استاد شهسوارسنګروال
د سقاو زوی حبیب الله د خپل واک د ټینګښت او پایښت لپاره یو شمېر پلویان د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په دندو وګومارل:
۱ـ د یو شمېر سیمیزو واکمنو په کډون یې د بلخ ولا یت میرزا محمد قاسم خان ته وسپاره پوځي چارې عبدالرحيم ته او خلیل الله خان خلیلي یې د مستوفي په توګه وټاکه.
۲ـ د امان الله خان د واک د نسکورولو لپاره یې عبدالرحیم خان بياهرات ته وستاوه. د شجاع الدوله ځواکونو ماته وخوړه او نوموړی ایران ته لاړ، عبدالرحیم خان دهرات واک خپل کړ.
۳ـ کندهار چې د امان الله وروستی استوګنځی وه عبدالقدیر یې د هغه ځای والې وټاکه د پوځ چارې یې پردل خان ته وسپارلې میرزا غوث الدین یې د مستوفي په توګه وټاکه.
۴ـ د افغانستان د ختیزو سیمو چارې یې محمد یوسف ته وسپارلې چې د سرمنشې په نوم یې شهرت درلود ولې په لږ وخت کې د والې په وړاندې غبرګونونه پیل شول.
۵ـ د قطغن او بدخشان واک یې لومړی میر بابه ته او وروسته صاحب زاده عبدالله د والې په توګه په دنده وګماره. ولې وروستی والی یې خواجه تاج الدین نومېده.
۶ـ د هېواد سهیلی ولایت ته یې صاحب زاده محمد صادق د پوځ د قوماندان په توګه وستاوه او بیا یې د فبر وری په میاشت کې (۱۹۲۹ ز کال) د سردار محمد نادر خان ورور سردار شامحمود خان د تنطیمه ریس په توګه ولېږه چې ګڼې نادرخان به له خپل بریده لاس واخلي.
سره د دې چې دده پلویان هلته په دنده ګمارل شوي ول، لومړی خو دوی بشپړ واک نه درلود.
دویم دوی په دې هيله ځا نونه د هرې سیمې پاچا يان ګاڼل .
چې موږ دهرات او کابل والیان د بېلګې په توګه یادولی شو.
د سیمییزو واکمنو سر بېره د سقاو زوی یو شمېر پرېکړې هم بې له ارزښته وي، دولتي پایښت او ارزښت یې نه درلود. په ټول هېواد کې (ایله) جاري روانه وه.
کله چې دی واک ته ورسېد، هېڅ بهرني هېواد په رسمیت ونه پېژانده دا ځکه چې هغه د لوډویک اډميک خبره دده څرګندونې هر چا ته د تامل وړوې.
دده هغه وینا چې د تېرو کالو مالیه و بښل شوه ،جلبې عسکري له منځه لاړه ،ټول هغه ښونځي چې بخوا پاچا جوړ کړي تړل کېږی.[1]
یا داچې:
اې خلکو تاسې مې له کفره او لاټي ګرۍ نه وژغورلی دا پیسې به ملایا نو ته ورکړم ورزی مړزان جنګوې. له دې پرته دده وژلو داسې اوازې خپرې کړې چې د هر چا لپاره د کرکې وړ وګرځېدې:
۱ـ علي احمدخان او عبدالواسع چې کله د توپ خولې ته وتړل شول ټول خلک ګوته په خوله شول.
۲ـ فیض محمد هزاره یې د یوه پلاوي په مشرۍ هزاره جات ته ولېږه دا ځکه چې هزاره ګان د امان الله خان ملا تړی ول.
هغه پلاوي کوم بری تر لاسه نه کړ او د سقاو زوی حبیب الله هغه دومره وواهه چې له همدې کبله ومړ.
۳ـ کوم کسان چې د حبیب الله په واک سلا ول یو هم سردار محمد عثمان خان وه هغه يې ژوندی په صندوق کې وا چوه او ښخ کړ.
۴ـ د امان الله وروڼه او ترونه یې چې کورنۍ یو شمېر غړي هم ورسره ول زنداني کړل چې موږ حیات الله خان ، کبیرجان، امین الله خان ( موریې هزاره وه) او محمد عمر خان د ساري په ډول یادولی شو.
عبد الحمید خان توخي، قاضي محمد اکبر، قاضي عبدالرحمن او په لسګونو نور یې ډېر په بې رحمۍ ووژل.
د کابل والې په يوازې توګه د ګڼ شمير کسانو سرونه، لاسونه، او د بدن نور غړي پرې کول او بیا به یې په چوک ځړول،
د سقاو زوی حبیب الله دا رنګه کړه وړه نه یوازې د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وه بلکې بهرنیو او په تېره ګاونډیو هېوادونوته هم د اندېښنې وړوه.
انګرېزانوهم اندېښنه درلوده او دا ورته د ځغم وړنه وه ،هغوی ته دی دومر مهم وه ،چې امان الله یې دده په وسیله چپه کړ.
انګرېزان دېته سترګې په لاره ول چې یو وړ کس واک ته ورسېږي چې ددوی ګټو ته زیان ونه رسېږي.
دا چې حبیب الله د شهرارا په جګړه کې ټپي شوي وه او بیا یې د انکرېزانو لخوا په سفارت کې درمل وشو.
مانا یې دا نه وه چې تر پایه به دده تر شا درېږي او په پتو سترګو به پرته له خپلو کټو دده ملاتړ کوي.
شوروی اتحاد هم د مينځنئ اسياپه سرله پاچا امان الله نه سر ټکاوه ولې بیا هم د انګرېزانو په پرتله یې دی خپل دوست ګاڼه .
خو دسقاو د زوی په واک خوشاله نه ول .
د بخارا پاچا سید عالم خان په کابل کې وو او د سقاو زوی سره یې اړیکې لرلې دا هم د تېر په څېر دپام وړ کڼل کېده.
:- ادمیک افغانستان ….۲۸۷ مخ
ایران چې ولیدل د حبیب الله په واک سره افغانستان مخ په ځوړ روان دی نو ويې پتېیله چې دایران په ختیز کې خبل واک او ځواک ته پرا ختیا ور کړي.
د ایران شهنشا رضا شاه د تېمور تاش تر مشرۍ لاندې یوه پلاوی ته دنده وسپارله چې هرات لاندې کړې …
لومړی یې د سقاو زوی د غبرګون اونه غبرکون په اړه په څرګنده توکه وویل چې ایران هرات د خپلې خاورې برخه ګنې
کله چې حبیب لله خبر شو هغه په ځغرده وویل او بیا یې د حبیب الاسلام ورځپاڼه کې په ډاګه کړه :
هرات د افغانستان یو نه بېلېدونکې برخه ده.
دا ډول لسګونو کورنۍ او بهرنۍ ستونزې وې چې د سقاو زوی حبیب الله واک یې وګواښه .
نوموړی پدې بریالي شو چې والې علي احمد خان له منځه یوسي ،
ولې دده په وړاندې سپه سالار نادر خان دومره پياوړی شو چې په پای کې یې دده واک را نسکور کړ او دی یې له منځه یوړ.
لودویک ادمک دده د ماتې یو لامل ته ګوته نیولې ده او کاږي:
د شوربازار حضرت شېر اغا چې د امان الله پر ضد د شورش له اصلی کسانو څخه ګڼل کېده ، د چون په ۱۴ د یوې فتوا په ترځ کې حبیب الله د وینې د تویدو د پیلېدو مسول وباله.
بیا یې د نادر خان په ګټه د غلجیانو ملاتړ را وبا له.،د جولای په اومه د کابل کوهدامن او کوهستان ملکانو او ملا یانو په کا بل کې یوه غونډه جوړه کړه. هغوی حبیب الله ته مشوره ور کړه چې خلک د جګړې او وینې تویې دو څخه ستړي شوي ، نو له نادر خان سره باید خپل مخالفتونه حل کړې. [1]
که ځه ده دې سلا مشورې ته غاړه کېښوده اودی یې ولړزاوه. دا ځکه دی پدې پوهېده چې دده کړه وړه نادرخان ته د بښلو وړندي.
ښه به وي چې د ژوند تر پایه و جنګېږي . نو ځکه یې پرلپسې بریدونه د اګست په لومړۍ لسیزه کې د شا محمود او سردار هاشم خان ځواکونه پرشاکړل.
ان داچې د خپلوا کۍ جشن یې هم و لمانځه خو په کندهار کې د اڅکرو او وزیرستان کې د وزیرو او مسیدو پاځون د سقاو د زوي ملا ماته کړه.