تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د سعودي د پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز السعود ناسکه ورور متعب بن عبدالعزیز السعود په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.

 د سعودي عربستان دولتي اژانس په دې اړه له جزیاتو ورکولو پرته ویلي چې د ښاغلي متعب جنازه به نن سه شنبه د ماخستن له لمانځه وروسته ادا شي.

 شهزاده متعب په ۱۹۳۱ کال نړۍ ته راغلی او سعودي عربستان د بنسټ ایښودونکي شاه سعود د ۴۵ زامنو له ډلې یو شهزاده دی.

 نوموړی د بیعت د پلاوي له ډلې یو کس و چې د پاچا او ولیعهد د ټاکلو مسوولیت پر غاړه لري او تر ۲۰۰۹ کاله پورې يې ګڼې دولتي دندې هم ترسره کړې دي.

 نوموړي د سعودي عربستان پر مهمو څوکیو ۵۴ کاله کار کړی او په ۱۹۵۵ کال کې د مکې امیر هم و.

همدا راز یې د مسکن سازۍ وزارت، ښار جوړونې او کلیو وزارت او د انرژۍ وزارت یې هم کړی دی، خو له ۲۰۰۹ کال وروسته یې ټولې دولتي دندې پرېښودې.

One thought on “د سعودي عربستان د پاچا ورور ومړ”
  1. تاسو مهرباني وکړئ او ووایئ چې دا د (ومړ) کلمه مو د کوم مصدر څخه را اخستلې ده؟ نو که مصدر یې نه لرئ نو بیا یې ولې لیکئ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *