د سینې سرطان

تاند- څېړونکي وايي چې په نژدې راتلونکې کې به د سینې سرطان وحشتناکه ناروغي نه وي ځکه چې د سیلیکان تار او ستنې په وسیله به د درملو انتقال اسانه شي.

سیلیکان په الیکترونیکي وسایلو کې زیات کارول کېږي خو نن سبا په طبابت کې په یوې ارزښتناکې مادې هم بدل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د پروسټېټ او سږو په شمول د راز راز سرطانونو د درملنې لپاره د اغېزمنو درملو د تولید په ټکنالوژۍ او ناروغې برخې ته د دغو درملو د رسولو په کار کې اسانتیا حیرانوونکی پرمختګ کړی دی.

دا سلیکانونه، چې طبي څېړونکو ورڅخه کار اخیستی دی، ګڼ شمېر کوچني سوري لري او درمل پکې د ډېر وخت لپاره په داسي حال کې پاتې کېږي چې کیفیت یې خراب نه شي.

One thought on “د سلیکان په وسیله د سینې د سرطان درملنه”
  1. جهان وګوری چی ډاکتران یی څومره خدمت کوی او زمونژ ډاکتران وګوری څه کوی د بیلګی په توګه راشی د وردګو ولایت د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی کلنیک وګوری چی ډاکتر صاحب د هفتی څلور ورځی کور کی تیروی او دری نیمه ورځی کلنیک کی په دنده کی حاضر وی دی ته وایی خدمت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *