تاند- د سعودي عربستان پاچا ملک سلیمان د شنبې په ورځ د مصر په شرم الشیخ کې د عربي اتحادیې غونډې ته وویل، په یمن کې به د حوثي شیعه ګانو پر ضد حملې تر هغو دوام وکړي چې دغه هیواد ته امنیت راستنېږي.
ملک سلیمان د یمن په چارو کې د ایران لاسوهنې ته په اشاره وویل:«د بهرنیانو مداخلې په یمن کې د حوثیانو له کودتا سره مرسته وکړه او دا شرایط باید بدل شي.»
ده همداراز وویل چې باید د حوثیانو پر ضد حملې باید دوام وکړي.
ایران او د لبنان حزب الله، چې ویل کېږي له حوثیانو سره یې مرستې کړي او جنګیالي یې یمن ته لېږلي، د شیعه حوثیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د لسو سنُي هیوادونو د ايتلاف حملې غندلي دي.
په شرم الشیخ کې د عربي اتحادیې د دوه ورځینۍ سرمشریزې د بحث اصلي موضوع د یمن کړکېچ او د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیانو پر ضد ګډ عملیات دی.
د یمن ولسمشر عبد ربهُ منصور هادي د سرمشریزې په پیل کې حوثیان د ایران «تالي څټي» وبلل او په یمن کې یې د عربي هیوادونو د حملو د دوام غوښتنه وکړه.
عبد ربهُ منصور هادي د سعودي عربستان د سمندري ځواکونو په مرسته د حوثیانو له لوري له کلابند شوي ښار عدن څخه وتښتېد.
ده د مصر په شرم الشیخ ښار کې حوثیانو ته په خطاب کې وویل:«تاسي داسي کسان یاست چې سیاسي بلوغ لا نه لرئ او په دې وخت کې په خپلو کارونو یمن بربادوئ.»
حوثي شیعه ګان د یمن په اکثریت سُني هیواد کې یو کوچنی اقلیت دی.
ښاغلي هادي له عربي هیوادونو وغوښتل چې د حوثیانو تر تسلیمېدو پوري حملو ته دوام ورکړي.
سعودي عربستان ۱۰۰ او نورو عربي هیوادونو ۸۰ جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد بمباریو ته موظفه کړي دي.
ایران ویلي چې د حوثي شیعه ګانو پوځي او مالي ملاتړ نه کوي خو سعودي او نور عربي هیوادونه وايي چې له حوثیانو سره د ایران د سپاه او د لبنان د حزب الله جنګیالي اوږه په اوږه جنګېږي او د هغوی په مرسته یې د پلازمېنې صنعا په شمول ګڼې سیمې لاندې کړي دي.
د ایران دیکتاتوران او عظمت طلبان غواړی ټول اسلامی هیوادونه په وینو کی ولمبوی ، مسلمانان د نورو پرمختللو هیوادونو پوځی مداحلی ښکار شی . سیاسی او نظامی ثبات له لاسه ورکړی او په مجموع کی اسلامی نړۍ د تل لپاره ختمه کړی.