په ډیرې خواشینۍ سره مو څو شیبې وړاندې د خبریال، ممثل او مدني فعال سلطان محمود خیرخواه د شهادت دردونکی خبر ترلاسه کړ.
إنا لله و إنا إلیه راجعون
سلطان محمود خیرخواه نن له غرمې مخکې د خوست ولایت په لویدیځه څنډه کې د نامالومه وسله والو له لوري په ډزو سره زخمي او روغتون ته ولیږدول شو، ډاکټرانو هغه مهال د خیرخواه روغتیایي حالت نازک وباله او له همدې امله کابل ته د هغه د لیږدولو هڅې بې پایلې شوې.
خیرخواه د سختو ټپونو له امله نن ماسختن ساه ورکړه او د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه د هغه کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته ددغه درانه غم له امله تسلیت وایي او له لوی رب نه ده ته مغفرت او کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبرغواړي.
کمیټه له حکومت څخه په کلکه غواړي چې د ښاغلي خیرخواه د قاتلینو په نیونه کې هیڅ راز هڅه ونسپموي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه پر خبریالانو وروستیو بریدونو سخته اندیښمنه کړې او له دې امله له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او پرینږدي چې د اتلسو وروستیو کلونو یوه لویه لاسته راوړنه چې د بیان ازادي ده زیانمنه شي.
د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه