په افغانستان کې د سعودي عربستان پانګونه به د اقتصادي غوړیدا سربیره د امنیت په ټینګښت کې هم مرسته وکړي.
د سعودي عربستان پانګونه له امنیت سره ځکه ربط در لودای شي چې افغانستان دودیز پاله او مذهبي ټولنه ده، اوسیدونکي یې سعودي عربستان ته د دیني تقدس له مخې ځانګړی درناوی لري.
د سعودي شاهي کورنۍ پانګونه به دلته هغه شکونه اونیوکې چې ددین او مذهب په نوم په افغان حکومت کېږي هم تر یو بریده له نفي سره مخ کړي.
بل مهم اړخ چې کولی شي په امنیت مثبت اغیز ولري، هغه ګرځي د ریاض او اسلام اباد ستراتیژیکو اړیکو ته.
همدا د سعودي عربستان درهم دي چې د پاکستان ملکي حکومت پرې لویې اقتصادي پروژې رغوي او یوه برخه یې د پوځ لګښتونه پوره کوي.
وخت ناوخت د سعودي عربستان سخاوت د پاکستانیانو وږي نسونه ور ماړه کړي ، هلته سلګونه خیریه بنسټونه او ادارې دې چې په بېلا بېلوبرخو کې له بې وزله خلکوسره مرستې کوي.
سلګونه زره پاکستاني کاریګر په سعودي عربستان کې په مزدورۍ بوخت دي چې د خپل هېواد په اقتصادي غوړیدا کې یې ونډه له پامه نه شي غورځیدای.
همدغو ټکو ته په کتو پاکستان اړ دی چې د سعودي عربستان ګټې خوندي کړي.
په افغانستان کې د جګړې یو مهم اړخ همدا د ګټو ټکر دی چې ښکیلو لوریو د یو بل د ماتولو لپاره دوام ورکړی .
په ټوله کې ویلی شو که سعودي عربستان په افغانستان کې د بنسټیزوپروژو جوړولو ته رامخکې شي، د پاکستان له لوري به خوندي وي.
