بصیر عاصم
په طبعي توګه انسانان د هغو حوادثو له امله د تجربې په شکل پند اخلي او د بیا تکرار د مخنیوی هڅه یې کوي یا په بل عبارت د اصلاح په هڅه کې یې وي چې د دوی د غلطۍ او سهوي له امله ورته پېښ شوی وي. اویا کاله ورسته تر دویمي نړیوالي جګړې لا هم د امریکایي نظامي شنونکو ترمنځ پر دې بحث کیږي چې د متحدینو له خوا پر فرانسې چې هغه وخت د نازي جرمنی مستعمره وه د برید پر مهال د جرمنی نظامې تجهیزاتو د ویجاړولو په نیت پر نورمادی ښار د زرګونو امریکایې پراشوټي سرتیرو غورځول  چې له جملې یې زرګونه سرتیري ووژل شول پر ځای پرېکړه وه که یو لویه غلطي؟
 ځینو ملتونو خو ان د طبعي پیښو په مقابل پر دې فکر او څېړنو بوخت وي چې څنګه یې باید مخه ونیول شي؟  ښايي موږ د نړۍ یوازینی ملت یو چې پر تاریخي تیروتنو ړندیږو او د راتلونکي دا اړین عنصر د حافظې په هیره دانۍ کې غورځوو. همدغه وجه ده چې موږ د پرمختګ پر ځای د شاتګ د تورتم پر لوري په غیري شعوري خو ضمناً په ارادي توګه درومو، کله چې موږ یوه واضح سل کلنه اشتباه درک نه کړه نو د پنځه زرکلنو اشتباهاتو به څنګه پند واخلو او خپل راتلونکي نسل ته په میراث هغه څه پرېنږدو چې نن یې زموږ ارام، سکون، خوب اخستی دی؟
اشتباه؛
د غازي امان الله خان (رحمته الله علیه) لور هندیې د بي بي سي سره په یوه مرکه کې د غازي امان الله خان د حکومت سقوط یو لامل د دفاع په وزارت کې د یاغیانو سره د ځینو منسوبینو روابط ښودلی دي.
د شهید سردار داود خان د حکومت د پرزېدلو یو مهم لامل هم په دفاع وزارت کې نیګمړتیاوي او ضعیف مدریت بلل کیږي.
او په اوس وخت کې د دفاع د وزارته هم هغه څه تکراریږي.
د دفاع په وزارت کې نیمګړتیاوي او  ضعیف ترینه مدریت ددې سبب سوی دي چې یوه وړه ترهګره ډله د افغانستان امنیت و ګواښي او ان د نظام پر وړاندي جدي ستونزې جوړي کړي.
د اففانستان ثبات او امنیت د دفاع وزارت په مدریت او رهبرۍ پوري تړلی دی او تړلی به وي . تر هغه چې موږ د دغه سل کلنه اشتباه جبران نه کړو ، یقیني ده چې موږ به هم تر هغې د ارام ساه وانخلو. په اجراییه قوه کې اصلاحات ،د روابطو پر ځای د اهلیت پر بنیاد ګمارنې د فساد او ترهګرۍ د مرګ په معنا ده خو شرط دا دی چې دولت قاطع او جدي اراده وښيي.
بصیر عاصم
One thought on “د سل کلني اشتباه تکرار‎”
  1. ولسمشر تیر ورځ وویل چی نړیواله ټولنه د پوځ او نظامی ځواکونو په تمویل کی خپل تعهد ولاړ دی

    نو یو سوال دادی چی ترڅو زموږ نظامی ځواک مالی ملاتړ نړیوال کوی او زموږ انکشافی کارونه هم په ټپه ولاړ دی

    بهتره به نه وی چی د مخکی په شان د خدمت او مکلفیت د دوری دود ژوندی شی

    یو خو به د نړیوالو له څخه د مرستی غوښتنو څخه بیغمه شو او بل زموږ نظامی ځواکونه زده کړی او وړتیا په اساس په دنده وګمارل شی نو داسی امکان شته نړیواله ټولنه د امریکا تر فشار لاندی ده
    کچیری زموږ سیاسی اړیکی له امریکا سره د کرزی د دوری په شان ترینګلی شی نو امکان شته زموږ نظامی ځواک تمویل به له ننګونو سره مخ شی بهتره ده چی د خدمت او مکلفیت دوره سیستم او همدارنګه د خپلو خپلوانو په لوړو څوکیو مقرری لپاره د پی آر آر سیستم په ملکی اداری له مینځه لاړ شی بهتره به وی او هغه کسان چی واقعآ په داخل د هیواد د دولتی پوهنتونونو څخه لیسانس او څوارلس پاسی اسناد لری د دندی پیدا کولو لپاره ګړندی کارونه وشی ځکه چی لیسانس او ماسټر هم کورنی لری او نفقی پیدا کولو ته حاجت لری او څوارلس پاس او ۱۲ پاس هم نو لازمه ده چی دولت د کارموندنی په اړه ځانګړی ګام په لومړی سره کی پورته کړی

    باید تل په بهرنیو ډالرو او بهر څخه راغلی ماسټرانو باندی باور ونکړی ځکه دوی داسی فکر کوی کچیری وضعیت خراب شی بیرته له شته پاسپورته ګټه پورته کړم او بیرته به بهرنی هیواد لاړ شی

    نو لازمه ده چی د یو بهرنی ماسټر پر ځای ۱۲ پاس چی افغانی انګیزه ولری مهم او بهتر دی

    ځکه زیاتره بهرنی ماسټران د افغانستان کلتور او اداری سیستم باندی بلدیت نلری تل کوښښ کوی چی غرب سیستم باندی کار مخی ته بوځی چی د یوی ورځی کار څو اونیو ته ځنډوی

    نو ولسمشر ته پکار ده چی دی منفی نقطی ته متوجی اوسیږی او دی کړیدلی ولس ته په کړو ژمنو باندی وفا وکړی او د ولس دسترخوان له ډوډی ډک کړی داسی نه وی چی شته ډوډی هم له دسترخوان څه پاکه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *