شاعرانه

د رديف لغوي معنا کېړ، څېړه، کتار… او پسې شا يا تر څټ ده، خو په اصطلاح کې هغه کليمه يا کليمې دي چې د قافيې له کليمو وروسته د شعر تر پايه په يوه وزن او يوه شکل تکراريږي.

لکه :

جينۍ له خپل ځانه خپه ده له صنمه نده

هغه د خپل زړګي مريده ده او ګــرمه نده

ما لا تر اوســـه پورې غم پردی بللی ندی

((زما ګيله له خپله بخته ده له غمه نده ))

( محب الله آرمل)

په پورته بيتونو کې صنمه، ګرمه او له غمه د قافيې کليمې او ورپسې (نده) مورفيم يا کليمه رديف دی چې په ټولو بيتونو کې په ثابت شکل او وزن تکرار راغلی .

يادونه : رديف اکثره وخت د معنا له اړخه هم ثابت تکراريږي خو کله نا کله بيا فرق هم کوي .

            ماله خپلو زياتو شاعرانو ملګرو اورېدلي، چې هغه شعرونه په تېره بيا غزل يې زيات خوښيږي چې اوږده رديفونه ولري. خو زه خپله بيا داسې نه يم چې شعر، شعر وي رديف ته مې يې بېخې پام هم نه وي، يا شايد زما ملګري سم وايي .

سيد شاه سعود نن سبا د پښتو يو منلی فلسفي شاعر دی په لر و بر کې د شعر زيات مينوال لري، دی که څه هم پاخه شعرونه ليکلي او زيات مينوال لري ښايي يو بل علت يې دې د ده اوږده ريفونه هم وي او هغه زما د ملګرو خبره درسته وي، ما چې څومره شعري مجموعې لوستې او متوجه شوی يم سعود دې هغه شاعرانو له جملې دی چې اوږده ريفونه يې زيات کارولی، دی وايي :

د خپل وجود د غلامۍ نه سړی ستړی راشي

کله نا کله زندګـــــــــۍ نه سړی ستړی راشي

او ددې غزل مقطع ده

ســعوده څومره ارزښتونه به په ياد وساتې

د خپل نظر دوکاندارۍ نه سړی ستړی راشي

په پاس بيتو کې غلامۍ، زندګۍ، او دوکاندارۍ د قافيې کليمې او ورپسې ( نه سړی ستړی راشي ) رديف دی چې اووه سېلابه کيږي او هره نيم بيتي پنځلس سېلا به ده.

اوږد رديف به د شعر په ښکلا کې برخه ولري مګر، ځينې وخت بېخوندي هم جوړوي او يا يوازې ددې لپاره په بيت پورې تړل کيږي چې بيت پوره شي، دا لاندې بيت ولولئ او په دويمه نيم بيتي کې په رديف غور وکړئ

په خپل ځان يې بې باوره بس پدې درنه خپه يم

نور څـــه نشته د زړه سره بس پدې درنه خپه يم

که په بيت کې دويم رديف (بس پدې درنه خپه يم) هېڅ نه وي هم ، نو د بيت معنا ته صدمه نه رسي، موږ د اوږده ريف په ښکلا خبرې کوو راځئ د سعود يو څو نورو بيتونو ته تم شو چې اوږده رديفونه لري، خو ښکلي دي:

ته يې زړګی ګڼې زړګی درسره ښه نه کوي

سعوده ګـــوره داسړی درسره ښه نه کوي

ګل د عادت کړي او ناڅاپه درنه کډه وکړي

بيا پسې ژاړې پسرلی درســره ښه نه کوي…

٭٭٭

غـــــم د جانان له سترګو پټ مه ساته

سعــــوده ځان له سترګو پټ مه ساته

لمر به رڼا درنه په شا ستنه کــــــــــړي

ځمکې آسمان له سترګو پټ مه ساته …

٭٭٭

زړه چـــې ارمانه پورې ورسي نو څه به وکړي

که درست جهانه پورې ورسي نو څه به وکړي

په مخ روانه اوښکه ورانه کړه که ګرانه نه وي

چې تر ګرېوانه پـــورې ورسي نو څه به وکړي …

په ذکر شوو بيتونو کې ټول رديفونه اوږده ول چې سېلابونه يې له اوو تر لسو رسېدل خو ښايي داسې بيت به پکې نه وو چې پوره يولس سېلابه رديف ولري، دا لاندې بيت يوولس سېلابه رديف لري.

نه مې زړګی او نه مې ځان پاتې شو ښه ده چې ته رانه خبر نشولې

زما تصوير په څــېره وران پاتې شو ښه ده چې ته رانه خبر نشولې

رديف په شعر کې لازمي ندی کېدای شي داسې بيتونه به مو هم لوستي وي چې بېخي رديف نه لري ، د سعود دا لاندې غزل بې رديفه دی.

چې ماشوم وم نو په ډېر څه پوهېدمه

دا په خاورو کې به ځکه لوغړېدمه

لېونی شوې ټول عالم د رانه ډک کړو

زه خو ستا په يو نظر کې ځايېدمه

پاڼه پاڼه مې وجود له منځه لاړو

ته ګلاب وې او زه تانه رژېدمه ….

د رديفونو د ګڼو ښلاوو ترڅنګه يوه بدي بله داهم ده چې اکثره وخت شاعر پکې د تکرار ښکار کيږي، مثلا يو شاعر داسې شعر وليکي چې رديف يې کټ مټ د کوم بل شاعر د شعر له رديف سره يو شان شي پداسې مواردو کې بيا ډېری وخت په هغه دويم شاعر د غلا شک کېدای شي چې ممکن رديف يې پټ کړی يا کاپي کړی ، خو که سړی قصدي دا کار ونکړي څه خبره نده .

پدې لاندې بيتونو کې همدا صحنه وګورئ چې سعود دې دورېش دوراني د غزل په ځمکه بل غزل ليکلی، لومړی د دروېش دوراني د غزل څو بيتونه چې د سعود په غزل نږدې شل کاله مشر دی:

له شونډو نه وه له بڼو او له رخساره نه وه

زه ما ګيله له خپله بخته وه له ياره نه وه

ستا په تندي کې به مې خپله څهره وکتله

په کومه ورځ چې به له ما سره هېنداره نه وه

زه چې تر تا پوره راتلم رقيب ونه ليدمه

په دغه لار کې بلا وه مګر بيداره نه وه

د غزل مقطع ده

يو په قبرونو کې راغلي تر دې ځايه پورې

دروېشه دا ځل د وطن ځمکه هواره نه وه

اوس د سيد شا سعود د غزل څو بيتونه ولولئ چې ورته هماهنګه برخه لري، او د قافيي په شمول هماغسې رديف لري يا د دروېش دوراني د غزل په ځمکه ليکل شوی ، سعود وايي :

څېره د ولې راکوله چې هېنداره نه وه

په ستنېدو مې د قسم وي بله لاره نه وه

ژوندونه هر څه د بلا بلا کيسې لرلې

يوه شېبه د هم بې کيفه بې خماره نه وه

چا راته داسې سندريزې زمزمې کړې وې

بېګا سپوږمې هم ويده شوې وه بيداره نه وه

مقطع يې داسې ده:

سعوده منځ کې مو پښتو وه ګنې هېڅ هم نه وو

زه هم په حقه وم هغه هم ګنهګاره نه وه

د غه شان خو شال بابا وايي :

توره چې تېريږي خو ګوزار لره کنه

زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه

ولې راته وايي چې په ښکلو نظر مه کړه

سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره کنه

نوميالی شاعر او ليکوال پير محمد کاروان ددې پاس بيتونو په باره کې ليکي : (( دا هغه ورکه ملغلره ده چې خوشال بابا موندلې ده ، که په نا څاپي ډول په همدې رديف او قافيه کې په خاص شاعرانه حالت کې غزل وليکلای شي، کېدای شي ښکلی وي، کوم غزل چې په همدې رديف کې سايل ليکلی ماته داسې ښکاري چې د خوشال د پورتني غزل په ليکه يې ليکلی …. د خو شال د پورتنۍ ذکر شوې غزلې په څنګ کې د سايل د اوږدې غزلې يا لنډې قصيده ګۍ مطلع ده :

زړه به ورکوې د زړه تاج دار لره کنه

ځې به په يوه اشاره دار لره کنه …))

نو بويه چې رديفونه په ډېر غور او پوره پام وټاکل شي که مو رديف تکراري وي نو ممکن ټول غزل چې شايد د يوې خاصې عاطفي پېښه زېږنده وي ښکلي، شهکار … وي، خو د رديف په وجه بې خونده شي يا لوستونکي د کاپي ګومان پرې وکړي .

۱۳۹۴-۴-۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *