مطبوعاتي اعلامیه

یک شنبه د ۱۳۹۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې ۱۹، چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د فبروري ۸

   د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۵ مدني ټولنو او سازمانونو جوړه شوې، د خپلو غونډو، کنفرانسونو او مدني خوځښتونو په لړ کې دا ځل (( د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان تروریستي کړنې)) تر سر لیک لاندې د ځوان فعالینو او مدني ټولنو د استازو په ګډون مطبوعاتي ناسته جوړه کړې.

د سمون او بدلون لباره د ځوان فعالینو شبکه؛ په هېواد کې د ځوانانو ستر خوځښت او هغه حرکت، چې تل یې د افغانستان ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتیا یې خپل ستر شعار او هدف بولي؛ پر افغان کډوالو د پاکستان فشار او د هغوی زورونې له لارې له دې هېواد د ترهګریزو مرستو په اړه د پاکستان نوې کړنو په اړه خپل دریځ په لاندې ډول تشریح کوو.

۱ـ تر ټولو نوي راپورونه او ترلاسه شوي اطلاعات د دې ښکارندوي کوي، چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د افغان کډوالو د زنداني کولو له هغوي غواړي، څو د دې هېواد په ترهګریزو پروګرامونو سره مرسته وکړي او نه په صورت کې باید پاکستان پریږدي.

2- راپورونه ښيي، چې پاکستاني حکومت د زور او جبر له لارې افغان کډوالو له واټونو او د هغوی له کورونو را ټولوي، او زنداني کوي. پاکستان له افغان کډوالو غواړي، څو د هغپه داسې حال کې ده، چې افغان کډوال اوسمهال نه یوازې په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې له کورونو بهر هم نشي وتلای.

3- د پاکستان له خوا په یوځای توګه د ۳ زره افغان کډوالو ویستل، د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو د شبکې بله هغه اندیښنه ده، چې افغان دولت باید په دې برخه کې لاس په کار شي.

4- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د دې ترڅنګ، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستۍ کړنې د د نړیوالو میثاقونو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري، د افغانستان او پاکستان ترمنڅ د هوکړه لیک او د بشري حقونو خلاف بولي، بلکې د د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو زورونه یو ترهګریز او غیر انساني عمل ګڼي.

5- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له افغان دولته غواړي، څو پر افغان کډوالو د پاکستان غیر انساني کړنو د لیري کولو لپاره له قانوني او دیپلوماتیکو لارې کوټلي ګامونه اوچت کړي، څو پاکستاني دولت له افغان کډوالو څخه د وسیلې په توګه ګټه پورته نه کړي.

6- دا شبکه په پاکستان کې د کډوالو له وضعیت څخه د اندیښنې ترڅنګ د افغانستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو وزارت چوپتیا د پوښتنې وړ بولي او په دې اړه دیادو ادارو څخه د وضاحت غوښتونکې ده.

7- په عین حال کې د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له نړیوالو او د بشري حقونو له بنسټونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړي، څو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني دولت د بشري ضد جنایتونو په اړه خپل دریځ روښانه او د نړیوالو فشارونو له لارې د پاکستان لخوا د ترهګر جوړونې لړۍ په ټپه ودروي.

په پایله کې، د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني دولت نوې تګلاره د ټولو نړیوالو میثاقونو او کنوانسیونونو خلاف دی او په عین حال کې د افغان دولت چوپتیا د پوښتنې وړ ده. که چیري افغان دولت له قانوني او دیپلوماتیکو لارو په ایران او پاکستان کې د کډوالو ستونزې حل نه کړي؛ په نیږدې راتلونکي کې به د دې هېواد د غیري انساني کړنو له امله د یو ستر ناورین لیدونکي و اوسو.

و من الله توفیق

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

د بیان مطبوعاتي تالار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *