سليمان غر کلنۍ دوديزه مېله او مشاعره هر کال د پکتيکا ولايت د ا طلاعاتوو فرهنګ رياست او پکتيکا مېشتو فرهنګيانو له لوري لمانځل کېږي.
که څه هم د پکتيکا ليکوالان، شاعران او فرهنګيانو خپل رسالت په سمه توګه سرته رسولی دی، خو دوی پر همدې فعاليتونو بسنه کړې نه ده، دوشنبې په مازيګر پکتيکا ولايت اطلاعاتو فرهنګ رياست کې د ياران ادبي دېرې د پرانیستې مراسم و، موږ ته بلنه راکړل شوې وه، چې په یادو مراسمو کې
ګډون وکړو.
د کليوال ملګري ټولنې غړو هم د یاران ادبي دېرې د پرانیستې په مراسمو ګډون درلود، د پرانیستې غونډه د قاري صاحب له لوري د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره پيل شوه، د پيل ويناوال يې د اطلاعاتو فرهنګ ځوان ریس بشير محمدي و، چې د فرهنګي ټولنو په اړتيا او ارزښت وګړيد، دادمحمد ناوک هم د یاران ادبي ديرې موخې په ډاګه کړې، چې په کتاب لوستنې سربېره به علمي سمينارونه جوړوي او له دې لارې به دټولنې ناوړو دودونو په وړاندې مبارزه کوي.
انعام الله ګوهر بیا د دوه ټوکه کتابونو د چاپ خبره وکړه، چې د خالد ريحان د څلوريزو ټولګه چې غړوندی نومېږي، یاران ادبې دېره يې چاپوي او همدارنګه د عبدالرحمن غضري د لنډو کيسو ټولګه به له ايډيت څخه وروسته هم د يادې دېرې په هڅو چاپيږي.
ګوهر د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه لنډې خو ګنډلې خبرې وکړې، نوموړي د نورو ټولنو د پرمختګ يواځينی لامل د کتابونو مطالعه وبلله.
د کليوال ملګري ټولنې ریس مجيد ژړاند هم د ياران ادبي دېرې پرانیست غونډه کې وويل، چې همدغه ټولنې به د خلکو او و لسونو شعور لو ړوي، د خلکو او دولت تر منځ به د اړيکو په تامين کې اغېزمنې واقع کېږي او همدارنګه يې د نورو ولايتونو سره فرهنګي راشه درشه د فرهنګيانو ترمنځ د تجاربو شريکولو لپاره ښه لاره وبلله.
د پکتيکا والي دپرانیستې په مراسمو کې وويل چې د هرهغه کار تر شا ولاړ يم، چې د ځوانانو د پرمختګ او هيواد د ابادۍ لپاره موثر واقع کېږي، نوموړي د ياران ادبي دېرې له موسسینو څخه مننه وکړه، چې د خپلو حقونو د لاسته راوړنې او د ناوړه دودونو د منځه وړو لپاره د پکتيکا ځوانان په يوه خوله دي او همدا موږ ته د نويو پرمختګونو لار پرانيزي.
وحدت په ولسواليو کې د کتابتونونو د جوړولو ژمنه هم وکړه، چې په ډېرو نژدې ورځو کې به د سروبي ولسوالي، چې له مرکز ښرنې څخه په لرې واټن پرته ولسوالي ده، هلته کتابتون جوړوي او د مطالعې لپاره ځوانانو ته اسانتياوې رامنځ ته کوي.
غونډه مازيګر ناوخته پای ته ورسېده.
که د ياران ادبي دېرې د پرانيستې مراسم پای ته ورسېدل، خو د سلېمان غر کلنۍ دوديزې مېلې او مشاعرې غزليز ماښام پيل شو، په سلګونه پکتيکا مېشتو فرهنګيانو پکې شتون درلود، غزليز ماښام مراسم چې د ولايت مقام په انګړ کې نيول شوي و، د پتيکا فرهنګپال والي الياس وحدت له خپلو خلکو سره تر نيمې شپې پورې ناست و، غزليز ماښام کې ډېرو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل، خو د ګلزار تنها او ښاغلي رحمت مبين د ترنم ازانګو د غزليز ماښام رنګونو ته نوره هم ښکلا وروبښله او غزليز رنګين ماښام يې لا پسې رنګين کړ.
د غزليز ماښام دوه يمه نيمايي ټنګ ټکور ته ځانګړې شوې وه، سندرغاړې عبید الله له خپلو ملګرو سره په خپل ښايسته اواز کې د رباب په سر او تال کې ولسمشر ته ښکلې سندره وويله، د ځوانانو اتڼونواو ومينې داسې ښودله، چې نور به انشاالله له هيواد څخه د جنګ جګړې بلاوې کډې باروي.
د سه شنبې سهار په لس نيمو بجو د سلېمان غر دوديزه مشاعره پيل شوه، په پيل کې د سپڅلي کلام ښکلي ايتونه تلاوت شول، د افغانستان ملي سرود په وياړ په تالار کې ناست په سلګونو کسان په خپلو ځایونو کې ودرېدل، ځينې کسان چې د ملي سرود په وياړ په خپلو ځايونو کې ونه درېدل، نو هغوی د والي په امر له تالار څخه و ايستل شول.
د پرانيستې وينا د پکتيکا والي ښاغلي الیاس وحدت وکړه، ټولو فرهنګ پالو ته يې ښه راغلاست ووايه او خوښي وښوده، چې د سليمان غر کلنۍ دويزې مشاعرې ته په سلګونو کسان راغلي دي، هغوی يې مينې ا ويووالي ته راووبلل او ژمنه يې وکړه، چې د پکتيکا په ولايت کې به د پکتيکا ولايت د ليکوالو او شاعرانو کتابونه چاپوي، د مطالعې د دودولو لپاره به کتابتونونه جوړوي.
د اطلاعاتو فرهنګ ريس د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني پيغام د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې پکتيکا مېشتې ولسونه يې د خپلو تاريخي ابداتو ساتنې ته رابللي و، د فرهنګي غونډو او مشاعرو جوړول يې د کرکې په وړاندې د مينې بريا وبلله.
د مېلمنو په استازيتوب د کليوال ملګري ټولنې مشر مجيد ژړاند لنډې خبرې وکړې، نوموړي د پکتيکا له ولايتي ادارې، اطلاعاتو او فرهنګ ريس او فرهنګيانو نه مننه وکړه، چې د سليمان غر دوديزې مشاعرې کې يې د ګډون بلنه راکړې ده، همدغه فرهنګي غونډې او مشاعرې دي، چې شاعران پکې خپل افکار منعکسوي، نوموړي له شاعرانو وغوښتل، چې تر ډېره دې هغه شعرونه په مشاعره کې ووايي، چې د وطن او خلکو د ټپونو درمل وګرځي.
د پکتيکا د مدني ټولنوپه استازیتوب خورشيد کټوازی دريځ ته ووبلل شو، نوموړي هم مشاعرې د ولسونو او خلکو تر منځ د يووالي سمبول وبللې او له ګډونوالو يې مننه وکړه، چې مشاعره کې يې ګډون کړی دی.
د سليمان غر په مشاعره کې د ويل شويو شعرونو د چاپ ژمنې ته یعقوب منظور راوړاندې شو، چې د سلېمان غر په مشاعره کې د چاپ لګښت يې په غاړه واخيست.
وروسته مشاعره پيل شوه، چې د ماسپښين تر دوو بجو پورې يې دوام درلود، د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د پکتيکا والي مېلمنو ته معنوي ډالۍ کتابونه د تحفې په ډول و رکړل، مشاعره په هيواد کې د سرتاسري سولې او قانون حاکميت په دعا پای ته ورسېدله.
د پکتيکا له فرهنګپال والي الياس وحدت، د اطلاعاتو فرهنګ ریس بشير محمدي، د سرحدونو او قبايلو ريس، د ولايت وياند نبي الله پیرخېل او د پکتيکا له ټولو درنو فرهنګپالو او مېلمه پالو نه يوه نړۍ مننه کوم، چې زموږ مېلمه پالنه يې وکړه.