تاند- د سعودي عربستان د ختیځ ولایت القطیف د القدیح په سیمه کې نن د شیعه ګانو په یوه جومات کې انتحاري حمله وشوه.
د راپورونو له مخې د القدیح د سیمې د علي ابن ابي طالب جومات د حملې په نتیجه کې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې انتحاري داسي مهال ځان والوزاوه چې خلکو د جمعې لمونځ کاوه.
په دې سیمه کې د نوومبر په میاشت کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د اقلیت شیعه ګانو اوه غړي وژلي ول.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځانمرګي په جومات کې دننه انتحاري برید وکړ.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په قول ویلي چې انتحاري تر جامو لاندې بم او چاودېدونکي مواد پټ کړي ول.
د سعودي عربستان حکومت د دې برید د مرګ ژوبلو دقیق شمېر څرګند نه کړ خو ویې ویل چې څو تنه مړه او ژوبل دي.
له بلې خوا د سعودي عربستان شیعه فعالان او شاهدان د تلفاتو ضد و نقیض شمېرې ښيي. یوه شاهد وویل چې څلور تنه وژل شوي خو نورو وویل چې ۲۲ تنه وژل شوي دي.
د سعودیانو خبري ویبپاڼو د وژل شویو کسانو او په جومات کې د وینو عکسونه خپاره کړي دي.
د قطیف روغتون د وینې غوښتنه کړې او له خپلو رخصت کارکوونکو یې غوښتي چې روغتون ته ورشي.
د سعودي عربستان لوی مفتي دا حمله غندلې ده.