له نن څخه ۲۸ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په شپږ ويشتمه د پخواني شوروي يرغلګر ځواک له افغانستان څخه په بې شرمانه ډول پېښې سپکې کړې او د نړۍ تر ټولو ستره ماته یې له افغانانو وخوړله. د اوو ویشتو کلونو له تيريدو سره سره افغانان دغه ورځ نمانځي او هغې ته د خپلو کارنامو له تر ټولو د غوره ورځې په سترگه گوري. د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومې په شپږمه نيټه، د پخواني شوروي سرو لښکرو، د خپلو ګوډاګيانو په ملتيا د افغانستان پر ملي خپلواکۍ تيرى وکړ، او د دې خاورې پر پاک حريم يې، د زغروالو شوبلو او ناترسه هوايي ځواک غوبل جوړ او د مظلومو او بې گناه افغانانو پر وژنو، ربړونو او زورونو يې لاس پورې کړ.
د مرغومې د شپږمې په تور ماښام، د افغان ولس د ملي خپلواکۍ او معتقداتو په مرى چاړه راښکل شوه، او عاملينو يې د خپلې پوځي تکنالوجى په کارولو او د خروارونو بمونو په ورولو سره يو ستره تراژيدي او بشري ناورين رامنځته کړ. د روسانو پر ټانکونو راسپرو کمونيستانو هغه پاکزړي افغان مسلمانان د ښامار په خوله کې ورکړل، چې د (هورا) پر ځاى يې تکبيرونه او د (لينن) او (مارکس) د ناولو فلسفو پر ځاى يې اسلام د ټول بشريت د خلاصون او ژغورن لاره بلله. خو افغان ميړني او مسلمان ولس، چې تل يې په رگونو کې د خپلواکۍ او هيوادپالنې مينه له وينې سره يوځاى وي، نه يواځې دا چې د وخت د زبرځواک د بې شميره ټانکونو، الوتکو او لښکرو تر اغيز لاندې رانه غلل، بلکې په تشو لاسونو يې د جهاد سپيڅلي امر او د هيواد ساتنې ته يې غاړه کيښوده او شاوخوا (١٠) کاله يې د سرو لښکرو مقابله وکړه. د افغان ميړني ولس همدا د همدغې مېړانې او جهاد پايله وه، چې نه افغانستان بلکې پېنځلس نور جمهوريتونه يې د شوروي اتحاد له ښکيلاکه خلاص کړل او ې په پايله کې يې هم ځان اوهيواد ددغه استعمارله ګيډې خلاص کړ، او د کمونيزم نوم يې د تاريخ له قاموس څخه د تل لپاره وويست.

خو په خواشينۍ سره ، چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو وتل، په هيواد کې د جگړى پاى نه وو. که څه هم ژنيو تړون، چې له مخې يې روسي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، په افغانستان کې د جگړې پر اودريدو ټينگار کاوه، خو دغه تړون په بشپړ ډول پلى نه شو. له بلې خوا د افغانستان د وخت حکومت له خپلو مخالفينو سره سولې او اوربند ته د رسيدو لپاره د ملي پخلاينې طرحه رامخ ته کړه. په هره توگه د سولې دغه هڅې کې بې پاېلې پاى ته ورسيدې. په همدې حال کې يو شمير شنونکي په افغانستان کې د سور يرغلګر لښکر د ماتې او له افغانستان څخه د هغوي د وتلو اصلي لامل د پرديو په وړاندې د افغانانو ملي پاڅون او مخالفت په ګوته کوي.
هغوي وايي، د روسانو له راتلو څخه چې لږ موده تيره وه د کب د درېمې پاڅون او له هغه وروسته په ټول هيواد کې بېلابېلې ډلې جوړې او وسله وال مخالفتونه هم رامنځته شول. دغه شنونکي وايې د سرو لښکرو د ماتې لاملونه په دوه برخو ويشي په افغانستان کې داخلې لامل او بل يې له افغانستان څخه بهرنى لامل بولي . دغه شنونکي وايې نړۍ ته جوته شوې ده چې افغانان دپرديو غلامي او د پرديو د حاکميت او سلطې لاندې ژوند نه خوښوي نو له دې امله کله چې ښکيلاک ګر ځواک افغانستان ته راغى په هيواد کې مخالفتونه پيدا شول او دغو مخالفتونو ورور ورو شکل ونيو چې په ترڅ کې يې د افغانانو سپيڅلى جهاد پيل او په ډله ايزه توګه افغانانو هم له دوى سره مخالفت اعلان کړ .چې دغې مخالفتونو ورځ تربلې زور واخيست او بلاخره ددې لامل شول چې د پخواني شوروي اتحاد وسله وال ځواک له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړي . خو شونکي بيا وايې : په افغانستان کې د سور يرغلګر لښکر د ماتې لامل بيا د روسيې په دننه کې دروسيې امپراتورۍ اقتصادي ماته بولي . دغه شنونکي وايې کله چې روسيې ځواک په خپل هيواد کې له اقتصادي ماتې سره مخامخ شو او اقتصادي ستونزې پيدا کړې نو په خپله روس هم اړ شو چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي . دغه شنونکي زياتوي چې په افغانستان کې روسيې جګړه ددې لامل هم شوه چې په خپله اتحاد جماهير شوروي ترغې په ترغې کړي او ډيرۍ هيوادونه چې دمګړۍ خپله ازادي لري د روسيې له اتحاد څخه جلا او خپله ازادي يې ترلا سه کړه چې روسيه يې له بيلابېلو ستونزو سره هم مخ کړه . پوښتنه دلته ده چې د روسي ځواکونو وتل افغانستان ته څومره خوشحالي او بدبختي رامنځته کړه په دې اړه ځيني شنونکي داسي وايې . هغه مهال د روسي ځواکونو وتل اړين ول ددې لپاره چې افغانان نشي کولاى دپرديو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي .ځيني شنونکي وايې له افغانستان څخه د روسانو وتل يوه تاريخي شاته تګ وو چې په نړۍ کې د افغانانو د سرلوړۍ لامل شو او يوځل يې بيا څرګنده کړه چې افغانسان هيڅ وخت د پرديو تر سلطې لاندې ژوند نه خوښوي .هغوى زياتوي وروسته له لسو کلونو ربړونو او ظلمونو يوځل بيا افغانانو په ازاده ساه واخيسته او دهغوى وتل د افغانانو په ګټه تمام شول يوڅه بل شى دا وو چې د هغوى له وتلو وروسته افغانستان يو اردو درلوده چې لږ ترلږه کولاى شول دسيمې د جاسوسانو او د دښمنانو په منځ کې له ځان څخه دفاع وکړي خو وروسته بيا هغه هم د کورنيو جګړو له امله له منځه ولاړه .ځيني نور بيا په هر ډول د روسانو وتل له افغانستان څخه د وخت اړتيا او د افغانانو افتخار بولي .
کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل دپخواني کمونيستي رژيم مشر ډاکټرنجيب الله دملي مصالحې وړانديز وکړ او له په جګړه کې له ښکيلو لورو وغوښتل چې خبرې وکړي او اشتي وکړي . هغه وويل چې هغه کسان چې غواړې جنګ وکړي په راتلونکې کې به د داسې يوه دولت حاکميت په لاس کې ولري چې په زرګونو يتيمان او ګونډې رنډې ولري . خو مجاهدينو له خوا دغه غوښتنې ته مثبټ ځوان ونه ويل شو او هغوى کمونيستي رژيم د پرديو ګوډاګيان بلل.
د روسانو له وتلو درې کاله وروسته کمونيستي رژيم ړنګ او مجاهدينو واګې په لاس کې واخيستې . له هغه وروسته چې مجاهدينو واګې په لاس کې واخيستې کورنۍ جګړې پيل شوې چې يوازې په کابل کې نږدې درې شپيته زره کسان د مرګ ګندې ته وغورځول . ځيني شنونکي وايې کله چې مجاهدين بريالي شول له يوې خوا نړيوالې ټولنې او امريکا دهغوى مالي ملاتړ بند کړ او له بل پلوه مجاهدين په دې سوچ کې شول چې نوره برياليتوب په برخه شو او په خپل منځ کې مخالفتونه پيدا شول .ځيني ددې مخالفتونو لاملونه بيا بهرنۍ په ځانګړۍ توګه دسيمې د هيوادونو لاس وهنه بولي او وايې چې مجاهدين يې پرې نښودل چې يو سياسي جوړ جاړي پربنسټ يو نظام رامنځته کړي چې واګې په لاس کې واخلي خو ځيني نور بيا اشاره کوي چې افغانان په جګړه کې ښۀ نوم نشان لري خو کله چې د سياسي خبره شي بيا لږ ستونزو سره مخ وي هغوى وايې د واک د ترلاسه کولو په موخه د مجاهدينو د رهبرانو ترمنځ خپل منځي مخالفتونه د دې لامل شول چې يوځل بيا افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړۍ پيل او دا جګړې داسې څه وکړل چې افغانانو يې په تيرو ظلمونو او نادودو خوښ کړل . که څه هم افغانان دهيڅ هيواد او بهرنۍ وګړي تر ولکې لاندې ژوند نه خوښوي خو روسان چې راغلي ول يو يرغلګر ځواک وو او دافغانانو دملي ارمان د ځپنې په موخه چې هغه استقلال ازادي او خپلواکي وه خو دغه بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو د منشور پراساس دافغانانو د ملاتړ په موخه راغلي دي .هغوى زياتوي دغه بهرني ځواکونه د ترهگرۍ په وړاندې پيل شوې مبارزه په موخه راغلي دي . دغه شنونکي وايې افغانان اوس نه غواړي چې نړيواله ټولنه خپلو موخوو ته له رسيدو وړاندې دغه هيواد خوشي کړي .
هغوى وايې دغه ځواکونه چې په افغانستان کې د امنيت شورا د پرېکړې پر اساس حضور لري بايد خپله دنده تر سره کړي او تر هغه وروسته د امنيت د شوراد پرېکړې پر بنسټ له افغانستانه بهر شي . دغه شنونکي همداراز وايې په هرځاى کې د بهرنيو سر تيرو دوامداره شتون يو ه غيرې عادي مسله ده . د همدې لپاره د نړيوالې ټولنې له حضوره ملاتړ کوو چې هغوى خپلې موخې تر سره کړي .خو په راتلونکي کې به په افغانستان کې د بهرنيو اډې او حضور نه وي، بلکي ازاد او خپلواک وي . ډيرۍ افغانان په دې اند دي چې شوروي اتحاد د افغان دولس د مېړانې او مقاومت له امله له ماتې سره مخامخ او له هيواد څخه تېښتې ته اړ شول. دغه کسان وايې د سرو لښکرو له وتلو وروسته هيله من وه، چې په هيواد کې به امنيت ټينگ او د جگړه ځپلو خلکو ژوند ښه شي، خو په خواشېنې سره چې له هغې څخه د اوو ويشت کالو له تيريدو وروسته نن هم په افغانستان کې تاوتريخوالى دوام لري. او دغه وګړي د تيرو دوه لسيزو کورنۍ جگړې د جنگي جنايتکارانو او د بشري جنايتونو د ترسره کوونکو د محاکمه کيدو غوښتنه کوي. په همدې حال کې ډيرى کارپوهان د پخواني شوروي اتحاد د يرغلگرو ځواکونو د ماتيدو اصلي لامل د افغان ولس ترمنځ ملي يووالى او ديني اعتقادات بولي. دوى همدا راز د کورنۍ جگړې لامل بهرنۍ لاس وهنې بولي. سرو لښکرو له وتلو وروسته په هيواد کې د کورنۍ جگړې پر مهال د لسگونو زره کسانو له وژل کيدو سره سره ډيرى افغانانو ته د پخواني شوروي اتحاد ماتې له اهميت ډکه پېښه ده، او هر کال د هغوي د وتلو ورځ نمانځي.