تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی دوبۍ ته تللی چې د طالبانو له اوسنیو او پخوانیو مشرانو سره په دې هیله وویني چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د رسمي خبرو لپاره لاره اواره کړي.
خبرو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر کرزي ته د نژدې سلاکار محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ پلاوی د یکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته لاړ.
رویټرز وايي چې د دغه پلاوي سفر حکومتي چارواکو او د سولې د عالي شورا غړیو تایید کړی دی.
یوه چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل، دا پلاوی په پام کې لري چې د مولوي اغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو له یوې ډلې مشرانو سره وویني.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی وروسته له دې متحده عربي اماراتو ته ځي چې د طالبانو یو شمېر مخکښو غړیو په وروستیو ورځو کې په متحده عربي اماراتو کې یوه غونډه جوړه کړه او په هغې کې یې د جګړې د پای ته رسولو پر ضرورت تاکید وکاوه.
د راپورونو له مخې د اماراتو په غونډه کې د ملا اغا جان معتصم ترڅنګ د طالبانو د تحریک ۱۶ مهم غړي شامل ول چې د هغو په منځ کې شپږ تنه یې د طالبانو د واکمنۍ په مهال وزیران ول.
ویل کېږي، وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو انکار وکړ، د طالبانو په منځ کې د کرزي له حکومت سره د سولې خبرو ته لېوالتیا زیاته شوې ده او ځیني طالبان په ښکاره وايي چې نور د جګړې د دوام لپاره توجیه نشته.
!داټوله کوسمادري د سي ای اې ، تاندوالو او پسرليانو ده
!له مذدور او اجنټ سره طالبان خبرې نکوي
!لانت په بې ناموسانو افغان نالتيانو او خلقيانو
ښه خبره ده الله تعالی دی د دواړو ډلوته ترمینځ دټولو افغانانودخوشحالی اوڅوکالی سلحه چی ټول افغان مسلمان وړونه په یوه ټغر سره راټول شی یوبل ته په ښه صداقت سره دوری لاس ورکړی
ښه خبره ده الله تعالی دی د دواړو ډلوته ترمینځ دټولو افغانانودخوشحالی اوڅوکالی سلحه راولی چی ټول افغان مسلمان وړونه په یوه ټغر سره راټول شی یوبل ته په ښه صداقت سره دوری لاس ورکړی
افغانستان دغه پیچلی بحران یا په دغو حالاتو کی چه یوه خوا څخه د یوه ښه حکومت داری او ښه مکانیزم او ورسره اهل کار اشخاصو د نیستی کی او افغانستان د تجزیه د نوی نوی فارمولونه راوړاندی کیدل او په عین حال کی د همسایګانو د دوامداره مداخلو او د افغانستان مظلوم ملت د جنګ په اور کی د هره ورځی په تیریدلو سره ملت پدغه اور کی سوځی او هم ټول ملت ددغه استراتژیک تړون د لاسیلک کیدلو کی حق پک او حیران دی چه ایا دغه کوم عذاب او یا رحمت ده؟ حیران دی او د افغانستان اسلامی جمهوریت نوی نوی طرحه وړاندی کوی چه د سهار او بیګه خبری سره متضاد وی ملت په یو ه دوه راهی کی پریږی ده
آیا افغانستان پداسی حالت کی د وحید مژده صاحب د داسی تبصرو او ورسره د مایکل سیمپل حواله ورکول او هغه هم د اسنادو په بنیاد باندی نه وی دداسی تبصرو چه یوه شفافیت رامنځ ته شی نور یو لوی درځ را مینتځ کیږی او بحران د حل لار د ورکیدلو ګراف ته پورته کیږی
په داسی حالاتو کی مثبت او د حالاتو د کنترول په اړخونه باندی ښه اغیزه کوی که د امارت اسلامی پداسی حالاتو د یو مثبت فکر وکړی بایدچه د سیاسیو ن او ورسره مدنی ټولنه او د بشری حقونو اداری او خصوصاً هغه د دولت مهمی کړی ټول هغه مثبت نقطی ته له یوه داسی زاویه څخه ګوری چه ټول ملت ته د منلو وړ او قناعت ورباندی وشی
په اوسنی حالاتو کی د امارت اسلامی پخوانی د سیاسی چارو د کمیسون مشر او په د اسنی حالت کی د اسلامی امارت د مشر تابه رهبری کی د معتصم آغاجان دغه اعلامیه او ورسره د افغانستان ته یوه ښه شګون وړاندینه دا یو مثبت عکس العمل ده او په ډیر ژور او دقیق نظر ورته کتنه او دا وویل شی چه بد بد دی او ښه ښه دی
زه د یو افغان په صفت باندی په ټولو خواو باندی غږ کوم او خصوصاً په مدنی ټولونو باندی چه د داسی طرحو ته د حق بینی په سترګه وکتل شی بلا امتیاز هغه که هر څوک وی مونږ ته د قدر ا حترام وړ دی
په درناوی
جواد احمد
ایا مولوی صاحب د عبدالرقیب شهادت به نور ملگری ددی مؤقف څخه په شاه شی هیڅ کله به هم دا ونشی ددغه وینو به حتماً رنګ راړی د یو اسلامی مبارزی د کامیابی راز داده چه یو مؤمن مسلمان د قربانی کیدلو په صورت کی هغه اسلامی او ملی یوالی یو ه تل پاتی ازادی او یو اسلامی حکومت منځ ته راځی ایا د افغانانو وینی دومره ارزانه او بی اهمیته شوی چه هر څوک به دغه په دومره اسانی سره اخلی نه نه نه زه دا په یقین سره درته وایم چه انګریزانو او روسته روسانو او اوس یهودانو داسی کڼلی وی خو الله تعالی زمونږ پدی لنډ عمر کی دا امپراطوران مونږ ته رسواه کړلو همدارنګه به دغه اوسنی فرعونیان هم رسواه شی
یوه مهم خبره ده د تاریخ په اوږدو کی چا چه هم د انبیاؤ او د هغوی د وارثانو په قتل باندی لاس پوری کړی ده هغه رسواه شوی دی انشاءالله چه دابه هم رسواه شی
په درناوی
والله داخوډیر دخیر کارشروع دی الله دی دواړو ډلوته دخپل مینځی جګړو پرځای دوروی توفیق ورکړی چی یرغلګروته په دواړوسخت جواب ورکړی چی نورنوموږاوخپل ګران هیوادوال په خپل دودښه پوهیږو