یوسف انتظار-
د سلواغې ٢٦ تمه پداسې حال کې لمانځي، چې په هېواد کې راتلونکو ټاکنو ته په ملي کچه پراخ تيارى نيول شوى او د نوماندانو ترمنځ د ټاکنيز کمپاين په اړه سيالي ښه په درز کې روانه ده، د هېواد فضا ته يې ځانګړى رونق وربښلى او د ټولنې پراخې پرګنې يې په حرکت راوستې دي .
١٣٦٧ لمريز کال د سلواغې ٢٦ تمه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي د پوځي ماتې سره برابره ده ، دا ورځ زموږ د هېواد په تاريخ کې له وياړونو او عبرتونو ډکه ورځ او د جدي د شپږمې نيټې د شوروي د پراخ پوځي يرغل او اشغال منطقي او پرځاى ځواب دى.
پر افغانستان باندې د پخواني شوروي پوځي بريد په داسې شرايطو او حالاتو کې رامنځته شو،چې د ځمکې د کرې د ويش پر سر د زبرځواکونو ترمنځ سخته سيالي روانه وه، د پخواني شوروي دپوځي يرغل په ترسره کېدو سره افغانستان د لويديځ او ختيځ ترمنځ د وزلوبې په ډګر واوښت، متحده ايالتونه اود هغې لويديځ انډيوالان د افغانستان په مسئله کې د شوروي سره ښکر په ښکر شول او نړيواله بڼه يې غوره کړه، د جګړې له پيله تر پايه په مېليونونو افغانان د پولې ها خوا په ګاونډيو هېوادونو کې ميشت شول، په هېواد کې د جګړې د پېليدو او سختيدو په موخه د پيسو ، وسلو او روزنې تدارکاتي لارې چارې پيل شوې، ختيځ او لويديځ يو او بل ته د افغان جګړې په ډگر کې د ماتې ورکولو په موخه د خپلو پوځي سلاکارانو او ماهرينو فعاليتونه په چټکۍ سره پيل او د جنګ جګړو د پرمخ بيونې لپاره تعليمي او روزنيز مرکزونه پرانېستل شول په هېواد کې د جګړې اور بل شو او خپل پراخ سيوری يې پر هېواد وغواړوه. په مېليونونو افغانان د دواړو لوريو څخه د جګړې په ډګر کې ووژل شول، زيات شمېر معيوب او معلول شول د هېواد په کچه ټول بنسټيز جوړښتونه په چورلټه توگه له منځه ولاړل، هېڅ لوري په جګړې کې پريکنده برى تر لاسه نه کړ، د جګړې د پاى ته رسېدو څرک نه تر سترګو کېده ، يو لورى هم په جګړه کې ماتې منلو ته حاضر نه وه ، د وخت په تيرېدو سره کله، چې د شوروي زاړه او محافظه کاره مشران يو پربل پسې له نړۍ سترګې پټې کړې او ميخائيل ګرباچوف د نوي تفکر د ځلانده څېرې په توګه واک په لاس کې واخېست ، د نړۍ او سيمې حالاتو ته په پام سره يې په نړيوالو او سيمه ييزو مناسباتو کې د پام وړ سياسي بدلون رامنځته کړ او د افغانستان جګړه يې وينې بهېدونکى ټپ وباله او په شوروي کې يې د علنيت ، اصلاحاتو او بيارغونې سياست ته لاره پرانېسته .
دا ټول د دې سبب شول، چې د افغانستان خلک ديموکراتيک ګوند مشران هم پر خپلو سياستونو او دريځونو له سره نوې کتنه وکړي ځکه ، چې د ګوند په مشرتابه کې يو شمېر کسانو د ګوند د مرامي اصولو او سياستونو څخه په سرغړونې ، د ديموکراتيکو ځواکونو سره د وچو کلکو دريځونو په لاره اچولو ، پرټولنه د واکمنو دودونو او رواجونو په پام کې نه نيولو، د خلکو سره د ناوړه چال چلند پالنه، د قدرت انحصار، پرافغانستان باندې د شوروي د پوځي يرغل په ترسره کېدو سره جوخت پر خلکو د ببرک کارمل ورتپل او يو شمېر نورو تيروتنو، د ګوند او دولت باور ته ستر زيان ور اړولى و، چې خلکو د نظام څخه ملاتړ ته زړه نه ښه کاوه او ورځ تربلې د خلکو او دولت ترمنځ د بې باورۍ واټن مخ پر زياتيدو وو ، جګړې ټول هېواد پرسره اخېستى و، د قدرت پرګدۍ ناست مشر او يو شمېر نورو مشرانو د دې وړتيا نه درلودله ، چې په جګړه کې ښکېل هېواد د جګړييز ډګر څخه رابهر او د افغان کشالې حل ته يوه معقوله او د منلو وړ لاره ومومي. ګوندي غړو ته نور دا حالات نه دا ،چې د منلو وړ نه و بلکې د ګوند په مشرتابه کې يې د بدلون رامنځته کول د هېواد د مثبت برخليک ټاکلو لپاره دمهمې اړتيا په توګه مطرح کاوه او ګوند دې ته اړ شو ترڅو داسې مشر ومومي ، چې له يوې خوا يو متوازن او معقول سياست رامنځته کړي ،چې د افغانستان په کشاله کې ټولو ښکېلو غاړو ته د منلو وړ وي او بل دا ،چې دا درايت او وړتيا ورسره وي ،چې د دې سياست په شتون کې ، هېواد داوسني بحران او کړکچ څخه راوباسي ، د دې هدف د ترسره کېدو لپاره ګوند د هېواد پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله غوره او هغه يې دګوند دمشر په توګه ونوماوه، خو نجيب الله پداسې حالاتو کې واک په لاس کې واخېست ،چې هېواد په بشپړه توګه په ملي ناورين کې ډوب وه ،چې نجيب الله يې د يوه ستر تاريخي ازمايښت سره مخامخ کړى وه، ډاکټر نجيب الله چې د ښې سياسي پوهې ، ځيرکتيا ، کاري وړتيا او نوښت څخه برخمن و، د يوه دراک او پوه سياستوال په توګه يې د دې غميزې څخه د افغان ولس د ژغورنې ،ولسواکۍ ، ټولنيز عدالت ، ملي وفاق، پرمختګ ، بيارغونې او مدني ټولنې ته د رسېدو په موخه يې د ملي روغې جوړې اوپخلاينې سياست ، چې په بشپړه توګه يې د افغانانو د هېلو، ارمانونو او غوښتنو څخه سرچينه اخېستله او د افغاني ټولنې په واقعيتونو ولاړه وه نه يوازې د خپل ګوند او دولت د اوږدمهاله سياست په توګه ، بلکې د هېواد د بيا رغونې په اوږده پړاو کې د ټولو افغاني ځواکونو د ګډ ملي او افغاني سياست په توګه مطرح کړاو دايې څرګنده کړه، چې د هېواد اوسنۍ ستونزې دمګړۍ هومره پيچلې شوې، چې يوازې يو څوک په يوازې توګه نه شي کولاى هغه حل کاندي او د افغان کشالې حل په اوس کې په يو اړخيز ډول واقعيت نه لري او ديوه ځانګړي ګوندد انحصار پر حاکميت يې د بطلان کرښه راوکښله، د يو ګوندي دولت پرځاى د ټولو افغانانو د ملي وفاق د حاکميت رامنځته کېدل يې هدف وګرځاوه، ده خبردارى ورکړ ترهغې به په هېواد کې سوله ، امنيت، او ثبات رامنځته نه شي ترڅو ټولې افغاني ښکيلې خواوې په صادقانه او ريښتيني توګه ديوه ميز ترشا د پرديو د لاس وهنې پرته راغونډې نه شي او هېوادنۍ ګټې ، ترګوندي ، تنظيمي او شخصي ګټو لوړې ونه بولي، چې بيا وروسته د ده وړانديز په مکه مکرمه کې دروغې جوړې په اړه دښکېلو خواوو د راټولېدو لپاره خورا مشهور شوو.
ډاکټر نجيب الله د خپل واک په ټوله موده کې يوه لحظه هم د روغې جوړې د سياست څخه پرشا نه شو ، ده په هر اړخيزه توګه هڅه او هاند وکړ، چې دملي روغې جوړې د پلي کولو لپاره د ښکېلو افغاني ځواکونو، ځانګړو افغاني شخصيتونو او همدرانګه دښکېلو نړيوالو هېوادونو د مثبتو او جوړونکو هلو ځلو لاره هواره کړي، چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د سولې پنځه فقرئيز پلان ته، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي بينين سيوان له خوا پرمخ وړل کېده اشاره وکړو.
دوکتور نجيب الله په هېواد کې د سولې ، امن او ثبات راوستو، د هېواد دملي حاکميت ، د خاورې د بشپړتيا د تامين ، د ملي وفاق د رامنځته کېدو، د افغان مهاجرينو د بېرته راستنېدو او ځاى پرځاى کېدو لپاره د خپل دولتي واک څخه لاس په سر شو او په زړورتيا سره يې په مسؤلانه ډول دا ستر تاريخي رسالت تر سره کړ. ډاکټر نجيب الله دژينيو د لوزنامې او افغان ولس د مجاهدت او سرښېندنې په پايله کې د پخواني شوروي يرغلګر ځواکونه له هېواد څخه وتلو ته اړکړل په ١٣٦٧ لمريز کال د سلواغې په ٢٦ مه نېټه د پخواني شوروي د څلوېښتمې تيري کوونکي پلې فرقې قوماندان تورن جنرال ګروموف د شوروي وروستى پوځي د حيراتانو له پله څخه د تېريدو وروسته، چې د څلوېښتم تيري کوونکي پوځ بيرغ يې په ټيټ سر له ځان سره ليږداوه د يوه ځانګړي فرمان په توشيح او له انفاذ وروسته دا ورځ د ملي نجات (ملي ژغورنې ) دورځې په نوم ونوموله، چې د هېواد په تاريخ کې د نجيب الله له نامه سره نه شلېدونکى پيوند لري او افغانان هر کال دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځي او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
پر افغانستان باندې د پخواني شوروي د پوځي يرغل پايلې نه تنها د افغانانو لپاره بلکې د تيري کوونکي لپاره هم خورا درنې او ورته په لوړه بيه تمامې شوې، په نړۍ کې سړه جګړه، چې افغانستان يې وروستى ډګر وه د تيري کوونکي هېواد په ابدي ماتې پاى ته ورسيده ، نړيوال سوسيالستي سېستم او د ورسا (ورشو) پوځي تړون ،چې د ناټو د پوځي تړون پرخلاف رامنځته شوى وه له منځه لاړل د ختيزې اروپا هېوادونه ، چې د نړيوالې د وهمې جګړې وروسته د پخواني شوروي په ولکه کې ورغلي وو يو پر بل پسې ازاد شول ، د برلين ديوال ونړيده، ويشل شوى المان بيرته د واحد المان په توګه د نړۍ په سياسي جغرافيه کې پر خپلو پښو ودريده ، دپخواني شوروي تر واکمنۍ لاندې پنځلس جمهوريتونو خپله خپلواکي تر لاسه کړه .
د هغو شمېرو له مخې، چې اوس په ډاګه شوې دي د افغان جګړې پرمهال د لسو زرو په شاوخواکې شوروي پوځيان وژل شوې د شپږو زرو په شاواخواکې معيوب او معلول شوې دي، دسلګونو کسانو په شمېر شوروي پوځيان تر اوسه تري تم دي.
د شوروي دجاسوسي ادارې (کي جي بي ) او امنيتي چارو په لسگونو سلاکارانو په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د افغانستان جګړه په نړۍ کې د شوروي وروستۍ جګړه ده دا له هغو وروستيو ځان وژونکو ماينونو څخه يوه راوختله، چې يو لوى هېواد پرې والوت او دړې وړې شو. د شوروي ړنګېدل د شلمې پيړۍ ترټولو ستر جيوسياسي ناورين وه، د روسيې د خلکو لپاره دا يوه واقعي ډرامه شوه . نيکمرغه دې وي د ملي نجات ورځ.
Pa waqiyat walarah likana dah … hola dah afghan likwalan day asal ta pamlanara wakri
یوسف انتظا ر صا حب السلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته ! ښاغلی انتظا ر صاحب ! ښه لیکنه مو کړیده خدای مو دهیواد کټه نور هم قلم تیز او چا بک ولره.
ګرانه وروره ! زما په اند څو ځا یه مو په لیکنه کې نیمګړ تیا وې شته هغه دالومړی : ډاکټر نجیب الله دا سې یوشخصیت ووچې څو کلونه دخونخوار (خا د) رییس وو او دډیرو هیواد والو څخه یې نوکا ن ، سترګې وکښلې، اورنګا رنګ شکنجې اووژنې یې وکړې. او دجنا یت کا ره کمونیست ګوند سا بقه دا ره غړی وو.که څه هم زما په اند نیسبت وتره کې ، کا رمل او امین ته ښه وو خو دصفت شخصیت نه وو.
دویم : که چیرې تا سې مهر بانې وکړی دژوندیو خا طرو کتا ب چې دډاکټرعلې ارغندا بې په زیا ر چمتو سویدی مطالعه او ولولې چې دکمونیست ګوند دلویو غړو په قول یې لیکلې دې چې : خپله میخا یل ګور با چوف افغا ن کمونیست ګوند مشران وه مسکو ته ور وغوښتل چې دغه بیا .
ن څه اوږ ددی زه دټوله بیا ن د لیکلو حوصله نلرم. په لنډو به ووا یم چې ګور با چوف ببرک کا رمل ایسته او ډاکټر نجیب الله یې دواک پر ګدی کښینا وه.. ستا سو څخه په ډیره بخښنه چې خپه سوې نه یا ست ورور جا نه !!! په وروستیو خبرو کې دا دوعا وه الله ته کوم چې یا الله ټوله دبیګا نه وو ګوډا ګیان نیست ا ونا بود کړې او سوچه پر هیوا د مین افغا نا ن لکه (داودخان اوغا زې اما ن الله خان) پر سر دواک او قدرت را ولې. امین امین امین
دتا ند ودرنې او دقدر وړ ادارې سلامونه او درنا وې وړاندې کوم.
تیره ورځ غرمه مې پر همدغه لیکنه تبصره ولیکل چې په دغه تبصره کښې هیڅ داسې جمله نه وه لیکل سوې چې هغه دې دخپریدو وړ نه وې. خو تر او سه تا سو هغه تبصره نه ده خپره کړې نه پوهیږم چې ستا سې په خپرولو کښې کله کله ولې دونده ځنډ راځې؟؟؟؟؟؟
کله چې تا سې په ځنډ هغه خپره هم کړۍ هغه موضوع دتا ند دصفحې څخه وتلې وې. مثال یې داسې دی لکه نوکرځې چې تر اختر تیرې شوې وې.په درنا وې