تاند- دا یوازې مځکه یا وچه نه ده چې د انسانانو له لوري ککړېږي؛ بلکې د سمندرونو اوبه هم د انسان له لاسه ورځ په ورځ ککړېږي او د اوبژوو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي.
د دې خطر د کمولو لپاره یو شمېر خلک شته چې هلې ځلې کوي. د دغو هلوځلو په لړ کې دوو استرالیايي لوبغاړو، چې د سمندر په څپو لوبه کوي، داسې سطل جوړ کړی چې د سمندر پر اوبو له بېړیو څخه خپاره شوي تېل، غوړ او نور ککړ مواد – چې انسانان یې سمندرونو ته غورځوي- تصفیه کړي.
تمه کېږي چې د دوی دا اختراع تر یوه حده د سمندرونو د اوبو له پاکولو سره مرسته وکړي.
د دوی له لوري جوړه شوې وسیله سیبین (Seabin) نومېږي چې په حقیقت کې د فلتر سیستم دی. دا وسیله به په بندرونو او ساحلونو کې اېښودل کېږي چې چټلي جذب کړي.