«آغاز بدون انجام یا له پایه پرته پیل» په طرابلس کی د ډاکټر نجیب الله ترمشری لاندې د افغانستان جمهوری دولت او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامی ترمنځ د خبرو د جریان او د ښاغلی سلیمان لایق د لوټ شویو قلمی یادښتونو په هکله».
زلمی نصرت دنمارک ۱۱/۰۸/۲۰۱۳
زلمی نصرت-
د ۱۹۹۳ میلادی کال په نیمایی کې مې د ښاغلی مزدک (د وطن ګوند مرستیال) نه واوریدل چی د سلیمان لایق د هماغه لوټ شویو یادښتونو یوه کتابچه د عبدالرشید دوستم لاس ته رسیدلی ده». د څه مودې را په دې خوا په انترینی او فیس بوکی پاڼو کی د لیبیا په هیواد کی د ډاکټرنجیب اله د استازو (د وطن ګوند د هغه وخت مرستیالان سلیمان لایق او نجم الدین اخګر کاویانی) او د ګلبدین حکمتیار د اسلامی ګوند استازو (قدیر کریاب د حکمتیار معاون ،غیرت بهیر د حکمتیار زوم او خاص سکرتر) او د لیبیا د هیواد د ملی دفتر د بهرنیو چارو د مسؤل عیاد مصباح الطباري په منځګړیتوب د خبرو له بهیر څخه، د ښاغلی سلیمان لایق د ګزارش په هکله بحثونه تاوده دي. او په دې اړوند په ۱۳۷۵ هجری لمریز کال د «آغاز بدون انجام» تر عنوان لاندی یوه رساله هم چاپ شوې او ښودل شوي چې ګواکې ښاغلی سلیمان لایق د لیبیا د خبرو د بهیر اسناد د «آغاز بدون انجام» خپروونکي ته د خپریدو لپاره ورکړي دي. د همدې بحث تر عنوان لاندې تبصرو او خبرو اترو د پروني ویجاړ شوي وطن ګوند بیلابیلو پاتې شویو ډلو، د رهبرانو د عاشقانو، او حواریونو او نورو سیاسی کړیو په منځ کی یو ډول انګیرنو او کږو بحثونو ته لاره سیخه کړې او ورنه ناسم او د سنجشونو نه ليرې پایله اخیستل کیږي او د سنجشونو د تصدیق او منلو او یا ردولو په ډیرو مواردو کی زړونو او افکارو ته شک او تردید لاره مومي. د همدی بحث په دوام، په کابل کی زما د مسافرت په موده کې د ښاغلي سلیمان لایق د اشعارو نوې چاپ شوې ټولګه د « سندری په سویو واټونو کی»
تر عنوان لاندی زما لاس ته راغله، د شاعر د تازه او نابو اشعارو په ترڅ کی زما سترګې د شاعر په هغې تبصرې ولګیدې چی د« آغاز بدون انجام » له رسالې سره تړاو لري. د شاعر همدا څو کرښې تبصره د یو پلان شوي تاریخي ، سیاسي او فرهنګي غلا او سرقت نه پرده پورته کوي. مخکی له دې چې خپله تبصره پراخه کړم، د ښاغلي سلیمان لایق د تبصرې مکمل متن له ګرانو لوستونکو سره شریکوم: د چونغر د ترانو په باره کې یو وضاحت د « سندرې په سویو واټونو کی د کتاب ۱۶۲ ، ۱۶۳او۱۶۴ پاڼی» «د چونغر د ترانو په باب له ما څخه تکراري او یوډول پوښتنې کیږي. د دغو ترانو بشپړ شمیر څودی؟ ولی ګردې یو ځای او په یوه دفتر کې نه دي چاپ شوي؟ ایا سبک ستا خپل دی که له بل څخه تقلید شوی دی؟ ولی دې دغه عادی غر دومره ستایلی دی؟ د دې ترانو اصلی باعث څه و؟ او نور…. غواړم دلته دغو پوښتنو ته یو ځل او د تل لپاره ځواب ورکړم. د چونغر په نامه زما د ټولو ترانو شمیر دوه دیرشو ته رسیږی. ما دا ترانې په بیلو بیلو وختونو کی لیکلی دی، د چونغرلومړی ترانی چی د نورو ترانو لپاره د پیل مبنا شوه د ۱۳۳۸ لمریز کال په پسرلی کی وزیږیده. د نورو له منځه اته ترانې یعنی له لومړۍ څخه تر اتمې پوری زما په لومړني منظوم دفتر کی چې د همدې ترانو له کبله«چونغر» نومول شوی دی، د نیټی له یادونې پرته د شمیرو په قید چاپ شوی دی. اته نورې ترانې ۱۲، ۱۳، ۱۸ ،۱۹ ،۲۱ ،۲۲ ، ۲۶ ، او ۲۷ زما د پښتو شعرونو په دوهم دفتر «کیږدۍ» کی چاپ شوی کوم چی د افغانی زلمیانو په همت په ۱۳۵۴ هجری لمریز کال په ډیلی کی خپور شو، په دې دفتر کې د ترانو د نیټی ذکر هم شوی دی. د ترانو وزن زما خپل دی. دا وزن په تیره د طبیعت په ترسیم کی د خیال د مرکبو تصویرونو په هستونه کی مرسته کوي، ځکه ما هغه اختراع کړ تر څو د سیاست او وطنپالنی لپاره یوه رومانتیکه شاعرانه ژبه پیدا کړم، داسی چی سیاسی مضامینو ته تغزلی او عاشقانه سا ورکوی. کله چی «کیږدۍ» چاپ ته تلله د چونغر د لړۍ شپارس نورې ترانې چې په ټاکلو شمیرو او نیټو ځانګړی شوې وې، دهمغه وخت د سیاسی ملاحظاتو له مخی له چاپ څخه پاتی شوی او له خپلو شمیرو او نیټو سره، زما د شعرونو په یوه قلمی ټولګه «سپیدو» کی د مناسب وخت د رارسیدو په هیله خوندی شوی. د ۱۹۹۲ م، کال په اپریل کی کله چی زموږ د رژیم پرضد په ګوند او دولت کی د ننه توطیی پیل شوی، ما د سپيدو ټولګه له خپلو نورو ناخپرو شویو آثارو، سیاسی یاداشتونو او افغانی لیکوالو له ځینی منظمواو منثورو آثارو سره چی ما ته د کتو لپاره سپارل شوی وو، د خوندی کولو او ساتلی ځای ته د لیږدولو په مقصد، موقتآ د وطن ګوند په مرکزی کمیټه کی خپل دفتر ته راوړل. خو پيښی خونړی او ګړندی شوی، نظم او امنیت له منځه لاړ، د مرکزی کمیټی او وسله والو محافظانو واګی له پلان شویو تو طیو سره سمی د محمود بریالی لاس ته ورغلی. په دی کی د «سپیدو» په ګډون هغه ټول آثار چی ما مرکزی کمیټی ته لیږدولی وو، زما د کار له دفتر سره یو ځای لوټ او ضایع شول او په دی توګه د چونغر ناخپری شوی ترانی یعنی ۹ ، ۱۰ ، ۱۱ ، ۱۵ ، ۱۴ ، ۱۶ ، ۱۷ ، ۲۰ ،۲۳ ، ۲۴ ، ۲۵ ، ۲۸ ، ۳۰ ، ۲۹ ، ۳۱ ، او ۳۲ د همیش لپاره زما او لوستونکو له لاسه ووتی. له پورتنی پیښی څخه څه د پاسه ۱۴ کالو وروسته د ۱۳۸۴ لمریز کال په بهیر کی، یو شمیر افغانی لیکوالو د دوکتور وارث محمد وزیر په مشرتابه په لندن کی زما د ۷۵ یمی کلیزې د هرکلی د لمانځلو ملا وتړله.
په دی منځ کی د مسکو استوګن افغان ادبیات پیژندونکی ډاکتر لطیف بهاند له ما څخه هیله وکړه چی د چونغر د شپاړسو تالا شویو ترانو څخه تشه یوه یا دوه ترانی له سره ولیکم او په دی ډول د کلیزی د لمانځونکو مینی ته هرکلی ووایم. ما دا غوښتنه ومنله خو کله می چی غوښتل دورکی شوی نهمی ترانی پرځای یوه نوې ترانه ولیکمه ، دی پریکړی ته ورسیدم چی د ورکو ترانو پرځای یوه نوی ترانه ولیکم او په دی ډول د چونغر د ترانو د خوښونکو د مینی او هنری لیوالتیا حق ادا کړم. ما د خیال لمنه ونیوله او هغه الهامونو ته لار خلاصه شوه چی زما پر قلم یی ورکی شوی ترانی بهولی وی. هماغسی چی رستم د سهراب په مقابله کی د ځوانی قوت بیا احساس کړ ماته هم کټ مټ هماغسی د دې ترانو د لیکلو پر مهال د زلمیتوب د وخت الهامونه را وګرځیدل. نویو ترانو له پخوانیو څخه تش د هغوی شمیری عاریت کړل او له هغوی څخه یی بل هیڅ څیز لاس ته ورنغی ځکه خو حقیقت دا دی چی دا د هغوی ادامه ده او د هغوی تکراری نسخی نه دی.
زما زړه وایی چی لوټ شوی ترانی به یوه ورځ د کوم لوټمار په مال متروکه کی را پیدا شی، دهغوی د پیدایښت په صورت کی به د چونغر د تران و شمیر اته څلویښتو ترانو ته ورسیږی، دا نوی ۱۶ ترانی چی په دی ټولګه کی چاپ شوی دی د ورکو ترانو په څیر د چونغر د لمانځنی له محراب څڅه خپله رڼا اخلی» ښاغلی صدیق رهپو طرزی د ښاغلی فواد پامیری د هنداری (ایینه) په نوم فیسبوکی پاڼه کی هغه بحث چی د «آغاز بدون انجام » رسالی په باره کی پیل شوی وو، دا ډول پوښتنه کړې: د دغه اثر د سموالی او ناسموالي په باب باید له سلیمان لایق نه پوښتنه وشي اوکه هغه میسر نه وی، د ده زوی غرزی لایق دلته حضور لری. ښاغلی غرزی لایق په دې اړوند داسې لیکي: ګران رهپو په ما دَین کیښود چی د پلار په ځای ددی سند د اصلتوب او نا اصلتوب په باب، چی په دی ورځو کی ګرم بازار ورته جوړ شوی دی، خبری وکړم. ومی نه غوښتل چی د فرزانه رهپو دغږ په وړاندې چوپتیا غوره کړم. هغه څه چی د یادولو وړ بولم دا دی:
1- دا راته جوته ده چی دغه یاددښت د نورو ثبت شویو پیښو په منځ کی د ښاغلی سلیمان لایق په لیکنو کې شتون درلود.
2- په دې هم پوهیږم چی د حاکمیت د نړیدو په هماغه ورځ د نوموړي ځینی اسناد او قلمی یاددښتونه، د وطن د ګوند د مرکزی شورا له انګړه څخه چی ښاغلي لایق، په ده پورې مربوط موټر کې ایښی وو، د هغو ایله جاریانو له خوا چی د مرکزی شورا او د هغه شاوخوا ودانی یی ولجه کړې وې، غلا شوي دی. وروسته بیا ما د ۱۹۹۳ میلادی کال په نیمایی کې په مسکو کی د خپلې استوګنې په وخت کې د ښاغلی مزدک (د وطن د ګوند مرستیال) نه واوریدل چی د لایق د هماغه لوټ شویو یاددښتونو یوه کتابچه د عبدالرشید دوستم لاس ته رسیدلی ده.
3- یو وار هم ما د خپل پلار نه په جرمنی کی د هغه د استوګنې په وخت اوریدلی وو چی، دهغه په لاس لیکل شویو ورک شویو یاددښتو کی د حاکمیت د نړیدو د ورستیو میاشتیو ټول یادښتونه شامل وو چی یوه برخه یی په ډیرو ستونزو بیا لیکل شوې ده.
4- ګومان کولای شم چی نشر شوی رساله به د اسلامی حزب له خوا د هماغه لوټ شویو یادداشتو څخه اخیستل شوی وی. دا چی دا اسناد څه ډول د اسلامی حزب لاس ته ورغلی، له ځواب نه یی عاجز یم.
5- د متن د صحت او یا دا چی د حوادثو په ثبت او نشر کی به لاس وهنه شوی وی او که نه، بیا هم دا حقیر عاجز دی. عادت لرم چی په خپل پلار پورې په اړوند مواردو تماس و نه نیسم، خو ومی نشوکړای چی د ګران رهپو پوښتنه بی ځوابه پاتی شی. سر فرازه اووسی. د وطن د ګوند د هغه وخت ځوان مرستیال فرید احمد مزدک په دی هکله داسی لیکي: په دی مورد که به دوستان په یاد ولری چی تیرکال(۲۰۱۲م) ما د «دیدګاه» په پاڼه کی هغه څه چی زما په یاد وو، ولیکل. له اسلامی ګوند سره خبرې، په بغداد کی پیل شوې او لیبیا د هغو بی پایله پای وه. ددغو خبرو اصلی محرک مسکو وو. مسکو د صدام، عرفات او قذافی نه غوښتی وو چی د دوی د امکاناتو نه د کابل او مجاهدینو د نژدی کیدو لپاره ګټه واخلی. عرفات پر مجاهدینو بیا په ځانګړي ډول د حکمتیار په اسلامی حزب ترټولو زیات اغیز درلود. فیصله وشوه تر څو زمونږ استازي بغداد ته د کتنې لپاره د اسلامی ګوند هیأت ته ورشی. روسانو یوه الوتکه د کابل د استازو په اختیار کی ورکړه تر څو ددوی تګ او راتګ عراق ته عملی کړی.
د کابل استازیتوب د سلیمان لایق، نجم الدین کاویانی، فاروق یعقوبی او اسلم وطنجار (چی نوې یې د کورنیو چارو د وزارت دنده اخستې وه) په غاړه وو. په دې کتنه کې چی د یاسر عرفات په خبرو پرانستل شوه، دواړه خواوې یو د بل د لید لوری سره اشنا شوې. د څو میاشتو نه وروسته بله لیدنه په تونس کی بیا هم د یاسر عرفات له خوا پلان شوه. د تونس خبرې له کومی پایلې پرته پای ته ورسیدې. خو دواړو خواوو موافقه وکړه، چی که په راتلونکی کی هر لوری کوم نوی فکر ولری، کولای شی چی د بیا لیدنې وړاندیز وکړي. څه موده وروسته بیا قذافی په خپل ابتکار دواړو خواوو ته یو پیغام ولیږه چی مقابل لوری د لیدو هیله لری. په داسی حال کی چی دې خبرې واقعیت نه درلود. دواړه هیأتونه په لیبیا کی متوجه شول چی قذافی هغوی ته درواغ ویلی او یوازی یې غوښتی وو، مسکو ته وښایی چی هغه هم یوکار کړی دی. ښاغلی صدیق رهپو طرزی، د ښاغلی سلیمان لایق د لوټ شویو یا ددښتونو په هکله داسی لیکي: ښاغلی غرزی لایق، ستاسو ددی ټولو مهربانیو منندوی یم .
ستاسو بیان ډیرو پوښتونو ته چی زما ذهن یی چاپیر کړی وو، ځواب وایی. زه خپله په هماغه ورځو کی د وطن ګوند د مرکزی شورا د ودانۍ د نیولو شاهد وم چی ښاغلی سلیمان لایق په خورا بیړه، چی ساه یی هم سوې وه، د ښاغلي علومی (دوطن د ګوند د مرکزی شورا د عدل او ددفاع د چارو مسول) کوټې ته چی هلته، تر هغه ځایه چی زما په یاد دی محمود بریالی، انجنیر نظر محمد، فراهی، سرباز، توده ای…..- سره یو ځای شوی وه ، ننوت.
هغه وویل چی زما موټر دوستمیانو و لجه کړی دی. ده له یوازیني شي نه چی شکایت وکړ دا وو چی د هغه په موټر کی دهغه داروګان وو چی هغه هم د هغوی لاس ته ورغلی دی. په هماغه ځای کی زه شاهد وم چی رفیع، علومی (د ډاکټر نجیب مرستیال او پخوا له هغه ددفاعی چارو وزیر) ته د تیلفون له لاری وویل، که د ګلبدین لښکری د سهیلی دروازو له لارې ودانی ته ننوزی نو ممانعت ونکړئ، ځکه چی موږ او تاسی د ایتلاف په غونډه کی دې پریکړې ته سره رسیدلی وو. اما مخکی له دی چی ګلبدینیان هغه ځای ونیسی، دوستمیان د شمالی دروازی له لاری هغه ځای ته ورداخل شول. څو شیبی وروسته هماغې رهبرۍ، غونډه وکړه او موږ ته یې ابلاغ کړل چی دا ځای عاجل بیله موټره ( پیاده) خوشی کړو. زه او یوه ډله نور د مکرویانو خواته ولاړو. د لاری په اوږدو کی دوستمیانو هر یو دراوه او که لاسی ساعت یی لاس وو هغه به یی لوټاوه.
د ژوند د تصادف له مخی ما کوم شی لاس کی نه درلود. فکر کوم چی د غرمې یوه بجه به وه. کله چی زه کور ته ورسیدم، د مازدیګر پنځه بجی وې چې دوستمیانو ، ګلبدینیانو او زمونږ د ایتلافچیانو د فیرونو آواز آن تر دریم مکرویانه پوری لاره خلاصه کړه. په همدی ترتیب د خپروونکي له یاددښت څخه هم یوه مسأله روښانه کیږی او هغه دا چې د دې اثر خپریدل او خپروونکي ته د سلیمان لایق د یاددښتونو په اختیار کې ایښودل، په یوه پټه جوړ ه او د سلیمان لایق په غیاب او د ده له موافقې پرته شوی دی. د رسالې د خپروونکي د یاددښت په یوه برخه کې لولو: «….. یوه دوست ( یاد یی په خیر) د هغو خبرو د دوهم بهیر مسوده چی په لیبیا کی تر سره شوې وې او د ډاکټر نجیب الله د رژیم د هیأت د رییس، سلیمان لایق له خوا لیکل شوې، مونږ ته راکړه. د شهادت په ورځپاڼه کې د دې مطلب تر خپریدو وروسته داسی ښکاري چی نور د مذاکراتو موضوع پت راز ( اسرار) نه شمیرل کیږی.
نو له همدی امله مو موضوع د شهادت د ورځپاڼی له سر دبیر بشارت ورور سره شریکه کړه او لیوال وو چی د لیبیا په خبرو کی د اسلامی ګوند د هیأت رییس ښاغلی عبدالقدیر کریاب به ه م په دی باب څه ولیکي. خو ښاغلي کریاب په دی اړه مینه ونه ښوده او مونږ مجبور شو چی یوازی د سلیمان لایق لیکنه په خپل لاس کی ولرو…..»
د ۲۰۱۳ م کال د جولای په پنځمه نیټه د ښاغلی سلیمان لایق سره زما د لیدنې په ترڅ کی د نورو مسایلو تر څنګ د لیبیا د مذاکرو او د نوموړي د قلمی لیکنو په هکله هم خبری اتری وشوی. ښاغلي سلیمان لایق په دی باب وویل: «د خپل طبیعی او معمول عادت له مخی د هر راز لیدنو کتنو او مذاکرو جریان لیکم. خو د ۱۹۹۲ م میلادی کال په اپریل کی کله چی زمونږ د رژیم پر ضد په ګوند او دولت کی د ننه توطیی پیل شوی، نو زما ځینې فرهنګی نا خپاره آثار، سیاسی یاددښتونه او د ځینو افغانی لیکوالو ځینی آثار چی ما ته یی د کتلو لپاره سپارلی وو، زما له موټره د وطن ګوند د مرکزی شورا له انګړه د یو منظم پل ان د توطیو سره سم لوټ شول . ما دغه خبره محمود بریالی ته هم وویله او هغه را ته اطمینان راکړ چی لوټ شوي اسناد به راته بیرته وسپاري. خو په خواشینۍ سره چی لوټ شوی اسناد بیرته لاسته رانغلل. د لوټ شویو اسنادو په منځ کی د لیبیا د خبرو یاددښتونه هم وو».
ده دا فرضیه چی ښایی دا اسناد د سیاسی لوبو او ایتلافونو د جوړیدو په بهیر کې په ۱۳۷۲ هجری لمریز کال د هماهنګۍ د شورا د جوړیدو نه وروسته چی د عبدالرشید دوستم ملی اسلامی جنبیش او د محمود بریالی سیاسی تشکیلات یې یوه برخه وه، د دوی له خوا اسلامی حزب ته د اعتماد د تر لاسه کولو په خاطر ورکړ شوی وی، هم رد نکړه. د پای ټکی: په دی هکله چی ګواکې د یاددښتونو دغه پاڼې د تاریخ د یوه فصل لویه ماجرا جوړوی او د پردی تر شا پټ رازونه یې له ځانه تاو کړی دی چی زړه بوګنوونکی پراختیاوې د لوستونکو په وړاندې ږدی، غواړم ووایم چی: د لیبیا خبرې بیله شکه د تاریخ په یوه حساسه مرحله کی تر سره شوې خو په هیڅ صورت د لیبیا د خبرو د بهیر په هکله د ښاغلی سلیمان لایق رپوټ هومره له ماجرا وو ډک ، د پردی تر شا راز، مهم اسرار او د خبرو هڅوونکی نه دی، څومره چی نن په انترنیتی او فیسبوکی پاڼو کی ورته ښاخونه ورکول کیږی او نه هم کوم نوی کشف دی. په دی دلیل چی، لومړی دغه مذاکرې د ډاکټر نجیب ا لله د وخت دولت ته د پردی تر شا د راز یو جز نه وو.
په هماغه وخت کی ټول افغان دولتی چارواکي ددغو مذاکرو له بهیر څخه خبر وو خو د مقابل لوری په غوښتنه ددوی د څیرو د محرم ساتلو په خاطر د لیدنې د جزیاتو د خپرولو نه ډډه کیده. باور لرم چی د څو وروستیو لسیزو په اوږدو کې ډیرې پیښې لا مرموزې او نا معلومې پاتی دی. دادی د بیلګې په توګه پر یوه له هغو مواردو د ښاغلی سلیمان لایق له خولې، چی خپله د هماغو کلونو د سیاسی پروسو ګډون کونکی وه، رڼا اچول کیږی. زمونږ نسل د همدی وروستیو لسیزو د نورو څیرو او شخصیتونو له خوا د ګڼ شمیر مُهر شویو رازونو پرانیستو ته سترګی په لاره دی.
د همدی داستان پر بنسټ قیاس کولای شو چی: څنګه د وطن ګوند د مرکزی شورا، دولتی ارګانونو او په تیره بیا د دولتی امنیت د وزارت پاڼې او اسناد غلا، لوټ او ضایع شوي او د هیواد د قسم خوړلو دښمنانو لاس ته رسول شوي دي. پای
یاددښتونه: 1- سلیمان لایق: سندری په سویو واټونو کی
2- آغاز بدون انجام یا له پایه پرته پیل: د لیبیا د خبرو جریان