تاند- افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې په هرات ولایت کې د سلما بند د امنیت د ټینګولو لپاره نور ځواکونه ولېږي.
د سلما پر بند، چې اکثره چارې یې د محمد داوود خان په حکومت کې بشپړې شوې وې، له تېرو ۱۲ کلونو راهیسي د هندیانو له لوري کار روان دی خو د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان یې د ایران په لمسه د بشپړېدو مخه نیسي.
پرون د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د سلما بند ته د ورپېښو خطرونو په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د خطر د مخنیوي لپاره دې اضافي ځواکونه ولېږل شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه راپور کې د سلما بند ته نژدې د تروریستي فعالیتونو زیاتېدو ته په اشارې ویلي چې د بند په شاوخوا کې امنیتي وضعیت له خطر سره مخامخ دی.
پر دغه بند، چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې دی، په تېرو کلونو کې په ځلونو وسله والو طالبانو بریدونه کړي او د هرات چارواکو دا بریدونه د ایران په لمسه او ملاتړ بللي دي.
تېر کال د افغانستان د ملي امنیت د ریاست منسوبانو د افغان ملي اردو د ځواکونو په مرسته د سلما بند د ویجاړولو لپاره د دولت د وسله والو مخالفانو یوه لویه حمله ناکامه کړه. دوی په چشت شریف او پښتون زرغون ولسوالیو کې۱۳۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد، چې د سلما بند د الوزولو لپاره راوړل شوي ول، کشف او ویجاړ کړل.
ایران فکر کوي چې که د سلما بند جوړ شي، نو د ایران لور ته به د اوبو په بهیر کې کموالی راشي.
د ملي امنیت شورا افغان امنیتي ځواکونو ته هدایت وکړ چې د سلما د پروژې د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي. د دغه بند کار په وروستیو پړاوونو کې دی او که امنیتي ستونزې ه وي په بنډ وخت کې به پرانستلل شي.
د سلما بند په جوړولو هند ۱۵۰ ملیون ډالره لګولي.
ایران دغه راز د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په وسیله په فراه کې د بخش اباد بند او په نیمروز کې د کمال خان بند د جوړېدو مخه نیولې ده. ویل کېږي چې د کجکي بند د بشپړېدو مخه هم د ایران په لمسه نیول کېږي.
له بلې خوا پاکستان د کونړ پر سین د بندونو د جوړېدو خنډ دی.