اورنګ مختار –

د۱۳۶۷ لمریز لېږديزکال دسلواغې په شپږویشتمه نېټه چې د زيږديز۱۹۸۹کال د فبرورۍ د مياشتې له پنځلسمې نېټې سره سمون خوري د پخواني شوروي اتحاد وحشي پوځ د افغانانو په مقابل کې خپله ماته ومنله او په دې توګه د سلواغې په شپږويشتمه نېټه د هغوى وروستى سرتيرى په آموسیندپورې ووت،روسانو هغه وخت پوره نهه کاله د خپلوناولوفکرونو د پلې کيدا لپاره د کمونستانو په نغوتو په افغانستان کې ډېر ظلمونه وکړل، خپلې هر ډول وسلې يې دلته و ازمويلې او زموږ د ګران هېواد ټول مادي او معنوي تاسيسات يې له منځه يوړل، پر دې سربېره يې زموږ د يومليون څخه زيات افغانان شهيدان کړل،يو مليون يې معلول کړل اود اوو مليونو په شاوخوا هېوادوال مو له هېواد څخه وتلو ته اړ شول، په دې حساب د افغانستان د هغه وخت د ١٨ مليوني نفوس له نيمايي څخه زيات يې په سخته توګه اغېزمن شول، پاتې نور شاوخوا ٩ مليونه نورهم د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، په هېواد کې گڼ شمېرعلمي اواسلامي مرکزونه وتړل شول، پلونه اوسړکونه ونړول شول، او د هر ډول وحشتونو څپو زور واخېست، د روسي لښکرو بې رحمه پوځيانو په ټول هېواد کې نه بښوونکي ظلمونه وکړل او ګڼ شمېر بې ګناه وګړي يې شهيدان کړل، خو د د وى د راز راز ظلمونو او وحشتونو سره سره زموږ ولس هيڅکله هم د دوى پر وړاندې په کرار پاتې نشو اوزموږ زړورو مجاهدينو د دې ولايت په بېلابېلو جبهو کې پر روسانو مرګوني ګوزارونه وکړل، ګڼ روسي وحشيان او د هغوى کمونست ملګري يې د دوزخ کندې ته وغورځول او روسي پوځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ وو، دهغوى ١٤٠٠٠ څخه زيات سرتېري په افغانستان کې ووژل شول او بالاخره د روسانو د يوې سترې ډلې قوماندان بوریس ګروموف چې په افغانستان کې په پښه ټپي شوی هم و٢٦ کاله دمخه د سلواغې په شپږویشتمه د سهارپه لس نیموبجود حیرتان په پله د شرمیدلې ماتې له امله ځوړندسرتېرشو او په وارخطا غږ يې په افغانستان کې خپله بايللې جګړه د روسي سياستوالو ستره تېروتنه وبلله، له افغانستان څخه د روسي لښکرو په وتلو سره افغان وولس د نړۍ د تاريخ په پاڼو کې ترټولو ښکلې طلايي پاڼه جوړه کړه او نړۍ د افغانانو شهامت او مېړانې ته ګوته په غاښ شوه، مجاهدين يې د نړۍ اتلان وبلل شول او په دې توګه پخوانى شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو،خوبدبختانه چې د روسانو له وتلو وروسته په ځانګړې توګه د ډاکټر نجيب الله د کمونست پلوه حکومت له ماتې وروسته ځينو مجاهدينود واک او څوکۍ سره د مينې له امله د افغانانو دغه افتخارات سخت زيانمن کړل او د خپل منځي جګړو له امله يې زموږ د شهيدانو دوينو او د هغوى د يتيمو اولادونو د اوښکو هيڅ پروا ونکړه چې اغيزې يې تر اوسه هم پاتې دي او په دې توګه يې ځينو بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان ته د مداخلې زمينه برابره کړه په ټول هېواد کې د ګوندي جګړو اور بل شو او پلازمېنه کابل په کنډوالو بدل شو، خو د وروستي بدلون په راتګ سره د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ په اوږدو کې تر ډېره بريده دغه اختلافونه له منځه ولاړل، ولې بدبختانه اغيزې يې اوس هم پاتې دي چې له امله يې زموږ وياړلى ولس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، له افغانستان څخه د روسي پوځ د ماتې د ورځې په پلمه پر ټولو افغانانو غږ کوو، چې له يوبل سره متحد شي لکه څنګه چې د وخت مجاهدينو افغانستان د روسي لښکرو څخه وساته، تاسو يې د پرديو د مداخلو څخه وساتئ ، څو زموږ درديدلى ملت د نړۍ د هوسا هېوادونو په څېر دارام ساه واخلي له دې پرته به مو د روسانو د تيري په څېر د هر ډول احتمالي تيريو لپاره زمينه برابره کړې وي.

One thought on “د سلواغې شپږويشتمه د سرۀ پوځ دماتې ورځ”
  1. اورنګ مختار صاحب په ډير بخشنه تاسو دومره له حقيت څخه لری خبری ليکلی چی حد نه لری،تاسو په دی فکر نشی چی زه روسان نه غندم،ما اوزما ملګرو دشوروی نظامی عمل په افغنستان بی له کوم ډار څخه ددوی پروړاندی غندلی ، اما تاسو هغه ستر مجاهد مرحوم ربانی صاحب مو ندی ياد کړی چي په کرملين کی يي دروسانو سره يي قراردادونه وکړه،دامريکا دجمهورريس کلنتن سره دمجاهيدونو يادګاری انځورونه له ياده وتلی،دپنجابی راوستل اوپه ارګ کی يي ورته دقدرت سپارل مو هم هير کړل، دجهاديانو ترمنځ جګړه مو هم هيره کړه چي په افشاروکی دښځو پر عزت لوبی وشوی ان دهغوی سينی ورڅخه غوڅی شوی،دمړورقصونه مو هم هيرشول په زرهاوو بيګناه انسانان يواځی په کابل کی تورلحدته وسپارل شول هغه به څوک ياد کړی،دمکرورايانونو دبلاکونو څخه نجونو خپل ځانونه واچول چی خپل عزت وساتی ،مختار صاحب دسروبی ددبريښنا بند ته يوټن انفجاری مواد چای ايښی وه دپنجابيانو پر قومانده دوطن ټولی هستی ان داوبو تر ځمکی لاندی نلونه راويستل اوهمدامجاهيدونوپاکستان ته يوړل ،تاسو دکابل په هوايي ډګرکی دهغو ويجاړوطيارو المونيم څه شول؟ وروره دمجاهيدينو راتګ افغانستان ته ديوی خونړی کودتا په نتيجه کی چی دکارمل دډلی خلکو دشهيد ډاکتر نجيبالله په وړاندی سرته ورسيده چي زه يي عينی شاهيد يم ،دروسانو نظامی تيری مو غندلی اما تاريخ بايد په درستو اوکره الفاظو وليکل شی اوحقيقی جنبه ولری.نه دعقدو پر اساس،ورونو أصلا جنګ دروسانو او امريکا يانووه اوس هم دالړی روانه ده ښه بيلګی داوکراين جګړه ده،نو مجاهيدين دنړی دغلاو اتلان. داصلی مجاهيدينومړی پر دشتو اوصحرا پراته پاتی سوی يتمان اوکونډ ی یيي دغربت شپی او ورځی تيروی .الله دی ټول زموږ شهيدان وبخشی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *