي ملاقات ورسره وکړئ.
د شهزاده ترکي کورنۍ زندان ته مخه کړه او له هغه نه يې په ډير خپګان او ژړا د ابد لپاره مخه ښه وکړه. شهزاده ترکي ټوله شپه په تلاوت او لمونځونو تيره کړه، سهار شهزاده ترکي ته وويل شو چې خپل آخرنۍ وصيت وليکي. شهزاده د ډير خيګان او ويرې له وجې ونه توانيده چې وصيت وليکي، بل چا ورته ولیکه بيا شهزاده ترکي غسل وکړ پاکې جامې يې په تن کړې. سهار 11 بجي شهزاده ترکي د اعدام ميدان ته بېول شو. د مقتول پلار او خپلوانو ټولو موبايلونه بند کړۍ و، چې څوک ترې د بخښنې یا عفوې غوښتنه ونه کړي. ماسپښين 1 بجه د مقتول کورنۍ د قصاص ميدان ته حاضره شوه، بې شميره شهزادګان، مخور علماء سپينږیري راغلې وو- د مقتول پلار ته ډير سفارشونه وشول چي شهزاده ترکي وبخښي، د مقتول پلار ته په مليونونو پيسې وړاندیز شوې خو پيسې يې قبولې نه کړې. ماسپښين 2 بجې د رياض والي شهزاده بندر بن فيصل حاضر شو، ده هم د مقتول پلار ته د بخښنې خواست وکړ خو ونه منل شو. مازيګر 4 بجې شهزاده ترکي اعدام شو.
شهزاده ترکي له ۱۹۷۵ م کال را په دې خوا د سلطنتي کورنۍ لومړنی غړی دی چې اعدامېږي.
ده پلازمېنې ریاض ته نژدې په ثمامه سیمه کې یو بل سعودي (عدل بن سلیمان بن عبدالکریم ال محمد) وژلی و. درې کاله پخوا محکمې په اعدام محکوم کړ.
مآخذ: دکتور محمد المصلوخي د قصاص ميدان ترڅنګ د جومات خطيب او امام.
شه کار دی هیله ده په تولنه کی دعدل اومساوت اصل رامنزته شی چه تولو ته په یونظر وکتل شی
دی ته وایی حکومت داری زموږ د والیی زوی والله څوک اعدام کړی چی سه زړه اوغواړی کوی یی