نږدې اولس کاله طالبانو د اسلام په نوم له ټکټ ګټه واخیسته او په دې موده کې یې د زیاتو خلکو ژوند په دې پلمه واخیست چې ګنې افغانستان اشغال دی او له دولت سره جګړه د اسلام له نظره مشروع عمل دی.
طالبانو په دې موده کې زرګونه کسان د جاسوس، مرتد او مزدور په نوم شهیدان کړی او دا لړۍ یې د اسلام په نوم تر ننه جاري ساتلې، خو اوس داسې ښکاري چې د اسلام ټکټ نور د طالبانو له لاس ووځي.
اندونیزیا، کابل او وروستی په سعودي عربستان کې د دیني علماوو او اسلامي هېوادونو د استازو ناستې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې مسلمان وژنه او ورور وژنه ده چې په اسلام کې هیڅ جواز نه لري او هغوی چې د سولې پر ځای په جګړه تمرکز کوي، شیطان صفته یادیږي.
طالبانو هڅه وکړه چې د اندونیزیا، کابل او سعودي عربستان د کنفرانسونو په تړاو خپلو پلویانو او خلکو ته فریبانه تبلیغات وکړي، خو داسې ښکاري چې په دې کار کې نه دي بریالي شوي.
طالبان په فریبانه تبلیغاتو کې د دیني علماوو ناستې د امریکا په خوښه او جاسوسي یادوي، په داسې حال کې چې دیني علماء له قران او احادیثو څخه دلایل وړاندې کوي چې په افغانستان کې جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري او د جګړې پلویان په سمه نه دي.
دیني علماء وروسته له هغې د افغان حکومت په ننګه او د جګړې پرضد راپورته شول چې افغان حکومت د سولې په تړاو ښه نیت او هر اړخیز وړاندیز وکړ، خو طالبانو په سپین سترګۍ سره رد کړ.
طالبان پلمه کوي چې په افغانستان کې جګړه یې له بهرنیو ځواکونو سره ده، خو په داسې حال کې چې د جګړې ټول قربانیان افغانان دي او په تېرو څو کلونو کې لس بهرني ځواکونه هم نه دي وژل شوي.
د اندونیزیا، کابل او سعودي کنفرانسونو کې دیني علماوو په خپرو شویو اعلامیو او فتوا کې په قران او احادیثو ثابته کړې چې د افغانستان جګړه مسلمان وژنه ده او هیڅ بهرنۍ د دې جګړې قرباني نه دی.
د سعودي کنفرانس چې د نږدې سل هېوادونو استازو او دیني علماوو پکې ګډون کړی و، په خپلو خبرو او ناستو کې په ډاګه ویلي چې طالبان په سمه نه دي او نباید د اسلام په نامه باندې افغانان ووژني.
حرمین شریفین اما الصالح په خپله بیانیه کې له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او نور له هغې جګړې لاس په سره شي، کومه جګړه کې چې مسلمان ورونه قرباني کیږي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر په خپله بیانیه کې ټینګار کړی چې طالبان باید د افغان حکومت د سولې وروستی وړاندیز ومني او په یوه او بله پلمه باندې جګړې ته دوام نه ورکوي، هغه جګړه چې اوس په افغانستان کې په فتنه بدله شوې.
په دې غونډه کې د افغان حکومت د پلاوي یو غړي ډاکټر محمد شفیق صمیم اسلامي هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د جګړې په تړاو خپل غوڅ دریځ په ډاګه کړي او په دې هېواد کې د مسلمان وژنې په تړاو د حق غږ پورته او نظر څرګند کړي.
ښاغلي صمیم د سعودي عربستان له ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز څخه غوښتي چې طالبانو حرمین شریفین ته دعوت کړي او د افغانستان د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړي، له سعودي دغه راز غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د انفجار او انتحار په تړاو خپل دريځ روښانه کړي، هغه انفجار او انتحار چې قرباني یې بې ګنا ولسي وګړي دي.
د سعودي غونډې ته لکه څنګه چې تمه وه، همغسې وشول، د اسلامي هېوادونو علماوو او استازو په خپلو خبرو کې افراطیت غندلی او په قران او احادیثو یې ثابته کړې چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کې هیڅ خیر نشته او باید په سوله باندې کار وشي.
دا ډول کنفرانسونه یوه اجماع بللی شو چې ولسمشر غني یې له لومړۍ ورځې هڅې پيل کړې وې او نن یې پایله په ډاګه شوه، دا ډول هڅې حتمي رنګ راوړي، ځکه چې د اندونیزیا او کابل د دیني علماوو له غونډې وروسته ډيرو طالبانو له جګړې لاس اخیستی او خپل عادي ژوند یې پيل کړی دی.
د طالبانواکثره کسان په چل او فریب تېروتلي او وسله يې غاړې ته اچولې او د خپلو خلکو پروړاندې جګړه کوي، د طالبانو هغه ډلې چې لږ سر یې خلاصیږي د دیني علماوو معقولو دلایلو قانع کړي او انشاء الله چې د سعودي عربستان غونډه به هم ډير طالبان په دې قانع کړي چې سم نه دي روان.
هغهمتل به مو په یاد وی چی:ا
ملا شاګل ته خو هر سړی وایی ملامت یی خو که ملا شاګل یی ومن!ا
اوس نو زما له طالبانو دا پوښتنه ده چي:ااسو نو اسلام کوم دی؟ هغه چی ټوله دنیا یی وایی که تاسی؟
که تاسی رښتیا وایی نو اسلام یوازی د ډیورند په خط پروت دی او له نوری نړۍ ورک شوی!اپه دی اساس شاید طالبان په راتلونکی کی افغانستان ته د حرمینو شریفینو د انتقال جهاد ته هم ملا تړی !!!!!!!!!!!!!!!!!!ا
په ټول منافقستان کې یواځې یو دیني عالم موجود وو چې د جدي او مکې معظمي په اسلامي کنفرانس کې یې ګډون وکړ، پاته شوه په ټالیبانو کې الحمدالله چې یو دیني عالم هم موجود نه و چې په کنفرانس کې شرکت وکړي ، خپل نظر او دلایل ووایې او له ځانه دفاع وکړي. بس هېوادوالو که د پنجاب لپاره جهات مهات کوئ هغه بېله کیسه ده که نه ستاسو جهات خو د نړۍ دیني عالمانو ناروا وباله او تاسو ټول د جاهلانو یا منافقانو په ډله کې به د دوزخ په اور کې د تل لپاره سوځی.
ببرک خان وروره
اصلاً کیسه بله ده
کله چه مشر جورج بوش د خلیج په لومړۍ جګړه کی یعنی د کویټ او عراق په کشاله کی پر عراق یوه فرېبکارانه حمله وکړه نو هم صدام او د هغه خواخوږی ټینګ مسلمانان شوه او هم جورج بوش ټینګ مسیحی شو
جورج بوش رسماً کلیسا ته د خاصی دُعا او پر صدام د بریالیتوب په هیله کلیسا ته تشریف یووړ او هم صدام چه ظاهراً یو ناسیونالیسټ او سوسیالیسټ عرب ؤ د ځان او خلګو د غولوولو پخاطر ئې د خپل هیواد پر رسمی بیرغ د تکبیر کلمه ور زیاته کړه
خُلاصه داچه دواړو خواوو خپل احمقانه او استعماری افکار د مذهب په دستمال مزّین کړه
اوس هم عین خبره ده
د دوو سترو استعمارګرانو خپل منځی خاموشه جګړه کی چه میدان ئې زموږ مظلوم هیواد دی مذهب رامنځته شویدی
د طالبانو اکثره کړنی ظالمانه دی خصوصاً هغه کړنی چه په نتیجه کی ئې زموږ د وطن بچان مظلومانه وژل کیږی د بلی خوا همدغه د آل سعود احمقانه او مرموزانه لاس وهنی وې چه د افراطی عربو خیرنی منګولی زموږ پاک ګرېوانونه راڅیری کړه
عجیبه پېچلې لوبه ده
له یوې خوا پاکستان د سعودی یو باډیګارډ او مزدور غوندی حیثیت لری او له بلی خوا موږ پدې عقیده یو چه د نن ورځی طالبی تخریبی فعالیتونه د پاکستان په مدیریت او هدایت تر سره کیږی
که دا دوهم اصل ومنو یعنی دا ومنو چه د طالب شاته پاکستان ولاړ دی نو ولی دا د غنی خان لخوا لېږل شوی هیئت او دینی عالمانو دا مهم او حساس ټکی د سعودی د حاکمانو غوږونو ته ندی رسولی او له هغوی نه ئې ندی غوښتی چه مستقیماً پر پاکستان او امریکائیانو فشار راوړی چه په جدّی توګه د سولی لپاره ګامونه پورته کی