د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۱ فعاله بنسټونو او مدني ټولنو څخه جوړه شوې، د خپلو غونډو او مدني خوځښتونو په لړ کې دا ځل د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ملاتړیزو کارتونو؛ د تذویري او تقلبي کارتونو زیاتوالي او د نوم لیکنې مرکزونو د کارکوونکیو ناوړه چلند په اړه د ځوان فعالینو او مدني ټولنو په ګډون اعتراضیه غونډه جوړه کړې ده.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، له جوړیدو سره سم یې تر اوسه د هېواد اوسني وضعیت د سمون او بدلون په برخه کې اغیزناکه ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. دا ځل، دا شبکه یو شمېر نورو ملي مساییلو ته پاملرنه کړې، چې د دې خاورې د وګړو سیاسي او ټولنییز ژوند لپاره زیات اهمیت درلود او لري. نو په دې توګه دې شبکې پریکړه کړې، څو لاندې موضوعګانو په اړه خپل رسمي دریځ اعلان کړي او د افغانستان له خلکو سره یې شریک کړي.
1- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د هېواد ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې څخه د هرکلي ترڅنګ، چې د یوه ډیموکراتیک خوځښت ښکارندوي کوي او غوره ګڼل کیږي؛ خو د ولسمشریز ټاکنو پر نوماندانو د یو شمېر کمیشن کارانو لخوا د رایو ورکولو کارتونو له پلور څخه خپله انديښنه څرګندوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون او نور مسوول بنسټونه باید د یادو نوماندانو ملاتړیز کارتونه په ډیر غور سره وڅیړي.
2- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې له انده، د تذویري او تقلبي کارتونو زیاتوالی کولای شي، د ټاکنو پر بهیر زیاتې اغیزې وشندي او د عادلانه او رڼو ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ کړي؛ خو تر اوسه بشپړ پروګرام، چې د درغلیو مخه ونیسي، افغان ولس ته نه دی وړاندې شوی؛ له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، څو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو او د هغوی د مرستیالانو تیرې کړنې د رسنیو له لارې د افغانستان خلکو د پوهاوي په موخه خپرې کړي.
3- اړوند کمیسیونونه په ځانګړې توګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولیت لري، څو د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان، چې له یوې خوا نه له یوې خوا په اداري فساد کې ښکیل دي د نوماندانو له وروستي لیست څخه وباسي؛ څو د افغانستان ملت اندیښنې له یوه اړخه لیري شي. او هم هغه وګړي، چې هڅه کوي ټاکنیزه فضا نا امنه کړي، څو وکولای شي د خپلې ډلې په ګټه درغلیو او صندوق ډکولو ته زمینه برابره کړي، وپيژني او د دې ستر خیانت مخنیوی وکړي.
4- د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، څو په ټاکنو کې د زیاتو افغانانو ګډون لپاره، او د رای ورکولو کارتونو د اخیستلو لپاره هغه کسان په دندو وګماري، څو په خپل ناوړه او ځان غوښتونکي چلند سره مراجعین په ځانګړې توګه ځوانان د کارتونو له اخیستلو څخه بې برخې نه کړي، څرنګه چې تر اوسه ورته کړنې زیاتې رامنځته شوي او د عامه پوهاوي لپاره په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې اړین پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
5- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې په اند، د نوم لیکنې مرکزونو په ځانګړې توګه د ګرځنده مرکزونو زیاتوالی کولای شي، د رای ورکولو وړو کسانو ګډون په برخه کې زیاتې اغیزې ولري.
په پای کې د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له اړونده کمیسیونونو څخه په زغرده غواړي، څو د ولسمشریزو ټاکنو هغه اټکلیز نوماندان، چې تر دې وړاندې یې له افغان حکومت سره کار کړی او زیات فساد له تجربې سره یې اوسمهال ټاکنو ډګر ته وردانګلي؛ قانوني چلند وکړي او له بلې خوا د رای ورکولو مرکزونو زیاتوالي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
که چیري د دې شبکې غوښتنې، چې په واقعیت کې د افغانستان د خلکو ډیری برخې یعنې ځوانان جوړوي پلي نشي؛ دا بنسټ، چې د لسګونه مدني ټولنو رهبري چتر په توګه فعالیت کوي، په لاس کې د شته مدني وسایلو له لارې به یو ځل بیا خپل غږ، چې د افغانستان خلکو ریښتینو غوښتنو ښکارندوي کوي اوچت کړي، څو له یوې خوا په هېواد کې د سمو ټاکنو شاهد و اوسو او له بلې خوا د ولسمشریزو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو د اټکلیزو ناخوالو مخنیوی وکړي.
و من الله توفیق
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
سه شنبه، د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلې میاشتې ۱۶، چې د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې ۸ ، د څرخي پله واټ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ـــــ کابل ــــــــ افغانستان