د سپوږمۍ راډیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو، سه شنبه د زمري میاشتې په 24 نېټه، له خپل ملګري پلاوي سره کندهار ته سفر کړی و.
تادامیچي د کندهار له والي جنرال زلمي ویسا سره په خبرو کې ویلي چې یوناما په افغانستان کې د سولې له پاره هڅې کوي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوری ګانو د ټاکنو ملاتړی ده او مرستندویان د پراختیایي پروژو پلي کولو ته هڅوي.
ښاغلي تادامیچي د زمري په 28 فاریاب ته هم په سفر تللی او د هغه ځای له والي سره یې په کتنه کې په افغانستان کې سیاسي فضا او امنیتي وضع ماتیدونکی بللې او ویلي و چې په سیاسي کړیو کې ستونزو په ټول هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره مرسته کړې او امنیتي حالت ژر نه سمېږي!
یوناما UNAMA یا د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ډله، هغه سیاسي ائتلاف دی چې امنیت شوری د افغانستان دولت په غوښتنه په کال 2002 کې جوړ کړ. یوناما دنده لري چې د افغانستان د خلکو او دولت په مرسته، په دې هېواد کې د تلپاته سولې له پاره کار وکړي.
زه لیکوال نه غواړم چې دلته د یوناما د جوړښت، دندو او مسوولیتونو او یا ښاغلي تادامیچي د بیوګرافی په هکله ډېر څه ولیکم؛ خو دومره ویل په کار دي چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، بانکي مون، په کال 2014 کې تادامیچي چې پخوا د جاپان د بهرنیو چارو وزارت دیپلومات او بیا په افغانستان او پاکستان کې د جاپان د سفیرانو همکار پاته شوی و، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ډلی یا یوناما د مشر یا ځانګړي استازي په توګه وټاکه. له دې مخکې ښاغلي نیکولای هیسم ځانګړی استازی و.
په هر صورت اصلي خبره دا ده چې زه څو ورځې مخکې د یو ناروغ ملګري په ملتیا نوي ډيلي ته تللی وم، په بېرته راتګ کې مې، د ایر انډیا په الوتکه کې ښاغلی تادامیچي ولید چې په خپل سیټ پسې ګرځيد.
ما تادامیچي د راډیوګانو او ټلویزیونونو له لارې پېژاند او په دې پوهېدم چې د جګې رتبې دیپلومات او د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانکړی استازی دی؛ نو ستړی مه شی مې ورسره وکړل او ده ته مې وویل چې ښاغلیه دیپلوماته دا خو د الوتکې ارزانه برخه یا Economy Class دی، ښایي چې ته به سهواً دلته راغلی وې، سواداګریزه برخه Business Class او یا لومړی درجه برخه First Class هلته وړاندی دی؛ خو ده په ډېره پسته ژبه وویل چې نه زما ځای همدلته دی!!
کله چې تادامیچي په خپل ځای کیناست، ما ته یې وویل چې زما ټکټونه او د سفرونو لګښتونه د ملګرو ملتونو د افغانستان له بودیجې څخه اجرا کېږي؛ ځکه زه پهEconomy Class کې سفر کوم چې ډېرې پیښې بېځایه مصرف نه شي!!!
ما غوښتل دا موضوع په بیړه ولیکم چې خلک خبر شی چی د یوناما مشر د هندي الوتکې په ارزانه برخه کې سفر کوي چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو لږ پیسې مصرف شي؛ خو موږ خپله په دومره افراط کې ژوند کوو چې حساب یې شل مستوفیان نه شي نیولی!
تاسو د افغانستان د ځینو اوسنیو بلیونرانو او ملیونرانو یا په بله ژبه د پخوانیو مجاهدینو او انقلابیونو افراطي اشرافي ژوند ته وګورئ چې څومره له ټولنیز عدالت او عمري انصاف سره په ټکر کې دي!
یو څو کسان له سرو او سپینو سره لوبې کوي؛ خو پاته ټول ولس د خوراک له پاره پوره وچه ډوډۍ نه لري او اولادونه یې په نهره شپې سبا کوي!
رښتیا چې د درواغو مزل لنډ وي! هغه کسانو چې د خپلواکی، وطن او جهاد په نامه د خلکو د بچیانو سرونه قربانول، نن په داسې حرامو کې ډوب دي چې تاریخ یې ساری نه دی لیدلی!
زه دې درواغجنو حضراتو ته د تادامیچي پیغور ورکوم چې په ډېر وس او امکاناتو کې شریفانه ژوند کوي او نه غواړي چې د بېوزلی افغانستان د وږو او نهرو خلکو پیسې بیځایه په اوبو لاهو شی او سؤاستفاده وکړي او مرګ دې وي په هغه کسانو چې د سرو غلو په شانی، د افغانستان په رنځور وجود اخته دي او د ځاني ګټو او سیاسي سوداګرې له پاره، د خپلې درنی او پتمنې مور پوړنی سهار په یو پلوري او مازدیګر په بل!!