تاند- راپورونه وايي چې په سمنګان ولایت کې د سکرو په کان کې دوې چاودنې شوې او لږترلږه ۷ تنه یې وژلي دي.
د سمنګان د پولیسو ویندوی هاشم بایان نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، په دې پېښو کې، چې په دره صوف ولسوالي کې شوي لږترلږه دوه نور کان کیندونکي ژوبل شوي دي.
د چین سینهوا خبري اژانس بیا ویلي چې په چاودنو کې ۸ تنه وژل شوي دي.
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویندوی ښاغلی بایان وايي چې ۷ تنه په پرونۍ (یکشنبه) چاودنه کې وژل شوي او د نن /دوشنه/ سهار په چاودنه کې دوه تنه ژوبل شوي دي.
ویل شوي چې کان کیندونکي د کان په یوه برخه کې د راټول شوي ګاز د لیک کېدو او چاودلو له کبله مړه شوي دي.
د سکرو په کانونو کې عموماً چاودنې کېږي.
په وروستیو ورځو کې د سمنګان د سکرو په کانونو کې دا ډول چاودنې زیاتې شوي دي او ډېر ځلې کان کیندونکو ته مرګ ژوبلې اړوي ځکه چې هغوی لازم وسایل نه لري او د ځان ساتنې د تدابیرو په اړه معلومات نه لري.
د همدې سیمې په یوه بل کان کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د سکرو د دوو تونلونو د نړېدو له کبله ۶ کان کیندونکي ووژل شول او یو ژوبل شو.