تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: د ایراني استخباراتي جنرال او د سپاه قدس قومندان قاسم سلیماني لور زینب سلیماني وايي، د پلار د وژنې غچ به یې د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله واخلي.

حزب الله په منځني ختیځ کې توندلاری شیعه وسله وال تنظیم دی چې د ایران لخوا پيسې او تجهیزات ورکول کېږي.

د قاسم سلیماني لور زینب سلیماني په دې اړه د لبنان له المنار تلویزون سره په مرکه کې ویلي، د پلار وینه به یې خوشې لاړه نه شي، بلکې دا هیله لري چې حزب الله ډله به یې د پلار غچ ژر تر ژره واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله هم د سلیماني تر وژل کېدو سمدستي وروسته ویلي وو چې د هغه سخت غچ به واخلي، مګر د امریکا ولسمشر بیا په بغداد کې د قاسم سلیماني پر موټر له برید او د هغه تر وژنې وروسته د ایران او پلویانود ګواښونو په اړه ویلي، که دغه هیواد د امریکا پر ګټو او وګړو یو کوچنی برید هم وکړ، د ایران په داخل کې به د دغه هېواد ۵۲ ارزښتمند اهداف په نښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *