د ویده ملت پر اوږو ناست د جهاد باج اخیستونکي او لوږې راخیستې سیاسیون تل د ملت پر برخه خپله ګیډه اچولې او د جګړې او قربانۍ ترنامه لاندې یې تل د ملت له ډډو خپل تاواناخیستی او خوا یې ورباندې سړه کړې ده، د ازادي سپیڅلې نارهد چا شخصي میراثه نه ده ، بلکې د ازادۍ فلسفه  د ملت له مینځههغه راپورته کیدونکی غږ دی چې هر شېبه د مرګ کفن او د دفنانګیزه ورسره څنګ کې را پورته کیږي ، او قرباني یې تل د ملت بچیان او رژیدونکي ګلان ورکوي.

اما دلته خبره بل ډول ده، په دې سیمه کې پړ هم ملت دی او مړ هم ملت، د شهید بچې اوښکې چا وچې نه کړي ، د شهیدانو کونډې اوس هم د جوماتونو او سرکړکونو تر څنډو خپل لاسونه د خیرات په پلمه غزولي، دلته قومندان بچې ګټلې ده ، اما د شهید بچي بایللې، د لته د شهید پر وینو قومندان خپل ریاست او آمریت و پيریده ، هغه قومندان چې ددې کونډو او یتیمان د روزنې مسوولیت يې پر غاړه درلود ، قومندان د ریاست معتاد شو ، د یو داسي سیاست اوریاست معتاد  چې لا تر اوسه هم د خپلې حکمرانۍ پر لیونۍ مینه خوا سړه شوي نه ده ، او تر نن هم  ملي ګټو او ملي شتمنیو ته زنه پر لاس تمه کاږي او په کمین کې د انتظار شېبې ورته شماري.

د نورې نړۍ د ازادۍ رنګ بدل دی هلته مشران مهربان وي، هر قدم یې د ملي افکارو او ملي ګټو ساتلو لپاره ایښودل کیږي، د ملت هر بچې ته له خپل بچې  کم نه کتل کیږي، د ملت هر درد له خپل درده کم نه احساسیږي، نوښتونه او خوځښتونه ملي وي، د قربانۍ کمیت او کیفت ته په درنښت قایل وي، ټپونو ته ملهم ږدي، د ملت یو څاڅکې وینې پر وړاندې ټول ریاستونه او مقامونه بې معنا او بې محتوا وي ، خپل منځی زغم او بښنه یې د ژوند له لومړنیو کارونو څخه وي.

همدا سبب دی چې د پر مختګ مسیر یې جوت دی ، دسیالي ډګر کې سیاله پاتې نه دي ، نوښتونو ته یې لکه تلپاتې ړوند چې د رڼا احساس وکړي ګوته په غاښ پاتي کیږو، او د وجدان پر ژبه خپل ځان ملامت او ناکام احساسوو.

لا تیره نه ده، قومندانه!

تردې دمه به ستاد د واک او اختیار لوږه مشبوع شوي وي ، هغه له تاوانه ډکې بیې اجوره به دې ادا شوي وي چې د اخرت ټول بدیل په بیه دې دنیا کې واخیسته.

دې ولس چې په دې خاوره کې یې خاپوړې کړي نور په ارامه ساه اخیستو ته  پریږده، پریږده چې د خپل فکر پر مټ خپل قدم کیږدي ، پریږده چې د سیمو له سیالانو سره د سیالۍ په موخه خپل قلم تاند کړي ، او ځغاسته ورکړي ، پریږده چې د تیرو قربانیو بیه پرې کړي او له ویاړونو ډک بیغامونه راوړي او هغه هیلو رسیدو ته منډه واخلي چې هیله یې لري، لومړی ستا او بیا د ټول ولس د سر شمله او ویاړ وګرځي ، او هغه چاودو شونډو او باروتو وهلو خړو مخونو باندې یوځل بیا د موسکا څپه خپره شي چې تل د نفرت پر څپيړه وهل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *