تاند- د سمنګان برطرفه شوي والي عبدالکریم خدام هم د مرکزي حکومت د حکم په وړاندې بغاوت وکړ.

خدام، چې پرون یې پر ځای د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې عبدالطیف ابراهیمي وټاکه، نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د سمنګان د ولایت چوکۍ نه پرېږدي او د مرکزي حکومت پرېکړه ورته د منلو نه ده.

خدام وویل، د ده د برطرفۍ په اړه د مرکزي حکومت پرېکړه غیرعادلانه ده او غندي یې.

ده همداراز وویل چې تر څو جمعیت ګوند ورته ویلي نه وي د ولایت چوکۍ به پرېنږدي.

«زه او زما مرستیال ډاکتر ضیا به خپل کار ته تر هغو دوام ورکړو چې جمعیت ګوند زموږ په اړه پرېکړه کوي.»

ده قومي کارت هم وکاراوه او ځان یې د ترکمن قوم استازی وباله، ویې ویل چې ترکمن قوم او جمعیت ګوند نه غواړي چې دی ولایت پرېږدي.

تر ده مخکې ورته دریځ د بلخ پخواني والي عطا محمد نور څرګند کړی و. نور لا هم ځان د بلخ والي بولي او وايي چې د ولایت چوکۍ به پرېنږدي مګر دا چې جمعیت ګوند ورڅخه وغواړي.

عطا محمد نور تاکید کوي چې یوازې جمعیت ګوند کولی شي چې له ده څخه د بلخ ولایت چوکۍ واخلي.

په همدې حال کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي وروسته له دې چې پرون یې پر ځای محمد انور اسحاقزی د لوګر والي وټاکل شو، له خلکو وغوښتل چې د نوي والي اسحاقزي ملاتړ وکړي.

5 thoughts on “د سمنګان والي هم د عطا محمد نور په پیروۍ د مرکزي حکومت په وړاندې بغاوت اعلان کړ”
  1. دا ټول د افغانستان نه د جمعيتستان په نوم د تخريب او منافقت کور غړي دي بايد جدي او په زور سره له لوړو دندو ګوښه او لا مجازات او تعقۍب شي. که داسې ونشي نه به افغانستان سوله وويني او نه به د داعش پروژې د بېخ هدف تجزي مخنيوى وشي.

  2. حکومت باید اول يو مرداری پاک کړي او بيا په نورو مرداريو کې لاس ووهي. دولت لا تر اوسه د عطا محمد غُل نه دي پاک کړي او لاس يې په نورو مرداريو کې وواهه. زه خو فکر کوم دا د افغانستان تچزيې ته لار هواروي. خدای دی زما فکر غلط ثابت کړي

  3. دعطا ایډز ساری شو اوس به هرڅوک شخصی،حزبی او قومی ګټی له ملی ګټو اوچتی بولی او دا دملی ګټو او عزت کافرانو محدودول دمؤمنو حکامو فریضه ده او نوره حوصله ګناه ده.
    سره ددی چی ترکمنان ښه خلک دی او د جهاد وخت کی ملیشه یی کمه وه خو دا فلمی او جاسوس په نامه مجاهدین او س هغه سابقه د خر او خورجین خلک ندی که زوی له پوتین سره وی بیا لور یی له بوش سره ده حکمت ،جدیت او دقت مه هیروی

  4. دا لک ټول د یوه خره غوږونه دی. تار یخ دا ثابته کړی چی دمجاهدینو په دوره کښی یو طرف د جنګ جمیعیت تنظیم ووهږ ده هغه خلک دی چی د افغانستان د آبادی لپاره یی یو قدم په اخلاص ندی پورته کړی او د دی تنظیم غړی د افغانستان یوه لویه فیصدی د غاصبینو، اختطاف چیانو، د معادنو لوټوونکی، د بهرنیو هیوادانو اجنټان، مافیایی کړی، او لنډه غر او زور وییونکی دی . دا ډله د افغانستان ځان نه بولی او غواړی دا هیواد
    تجزیه کړی . د کرزی د حکومت له شروع دا خلک د غلا ، رشوت د ترویچ ، زور ویلو د پښتنو د وژلو یوه ښه بیلګه ده. دغی ناوړی ډلی چی له بلی هری جنګي ډلی ديره خطرناکه او مکاره خلک دی غواړی پښتانه د آرامی یوه ساه هم ونه باسی او د خارجی بادارانو په واسطه یی په یو نوم او بل نوم له منڅه یووسی . د جمعیت ګوند د جهاد او مقاومت په نوم له خارجی بادارانو ډیر ی سرمایی ټولی کړی او د غنی صاحب د حکومت په راتلو ددوی ګټی له خطره سره مخ شوی ددی هغه بیسواده خلک چي د پیسو او زور په واسطه په اوردو او پولیسو کښی وو یا شړل شوی او یاهم تر عدلی تعقیب لاندی دی او اووس غواړی چی په یو نوم او بل نو دی دولت او خلکو ته مشکل جوړ کړی. د سمنګانو والی او معاون یی د خطا چور د لاس نانځکه ده اوس غواړی شمال په خپل نوم کړی. خو ولی د حکومت چو پتیا دا زخم په ناسور بدلوی اوزر تر زره باید ددی غمه وخوړل شی.

  5. دا خلک ټول د یوه خره غوږونه دی. تار یخ دا ثابته کړی چی دمجاهدینو په دوره کښی یو طرف د جنګ جمیعیت تنظیم ووهږ ده هغه خلک دی چی د افغانستان د آبادی لپاره یی یو قدم په اخلاص ندی پورته کړی او د دی تنظیم غړی د افغانستان یوه لویه فیصدی د غاصبینو، اختطاف چیانو، د معادنو لوټوونکی، د بهرنیو هیوادانو اجنټان، مافیایی کړی، او لنډه غر او زور وییونکی دی . دا ډله د افغانستان ځان نه بولی او غواړی دا هیواد
    تجزیه کړی . د کرزی د حکومت له شروع دا خلک د غلا ، رشوت د ترویچ ، زور ویلو د پښتنو د وژلو یوه ښه بیلګه ده. دغی ناوړی ډلی چی له بلی هری جنګي ډلی ديره خطرناکه او مکاره خلک دی غواړی پښتانه د آرامی یوه ساه هم ونه باسی او د خارجی بادارانو په واسطه یی په یو نوم او بل نوم له منڅه یووسی . د جمعیت ګوند د جهاد او مقاومت په نوم له خارجی بادارانو ډیر ی سرمایی ټولی کړی او د غنی صاحب د حکومت په راتلو ددوی ګټی له خطره سره مخ شوی ددی هغه بیسواده خلک چي د پیسو او زور په واسطه په اوردو او پولیسو کښی وو یا شړل شوی او یاهم تر عدلی تعقیب لاندی دی او اووس غواړی چی په یو نوم او بل نو دی دولت او خلکو ته مشکل جوړ کړی. د سمنګانو والی او معاون یی د خطا چور د لاس نانځکه ده اوس غواړی شمال په خپل نوم کړی. خو ولی د حکومت چو پتیا دا زخم په ناسور بدلوی اوزر تر زره باید ددی غمه وخوړل شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *