د ۲۰۱۵ ام کال په اوږدو کې و توانیدم چې د مشهور ډنمارکي لیکوال هانس کریستین اندرسن پنځه کیسې پښتو ته وژباړم، چې تر ټولو په زړه پورې او مشهوره یې «د سمندر وړه ښاپیرۍ» نومیږي. دا کیسه هم ډنمارکیانو ته او هم نړیوالو ته ډیره مهمه او په زړه پورې ده، د همدې له پاره د نړۍ په ډیرو ژبو ژباړل شوې ده.
دننه په ډنمارک کې د خپلو سفرونو په لړ کې د ۲۰۱۶ کال د می له پنځې نه د می تر اتمې پورې، کوپنهاګن کې وم او د لیدلو وړ هغه ځایونو ته ورغلم چې نه مې وو لیدلي: د کوپنهاګن ژوبڼ، د فریدرکس بیرګ بڼ، د ډنمارک د ملکې د اوسیدو ځای شا و خوا سیمه، د سمندر وړې ښاپیرۍ د ناستې سیمه او…
د ډنمارک په پلازمینه کې، د اوبو په څنډه کې د سمندر د وړې ښاپیرۍ د یادونو او کیسې د یاد ساتلو په خاطر، د سمندر د وړې ښاپیرۍ مجسمه جوړه شوې ده او د اوبو په څنډه کې پر یوې تیږې داسې کینول شوې ده، جې لیدونکي یې داسې ګڼي چې وړه ښاپیرۍ همدا اوس له اوبو را وتلې وي. هره ورځ هم ډنمارکیان او هم له بهره راغلي سیلانیان د وړې ښاپیرۍ لیدلو ته ورځي.
زه هم د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې په شپږمه وتوانیدم چې لیدلو ته یې ورشم. ما ته تر نورو لیدونکو ځکه د وړې ښاپیرۍ لیدل او ملاقات مهم او په زړه پورې و، چې ما یې کیسه ژباړلې، د مینې ټول داستان یې را ته مالوم او د وړې ښاپیرۍ له قربانۍ او فدا کارۍ نه خبر او آګاه یم. په مینه ورغلم او ټوله تلوسه مې دا وه چې څو شیبې په خیال کې یوازې، د دې د ناستې د ډبرې په څنګ کې په دا بله ډبره ور سره کینم،د زړه په باغچه کې راز و نیاز ور سره وکړم، د ناکامې مینې او د هغې د درد پو ښتنه ځینې وکړم او…
د سمندر وړه ښاپیرۍ پټه خوله،له دوه سوه کلونو را په دې خوا تر اوبو لاندې مخلوقاتو او مځکې د مخ د مخلوقاتو د برید پر کرښه، د سمندر په څنډه کې پر یوې تیږې باندې داسې ناسته وه لکه همدا اوس چې له اوبو را وتلې وي، د خپلې نا کامې مینې په چُرت کې وه او د دوه سوه کاله مخکې انسانانو د کړو وړو ننداره یې د اوسنیو انسانانو په څیره کې کوله.
د اوبو له تل نه راختلې د سمندر وړه ښاپیرۍ یکي یوازې ناسته وه، ځان یې یوازې او بې غمخوره ګاڼه؛ خو شاو خوا ته یې د مځکې د مخ مخلوق زښت ډیر و چې یو په کې زه وم. ما هڅه وکړه چې څنګ ته یې ورشم او د زړه خواله ور سره وکړم، ور ته و وایم چې چې په دې راغلو خلکو کې ښايی تر ټولو زیات ستا د نا کامې مینې کیسه او درد ما ته مالوم وي، زه یې درک کولای شم، ستا د مینې هغه داستان تر نورو راغلو کسانو ما ته ښه مالوم دی چې دوه سوه کاله مخکې هانس د انسانانو تر سترګو او غوږونو رسولای و، هغه مې لوستی دی، د زړه په غوږونو مې اوریدلی او درک کړی دی او خپلې مورنۍ ژبې ته مې ژباړلی هم دی. د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وه، هر چا غوښتل چې نږدې ور سره ودریږي، عکسونه ور سره واخلي، خو د سمندر وړه ښاپیرۍ د خپلې مینې ناکامیدو ته داسې په چُرت کې تللې وه چې تا به ویل چې د دې خلکو په راتلو او تللو باندې لا خبره هم نه ده. ما بیا هم هڅه کوله، خو د خلکو ګڼې ګوڼې زما د هیلې د تر سره کیدو مخه نیوله، خو ما بیا او بیا د ور نږدې کیدو او خبرو کولو هڅه کوله چې په پر له پسې ډول مې لمسي غږونه را ته کول:
نیکه جان لاجه چې جو(نیکه جان راځه چې ځو) او نیکه جان لاجه چې جو!!!
په تاند کې د ښاغلي بهاند نورې لیکنې