تاند- زرګونو پاکستانیانو نن /شنبه/ د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند او د حقانیه دارالعلوم د پخواني مشر مولانا سمیع الحق، چې د طالبانو په معنوي پلار مشهور و، د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
۸۱ کلن سمیع الحق د جمعې په ورځ /نوومبر۲/ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چاړو په ګوزارونو ووژل شو.
په اکوړه خټک کې د ده د جنازې په مراسمو کې د خیبر پښتونخوا ایالت اعلي وزیر او یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو ګډون وکړ.
د جنازې د مراسمو په مهال سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې مولانا سمیع الحق چا وواژه.
د پاکستان جیوتلویزیون د سمیع الحق د زوی حامد الحق له قوله ویلي چې پلار یې د نامعلومو کسانو له لوري په چاړو وژل شوی دی.
مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې سمیع الحق په چاړه له ټپي کېدو وروسته روغتون ته د وړلو په مهال ویشتل شوی او وژل شوی دی.
پولیس وايي چې تراوسه پورې د سمیع الحق د وژلو انګېزه لا څرګنده شوې نه ده او هیڅ ډلې هم تراوسه د دې قتل مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سمیع الحق وژل کېدو هغه مظاهرې تر اغېز لاندې راوستلې چې د پاکستان د سترې محکمې له لوري یوې عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي ته د برات ورکولو په خاطر په دې هیواد کې پیل شوې وې.
د سمیع الحق له وژل کېدو وروسته د د ده ګڼ شمېر پلویان په راولپنډۍ او اسلام اباد کې واټونو ته راووتل، د خلکو دوکانونو او موټرونو ته یې اور ورته کړ خو د سمیع الحق د کورنۍ غړیو له خپلو پلویانو وغوښتل چې ارام واوسي.
سمیع الحق او دارالعلوم یې په دې خاطر زیات پام ځان ته اړولی و چې په وروستیو څو لسیزو کې یې د افغانستان او کشمیر د جګړو لپاره په زرګونو کسان روزلي دي.
د ده په دارالعلوم کې د افغانستان د طالبانو د تحریک د مشر ملا عمر په ګډون ګڼ شمېر طالب مشرانو درس ویلی دی.