تاند- د طالبانو سرچینې وايي چې د دوی د قطر د دفتر استازي به، د اسلام اباد د سفر په لړ کې د پاکستان له صدراعظم او د سعودي عربستان له ولیعهد سره ونه ویني.

رویټرز خبري آژانس ته د طالبانو سرچینو ویلي چې د دې ډلې د استازو او د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان کتنه، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ / د فبرورۍ ۱۸/ وشي، لغوه شوې ده.

طالب سرچینې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خپلو استازو د کتنې د ردېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو استازي د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وویني.

له عمران خان او د سعودي عربستان له ولیعهد سره د طالبانو د استازو کتنه وروسته له دې لغوه شوه چې د افغانستان حکومت د ملګروملتو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړ.

د افغانستان حکومت ویلي چې د طالبانو استازي د دې شورا له بندیزونو سره سره سفرونه کوي چې دا د امنیت شورا د پرېکړه لیک ښکاره سرغړونه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *