تاند- سعودي عربستان او د دغه هیواد خلیجي متحدانو له پرون څخه په یمن کې د حوثیانو پر ضد هوايي بریدونه پیل کړي دي. سعودي په زرګونو مځکني او سمندري ځواکونو ته هم د یمن په لور د خوځېدو امر کړی دی خو تراوسه د یمن خاورې او اوبو ته ننوتي نه دي.
شیعه یاغیانو د جنوبي ښار عدن، چې د یمن ولسمشر پکې پناه اخیستې ده، محاصره تنګه کړې ده.
په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر پرون وویل چې د ولسمشر عبد ربهُ منصور هادي په مشرۍ د یمن د مشروع حکومت د دفاع او ساتنې لپاره په عملیاتو کې د لسو هیوادونو ايتلاف ګډون لري.
سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د دې عملیاتو ملاتړ کوي او ولسمشر بارک اوباما د متحدو ایالتونو له لوري د لوژیستیکي او استخباراتي ملاتړ اجازه ورکړې ده.
راپورونه وايي چې د یمن په مرکز صنعا کې د هوايي ډګر له بمباري کېدو سره په یووخت د زورورو چاوندونو ږغونه اورېئدل شوي دي.
د سعودي عربستان رسنیو وویل چې دغه هیواد ۱۰۰ جنګي الوتکې، ۱۵ زره سرتېري او د سمندري ځواکونو قطعې لېږلي دي.
اردون او مصر هم تایید کړه چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف ملاتړ کوي.
په ايتلاف کې متحده عربي امارات، کویت، قطر، بحرین، مراکش او سوډان شامل دي.
پاکستان، چې له سعودي عربستان سره نژدې اړیکې لري، ویلي چې په عملیاتو کې د برخې اخیستو په باب د سعودي عربستان پر غوښتنې غور کوي.
په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر عدیل الجبیر پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیانو پر ضد هوايي عملیات پیل شوي دي:
«عملیات تقریباً د ماښام په اووه بجې پیل شول. امریکا په دې پوځي عملیاتو کې ګډون نه لري.»
جنګي الوتکو د یمن د مرکز صنعا پر هوايي ډګر او په جنوب کې پر مهمو پوځي اډو حملې کړي دي.
هادي لا هم د عدن ښار په یوه اډه کې دی او د نوموړي د یوه نژدې یاور په وینا د عملیاتو له پیلېدو وروسته د هادي روحیه ډېره لوړه شوې ده.
د یمن د حوثیانو د غورځنګ یوه مشر وویل چې د سعودي هوايي حملې د یمن پر ضد یرغل دی او خبرداری ورکوی چې دا به په سیمه کې د پراخې جګړې اور بل کړي.
ایران د خپل سیمه ییز سیال سعودي عربستان له لوري په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي حملې وغندلې او ویې ویل چې د دغه هیواد حالات به نور هم خحراب کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، دا پوځي اقدام به حالات نور هم پېچلي کړي او په یمن کې به د حالاتو د سوله ییز حل چانس ته زیان اړوي.