خبریال: میرویس جلالزی- کارپوهان او خلک وایي چې امنیتي ستونزي، د بودجې کمښت او د افغان حکومت د پڅې څارنې تر څنګ اوس داسي ښکاري چې د افغانستان په لویدیځ کې د بریښنا د تولید او کرهنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید بند (سلما بند) د یوې لویې سیمیز دسیسې ښکار شوی دی.
د سلما بند، چې د افغانستان له لویو اقتصادي پروژو څخه شمیرل کیږي د پخواني ولسمشر داودخان د واکمنۍ پر مهال یې د جوړیدو چارې پیل شوې او د وخت ناکراریو دغه پروژه پرینښوده چې تر ۲۵ سلنه زیاته پر مخ لاړه شي.
د سلما بند د ودانولو چارې د لومړي ځل لپاره په۱۳۵۷ کال کې په ټپه ودریدې.
دغه بند چې په لوېدیځ هرات کې موقعیت لري او اوس هغه اوبه چې باید په دغه بند کې وساتل شي او یا لږ تر لږه یې لوری را ورګرځول شي ګاونډي ایران ته تویږي.
د ایران دولت اعلان کړی چې دغه هیواد د دیرش کلنې وچکالۍ یوه نوي پړاو ته ننوتی دی.
د افغانانو غوښتنه دا ده چې د سلما بند باید جوړ کړای شي او اوبه يي له ایران څخه را وګرځول شي هغه بند چې د هند دولت يې د جوړیدو ژمنه کړې.
لیکن داسي ښکاري چې اوس د دغه بند د جوړیدو پروژه د لویو دسیسو ښکار شوې او ګومان نه کیږي چې په راتلونکو څو کلونو کې دې هم دغه ناتمامه پروژه، له دې سره سره چې ۹۹ فیصده کار یې بشپړ شوی دی، سر ته ورسیږي.
د مهالویش له مخې ټاکل شوې وه چې دا څو سوه ملیون ډالري پروژه د ۱۳۹۱ کال تر وروستیو پوري بشپړه شوې وای.
د سیاسي او سیمیزو چارو یو شمیر مبصران د دې پروژي پر وړاندي لوی خنډ د ایران حکومت بولي چې پر وینا یې نه غواړي دغه بند فعال شي ځکه ایران ته به د اوسنیو بهیدونکيو اوبو اندازه بې ساري لږه شي.
د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ یو اوسیدونکی میرهزار، چې د همدې بند تر څنګ په یوه کلي کې ژوند کوي وايي چې د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه د دغه بند جوړیدل به خپل زیان بولي او له همدې کبله په سیمه کې امنیتي ستونزې رامنځ ته کوي څو د بند د جوړیدو چارې له ستونزو سره مخامخې کړي.
هغه زیاته کړه:(( دا امکان شته چې زموږ ګاونډیان لکه ایران، پاکستان او داسې نور هیوادونه په دې ځای کې ګواښونه رامنځ ته کړي. دا په دې خاطر چې دا یوه ډیره لویه پروژه ده)).
د اقتصادي چارو کارپوه فاروق بشر وایي چې ایران غواړي د سلما د بند د بیارغونې د چارو پر وړاندې د ستونزو په رامنځ ته کولو سره سیاسي امتیازات ترلاسه کړي.
په تیرو څو کلونو کې د دغه بند په لسګونو ساتونکي په وسله والو بریدونو کې وژل شوي او یا هم ټپیان کړای شوي دي.
بشر زیاتوي: «زه نه وایم چې ایرانیان به سل په سلو کې له دغې پروژې سره مخالف وي، خو له ځنډولو څخه يې ګټه پورته کو ي. هغوی البته ایرانیان پوهیږي چې دا پروژه به هرو مرو پلي کيږي. خو هغوی له هرې ورځې ځنډ څخه خپله ګټه ترلاسه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ځايي حکومتي مقامات، وایي چې د سلما بند پروژه د هيڅ هیواد په زیان نه ده.
ویل کیږي چې یوازې امنیتي ستونزو د سلما بند د جوړیدو د چارو مخه نه ده نیولې. د اقتصادي چارو کارپوهان او د هرات ولایت چارواکي وایي چې د هندي انجینیرانو پڅ فعالیت او تر څنګ يې د دغه بند د بیا جوړولو له پاره د کافي بودیجې نه شتون هغه دوه نور لوی لاملونه دي چې د دغې پروژې مخه یې نیولې ده.
د سلما د بند د جوړولو چارې د ۱۳۸۶ کال د حوت میاشتي په ۲۵مه د هند حکومت په مالي او تخنیکي مرسته پیل شوې.
د سلما بند له جغرافايی پلوه د هرات له ښار څخه ۱۷۰ کیلومتره لري شمال ختیځ لوري ته د چشت شریف ولسوالۍ کې د هریرود د سیند پر سر موقیعت لري.
د هندي انجینیرانو د وینا له مخې چې که دا بند بشپړ ورغول شي هرات اونږدې ولایتونو ته به څه نا څه ۴۲ میګاواټه بریښنا برابره کړي او تر څنګ به یي دوه سوه زره جریبه ځمکه د هرات ولایت څخه د ایران تر څنډې پوري خړوبه کړي.
انجینیران وايي چې د دوي د پلان له مخې تر اوسه د بند د جوړیدو ۴۵ سلنه چاري بشپړي شوي دي.
د ایران سربیره ترکمنستان هم د افغانستان د هریرود د سیند د اوبو لوی مصروفونکی هیواد دی.
هغه بند چې ایران او ترکمنستان په ګډه د افغانستان اوبو ته جوړ کړی دمګړۍ بي له کومي ماليي پرته د هریرود له اوبو استفاده کوي.
که دا بند ورغول شي ویل کیږي د ایران او ترکمنستان د دوستي په نامه د جوړ شوي بند ۷۵ سلنه اوبه به را وګروزل شي.
د ایران د خراسان ولایت په بشپړه توګه له همدې اوبو ګټه پورته کوي او افغان دولت ویلي چې د هرې هغې لانجې پروا نه لري چې بل هیواد ته د هریرود د اوبو د بهیدو د مخ نیوي څخه را پورته کیږي.
اوبه زمونږ دی او زمونږ له خاوری سرچینه اخلی . څومره چی زمونږ پکار دی هغه به د سلما بند له لاری ذخیره او د برښنا د انرژی له تولید نه وروسته خپلو کروندو ته لیږدوو او اضافی اوبه به په خپل اصلی مسیر بهیږی. د افغانستان دولت او ولس ته پکارده چی د دی حیاتی پروژی د تکمیلیدو لپاره کاروکړی. له هیچا نه ډار نه ده پکار. فقط صداقت او وطندوستی کولای شی مونږ د تمدن او رفاه لوړو پوړیو ته ورسوی.
ځوک چې ددغې افغان خاورې بچی او ځان مسلمان اوانسان بولې.او په عین حال کې دګاونډیانو لاس پوڅی اواجیر وې. نودغو لا س پوڅو اوددوی بادارانو به دا سې جعلې فواوې ورکړیوې چې زموږ دګران خاوره ، اوبه ، غرونه ، داوبو بندونه ، حتا ددغې افغان خاورې اوسیدونکې خلګ هم کافران شویدې. با ید جهاد ور سره وشې. او هغه داختر عبدالرحمان خبره چې: زموږ خاوره باید وسوځل شې.اوحدیث کې وایې عن ابو هریره قال قال رسول الله صلی علیه وسلم: من قال لا اله الا الله محمد سول الله فقددخل الجنه
کیدای شې چې دوی به نوی اسلام بل ما ډل پیدا کړیوې. اعوذ بالله من ذالک