تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بالاخره د ۱۳۹۳ کال ولسمشر راوپیژاند. ډاکتر اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو او هغه دوره پای ته ورسېده چې که څه هم د حامد کرزي په نوم یادېدله او که څه هم اساسي قانون ولسمشر ته زیات واکونه ورکړي وو، خو قدرت پکې تر ډېره حده د هغو کسانو په لاس کې و چې ځانونه یې اپوزیسیون بلل.
ځینې کسان اعتراض کوي چې د سنبلې په دېرشمه نېټه کمیسیون دا جرات ونه کړ چې دقیقې رایې اعلان کړي. ځینې نور کسان په دې معترض دي چې اساسي قانون ته ولې بې اعتنایي وشوه او هغه ډله هم په حکومت کې د برابرې برخې څښتنه شوه چې رایې یې کمې وې.
که اساسي قانون، د انتخاباتو قانون او بیا د ملګرو ملتونو د سلګونو ماهرانو په حضور کې د رایو د پلټنې بهیر ته وګورو نو دغه اعتراضونه په ځای دي خو نور واقعیتونه هم شته.
واقعیت دا دی چې د افغانستان امنیتي حالات خراب دي او د نظام په داخل کې جدي کشمکشونه د حالاتو د خرابېدو او د لا زیاتو وطنوالو د مرګ ژوبلې سبب ګرځېدای شي. له بلې خوا، د ولسمشر کرزي په دیارلس کلنه موده کې د ډاکتر عبدالله ډلې عملا شاوخوا اتیا فیصده قدرت په لاس کې و. پولیس او استخبارات د ډاکتر عبدالله د ډلې په کنټرول کې دي او په اردو کې هم د دوی ونډه خورا زیاته ده. دغه راز د رسنیو، فرهنګ، اقتصاد او تجارت لویه برخه د ډاکتر عبدالله د پلویانو په کنټرول کې ده. دغه ډله په یوه داسې دریځ کې ده چې که په حکومت کې نه وي هم، په حکومت کې ده. په تېرو اونیو کې به تاسې اورېدلي وي چې د بلخ والي عطا نور کرزي ته بد وویل. په تېرو دیارلس کلونو کې واقعیت داسې و چې ځینو والیانو ولسمشر ته ترخې خبرې کولای شوی خو له ولسمشر سره دا جرات نه و چې له والي خواهش وکړي چې بل ځل راپسې څه مه وایه.
ځینې کسان چې د سنبلې د دېرشمې نیټې تحولاتو ته خوشبینه دي، وايي چې که د ډاکتر عبدالله عبدالله د ډلې قدرت په رښتیا پنځوس فیصده شي نو دا به په افغانستان کې د اجتماعي او سیاسي عدالت په لور یو لوی ګام وي.
البته، لا مهمه خبره بله ده. افغانستان یوازې د دوو انتخاباتي ټیمونو وطن نه دی. دا هیواد د عامو افغانانو کور دی. د سنبلې د دېرشمې نېټې تحولات به یوازې هغه وخت مثبت تغییرات وبولو چې دوه کاره وشي: په اول ګام کې دا پکار ده چې وزیران، والیان، رییسان او نور چارواکي د انتخاباتي ټیمونو د غړیتوب په اساس نه وي بلکې لیاقت، پاکي او صداقت پکې معیارونه وي او هر افغان دا چانس ولري چې د خپلې وړتیا په اساس په حکومت کې کار کړي.
له بلې خوا خلکو ته د حکومت د منلو شرط دا دی چې حکومت د عدالت او قانونیت په اساس وچلېږي. ایا د ځمکو غاصبان به بیا هم د ځمکو غاصبان وي؟ ایا په واک کې به د افغانستان د ټولو ولایتونو خلکو ته په یوه سترګه کتل کېږي که د ولایتونو تر منځ به د مور مېرې اوسنی ظالمانه چلند ادامه مومي؟ ایا د کابل بانک یا د چارصد بستر د لسګونو میلیونو ډالرو د سامان آلاتو غله به ازاد ګرځي که به محاکمې ته راکش کېږي؟ ایا د پولیسو، څارنوالۍ ، ګمرکونو او نورو ادارو مامورین به د خلکو خدمت کوي او که به اوسني چور و چپاول ته ادامه ورکوي؟ ایا برق، پاخه سړکونه، ښوونځي ، پوهنتونونه، کلینکونه او نورې اسانتیاوې به د عدالت په اساس ویشل کېږي او که به ځینې ولایتونه بیا هم محروم او مظلوم پاتې وي؟ ایا د دولتي مامورینو په معاش کې به همدا اوسنۍ بې انصافي وي چې یو دې پنځه زره افغانۍ اخلي او بل پنځه زره ډالر او که به تغییر راځي؟ خلک کار، عدالت او قانونیت غواړي. دا مهمه نه ده چې د سنبلې په دېرشمه نېټه څه فیصله وشوه، مهمه دا ده چې د خلکو برخه پکې څه ده؟
زه غواړم بې غيرته پښتنو ته د تاريخ د تر ټولو يوه بد نام او شرميدلې حکومت مبارکي ووايم. دا هم ستاسو د قرن په نامه متفکر او دايي هم فکر او حکومت. بخښنه غړاړم ( فارسي ژبي وايي ګاو شيري از برج کوس اش معلوم ميشه) اوس ټول څرګند شول چې پښتانه يعني هيڅ. دوي بايد ووژل شي, بدنام شي او د څو کوڅه دبو سپو تر قومندي لاندي ژوند وکړي
وروره نه متعصب یم او نه می رایه ورګړی او نه په اینده که اراده لرم ، نو ستاسی به وایی چه نو خبره څه ده ؟ زما جواب دادی چه تر څو دا د سرطان دانه (د نظار شورا+ جمعیت) د بیخه و نه ایستل شی او ریشه کن نه شی دا وطن نه جوړیژی او دا د ملی وحدت خبره او د اساسی قانون خبره دا هسی خبری دی.
Salam alaikum wr wb
De Fahim pa nama che cha pa dera beghairtai sara khpal Pashtoon Qawm aw tulo Pashtanu ta pa dera be hayayai aw sarkozai tawhin karai da wayam che ka ta rishtya de khpal plar aw mor awlad ye no pa lumri qadam ke ba de khpal plar aw mor ta che hagha ham pakhtana de aw sta pa shan na ahla aw beghairata insan ye zegawalai tawhin nakawalu! Aw pa dwaham qadam ke tulo pakhtanu ta ba de tawhin nakawalu!!! La khabaru na de khkari che hase yaw jahil, besewada ,ahmaq aw beghairata insan ye che da khpale kuranai p shomol de tul pakhtanu ta spakawai karai . Da sahi da che de yaw pashton pa sefat ba ehsasatu ghalba darbande kari we kho sarai pa ehsasatu dase beghairati nakawe che khpal zan de yaw na pashtoon ( ya pade mana che la bal cha paida we) khalku ta show kree!
I hate milly yowwaly national unity specially shora e Nizar I agree with fahim jan and Nisar , shame to this kind dirty anti PASHTOONS unity