تاند- د سعودي عربستان نوي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د وفات شوي پاچا ملک عبدالله د جنازې له مراسمو وروسته په یوه تلویزیوني وینا کې د مسلمانو عربي هیوادونو ترمنځ د پیوستون غوښتنه وکړه.

ملک سلمان بن عبدالعزیز وویل چې د وفات شوي ملک عبدالله لارې ته به دوام ورکړي.

د ملک عبدالله جنازه د سعودیانو له معمول سره سم، نن ژر خاورو ته وسپارل شوه خو ټاکل شوې ده چې سبا یې د فاتحې مراسم د سیمې د یو شمېر مشرانو په ګډون ترسره شي.

د سعودي عربستان د تلویزیون د راپور پر اساس نوي پاچا ملک سلمان، خپل زوی محمد بن سلمان دفاع وزیر او د سلطنتي دربار مشر وټاکه.

ده د بهرنیو چارو، تېلو او اقتصاد وزیران، چې په سعودي عربستان کې له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو وروسته تر ټولو مهم وزارتونه دي، په خپل حال پرېښودل.

خو شهزاده محمد بن نایف یې ولیعهد او په عین حال کې د کورنیو چارو وزیر وټاکه.

تر دې مخکې ویل شوي و چې امیر مقرن بن عبدالعزیز، چې د ملک عبدالله ناسکه ورور دی، نوی ولیعهد نومول شوی دی.

د سلفیانو له عقایدو سره سم د ملک عبدالله جنازه په عمومي هدیره کې د جنازې له لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شوه. د ده پر قبر به کومه نښه او یا شناخته نه وي لګېدلې.

ملک عبدالله په وروستیو کې د سږو په ناروغۍ یا سکاروي اخته و او د همدې ناروغۍ له کبله یې ساه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *