د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۱ فعالو مدني ټولنو او سازمانونو څخه جوړه شوې، د خپلو غونډو او مدني خوځښتونو په لړ کې، دا ځل ” د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون ” په اړه د ځوان فعالینو او مدني ټولنو په ګډون، خبري کنفرانس جوړ کړی.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، د هېواد حساسه شرایطو او ۲۰۱۴ کال په درشل کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون په اړه، خپل دریځ په لاندې توګه څرګندوي:
۱- د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون یوه ستره اړتیا ده، چې کولای شي د افغانستان دولت او ملت اوږدمهاله ګټې تامین کړي. له دې امله، اړینه ده، څو ولسمشر د یاد تړون د موادو پلي کولو په برخه کې اجرايي ګامونه ترلاس لاندې ونیسي. د دې تړون لاسلیک له دې امله اړین دی، چې ولسمشر په مشورتي لویه جرګه کې ټینګار کړی وو، چې افغان ولس او دولت له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې ټینګښت په برخه کې باید نړیواله ټولنه له ځانه سره ولري. له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانستان دولت او وګړیو لخوا شونې نه ده او دولت باید له نړۍ سره د معاملې په برخه کې منطقي لاره غوره کړي، چې د ولسمشر کرزي په وینا، له نړۍ سره د راکړې ورکړې په برخه کې زموږ برخلیک په یوازې توګه و نه ټاکل شي.
۲- په اوسني شرایطو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون لاسلیک یوه ستره اړتیا شمېرل کیږي، خو په ورته حال کې د تړون لاسلیکیدل نه باید هغه شان وي، چې د افغانستان د ولسمشر او خلکو اندیښنې په پام کې و نه نیول شي.
په هېواد کې د سولې ټینګښت او همدارنګه د امریکايي ځواکونو لخوا په خپل سري توګه د کورونو پلټلو په اړه د ولسمشر شرایط، د پام وړ سکالې دي، چې باید په جدي توګه ورته پاملرنه وشي. د امریکايي ځواکونو لخوا د کورونو پلټلو په برخه کې څارنیز او مدیریتي میکانیزم جوړیدل هغه مسئله ده، چې کولای شي له راتلونکیو زیاتو احتمالي ستونزو او د امریکايي ځواکونو له خپل سریو څخه مخنیوی وکړي.
د ورته شرایطو په رڼا کې، د سولې خبرې کیدای شي د طالبانو له ریښتینو او اغیزمنو مشرانو سره ترسره شي او د تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره زمینه برابره کړي او هیڅوک نشي کولای، چې د سولې په بهیر کې د سیمه اییزو لاملینو له لارې د امریکا رول او ونډه له پامه وغورځوي.
۳- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په داسې حال کې، چې د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون د لاسلیک پر اړتیا یو ځل بیا ټینګار کوي، خو له بلې خوا د تړون لاسلیک په موخه پر ولسمشر د فشار زیاتولو لپاره د رسنیو کړنې د افغان ملت او د هېواد ملي ګټو لپاره ګټورې نه بولې. د دې تړون لاسلیکول آرامه فضا ته اړتیا لري او د رسنیو لخوا د ستونزمنې فضا رامنځته کول کولای شي، د تړون لاسلیک پر بهیر ناوړه اغیزې وشندي.
۴- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، له ټولو کارپوهانو غواړي، څو د تړون په هکله خپل مثبت او منفي اندونه د ملي ګټو پر بنسټ وړاندې کړي او له ټولو هغو خوځښتونو څخه، چې بهرنۍ اغیزې ولري، ډډه وکړي. طبیعي ده، چې هر ډول ناسمه پریکړه به د افغانستان ملت، چې د دې سیمې تل پاتې اوسیدونکي دي، زیانمن کړي او یاده پریکړه به یوازې پر افغانانو اغیزې وشندي او نور هېوادونه به ورنه زیانمن نشي.
په پایله کې د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په دې اند ده، چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون لاسلیکدل د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا او غښتلتیا په برخه کې مثبت او اغیزمن ګام دی او په هېواد کې اقتصادي وده ګڼل کیږي، نو تمه کیږي، چې ولسمشر کرزی به یې د هېواد ملي ګټو په رڼا کې لاسلیک کړي.
په پای کې د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وروستیو پیښو د غندنې ترڅنګ په دې اړه خپله اندیښنه څرګندوي او د ورته پيښو لاملینو ته د سزا غوښتنه کوي.
و من الله توفیق
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
سه شنبه د ۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې ۲۶، چې د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د ډیسمبر میاشتې له ۱۷ سره برابره ده
د سپین زر هوټل – کابل – افغانستان