حمزه چې اذانونه د يثرب دې واورېدل
نور پام کوه بې کيفه ترانې مه جوړوه
خالد ريحان کيداى شي تر ډېره د حمزه بابا پردې بيت عمل کړى چې وراباڼي يې باکيفه ترانې وايي .هو نو خود به داسې کوي ځکه چې وخت په وخت يې دا له کيفه ډک اذانونه اورېدلې دي . د ريحان شاعري په تږيو تبجنو او شګلنو دښتو کې د مسافرو غاټولو ، لوغړنې منظرې دي چې د وطن د پستو يخو شپو خيالي پرخې يې پر زړونو وُري . ريحان د ژوند يوه برخه د طايف په خوږه غېږه کې تېروي ، که څه هم دده ژوند به دلته له تڼاکو او دردونو ډک وي خو د هغه ښايست تصور يې هم بس دى چې له دې ځمکې سره تړل شوى دى . دا ښايست دماشوم محمد د ژوند هغه شېبې دي چې له خپل رضاعي موروپلار حليمې او حارث سره تېرې شوې دي . ماشوم محمد به دلته شپني کوله چې يوه ورځ ملاييکو ددوى سينه مبارکه څيري کړه ، زړه يې ور ومينځه د محمدصلى الله عليه واله والسلم نور ماشومان شپونکي ملګري په ويره او ژړا کورونو ته لاړل .
د ريحان په شاعري کې در حماني مينې او د دې سيمې اثر خامخا شته .
زړګى مې په طواف کې په مرمرو رانه پرېوت
له پاسه پرې دنيا اېښى قدم وو او سپوږمۍ وه
قربان مې ترېنه زر جامه د بنګو او سوما کړل
په غاړه اړولى مې زمزم وو او سپوږمۍ وه
ريحان هم د نورو ښکلاخوښو په څېر په سپوږمۍ او د سپوږمۍ په شپو ډېر مين دى . بختور دى چې د سپوږمۍ په شپه يې په حرم کې حضور موندلى دى .
بخت يې چا ظالم په کاڼو ويشتى او دوطن سپوږمۍ يې په دې حال هم ليدلې ده :
د سپوږمۍ ناوې د غره له آسه لويږي
د رڼو ستوريو وراباڼو اور اخيستى
ستا د سرو لمبو له تاو څخه نمروده
د آسمان په غېږ کې زاڼو اور اخيستى
رابهيږي ترې چينې د سرو سکروټو
ددې غره په منځ کې کاڼو اور اخيستى
ماشومتوب مې د بارودو کوت نيولى
اکو بکو پټپټاڼو اور اخيستى
د ريحان د خيال په سوي درمنده کې
ښکليه ستا د ښکلا واڼو اور اخيستى
که ستا او زما د وطن په حالاتو پسې د تاريخ کتابونه وهم نه پلټې ، که د ښاغلي ريحان د شعرونو ټول ديوان پسې و هم نه ګورې ، له پاس غزل نه هرڅه معلوميږي .
د هنر يوه ښېګڼه دا هم ده چې په لږ کې ډېر څه درکړي ،چې په نيمه مسره کې نيم ديوان معلومات درکړي .
باور وکړئ چې د ريحان شاعرۍ پوره خوند راکړ . کيداى شي مسافرۍ هم ددوى په شاعرۍ کې ددرد خواږه ګډ کړي وي . يوه بله خبره په لفظونو او د لفظونو په استعمال کې اخلاص دى چې هنر پيداکوي . دا کار هم په خالد ريحان او ددوى په شاعرۍ کې شته . شته ډير شاعران ډيرې لويې مطالعې لري ، د لويو معلوماتو خبرې به کوي ، په شرعه او حقيقت برابرې خبرې به کوي خو خوند او لطافت به په کې نه وي ، بس هماغه دپخوانيو وختونو د طالبانو خبره ده چې خوله د ملاعثمان غواړي .
د ريحان په شاعرۍ کې خوږه سيمه ييزه لهجه او ځينې داسې خوږې کليمې شته چې بايده دي ډيرې خبرې پرې وشي . دا شاعر غزل هم ښه وايي او ځينې ازاد اوقافيه وال نظمونه يې هم ښۀ دي . په يوه نيم آزاد شعر کې خو فضا ډيره عاطفي او دلمس
وړ انځوروي . لکه د کليوالې کليوالې ، چې د برفي خاطره ده . دې شعر ماته ډېر خوند راکړ . ډير نازل او له حسه ډک دى . د غزلو برخه يې تر ډېره خوږه لګيږي ، ځينې غزلې يې په حقه له تغزله برخوردارې دي :
زښته زيات لرم د مينې کتابونه
لټوم په کې سوالونه ځوابونه
د ببريو شنه قبا مې ده اغوستې
مريدان مې دي نرګس او ګلابونه
يو په بل کې سره ورکې څلور سترګې
که ډک شوي له کبانو دريابونه
چې ريحان در نه الهام د غزل اخلي
د چم ښکليو خداى دې درکړي ثوابونه
ګرانه لوستونکيه ، زه له سريزو ليکلوسره ډير جوړ نه يم خو بيا هم ځينې ياران زورور وي چې يو په دې زورورو کې ريحان هم دى . زه يې د شعرونو ډېره تشريح نه کوم ، راځئ د يوه بل غزل دوه بيتونه يې راته ووايئ چې تاسې څومره خوند ترې اخيستى شئ ؟
چې د چم پېغلې مې نه اوري سندرې
يا به شور وي د بمونو يا کڼې دي
چې د زړه په کتابونو پورې نښلي
ښکليه سترګې دې رنګينې دوتڼې دي
—
ما د ريحان شعرونه لټ په لټ واړول ، ددې له پاره چې لوستونکي په سريزه او د پيل په خبرو ستړي نه کړم نو هسې د نمونې له پاره مې ځينې بيتونه دا هم را اخيستي دي . خير دى دلته يې هم راسره ولولئ . باور مو وشه چې تاوان به نه کوئ :
د لستوڼو د ګنډلو مو څوک نه شته = خو د زغرو راته هر چا کړى ست دى
وکړه لاس نيوى ترېنه مريد يې شه = مه پرېږده ريحانه د سندرو لاس
د مڼې تر ونې لاندې په غرمه کې
واى مو شونډې لاندې باندې په غرمه کې
ما به ښکلي د شفتلو بنګړي جوړ کړل
تا به لېچې کړې را وړاندې په غرمه کې
—
د خټين کلي بامونه ورياديږي
دا ريحان چې غلى غلى ښار کې ښوري
ماښام راغلي وو د ستورهومره
خو سهار پاته وو په شمار خلک
ستا خو روزګار له شاعرۍ سره دى
ريحانه! نه يې بولي کار خلک
ګرانې ښکلا دې پېغلتوب ته رسي
کيږي د سپينې خولې په تا صدقه
دنګې در پټ مې په پوړني کې کړه
چا وې قبليږي د اخفا صدقه
ستا له خبرو نه ريحانه ګله
شي دي خبرې د ملا صدقه
وامې ورېد آشنا ستا د ښکلا د قافلې جرس
لار غوندې په دښتو اوپه غرو درپسې واوښتم
څنګه مې غزله ! د ريحان شونډو ته راوستې
څړيکي څړيکې درد له پرهرو درپسې واوښتم
رابه شو د ريحان څلوريزو ته ، وى وى چې څه د مسافرۍ درد يې په کې نغاړلى دى.
د فراق ورځې د هجر شپې دي
په غم لړلې ټولې شېبې دي
مړى مې يوسئ سړې سروضې ته
د حجاز شګې ډېرې تودې دي
اخى داسې خو مه وايه ريحانه ګله مړمه شې .
نور دې نو الله تعالى د بم څپېړه زما دوطن د غرونو د تور کاڼې په مخ هم ونه لګوي . ددې ترخې څپېړې شړک دريحان په دې څلوريزه کې وګورئ :
د بم څپړه
شوه له غونډيو هسکه لوخړه
شپانه خوړلې د بم څپړه
په غورېژه کې مچلوغزه زانګي
لاندې په وينو شپېلۍ ککړه
لوستونکيه ګله په دې څلوريزه کې چې پاس ليکل شوې ډېره تراژيدي انځورګري شوې ده .دا څلوريزه د يوې ښې ښکلې جاپاني هايکو غوندې کيف او جوړښت لري .
دا بله څلوريزه چې زه يې اوس دلته را اخلم دا هم د پاس څلوريزي غوندې خوند او رنګ لري . خو صرف د څلوريزي په سر کې د ګنده کليمه راغلې چې زما خوښۀ نه شوه ، که بله خاصه معنى ولري خو ښۀ تر ښه . که بيا همدا معمولي څرګنده معنى يې وي مناسبه نه ښکاري .
بوډۍ ګنده ده چې داسې غورځي
پېغله چوتره کې پړمخې پرځي
جنازه اېښې ديوه ځوان ده
پاس په هواکې چورلکه ګرځي
ما وويل چې د ريحان په ژبه کې کليوالې خواږه شته ، د ليکنې په آخر کې يوه څلوريزه راوړم په دې کې د (( لېونۍ ګوته )) اصطلاح راغلې چې ځينې خلک ورته لېچنه ګوته ، څوک ورته بوره ګورته هم وايي . د ګوتې دا ډول مرض ډېر دردوونکى وي.
شين تار
تل په کوڅه کې يم نوک وهلى
پړمخ په ځمکه راپرېوتلى
لېونۍ شوې مې غټه ګوته
مور مې ترې ځکه شين تار تړلى
د ريحان د سندرودلاس ګوتې دې لېونۍ ، لېچنې او بورې نه شې چې له قلم نه يې لا ډېرې د مينې او امن خوږې نغمې را ووځي .
په مينه
کاروان
کابل افغانستان
١٦-سنبله-١٣٩١
دادی کاروان بله بلنډه بدرۍ جوړه کړه. په دې کې یې یو چل دا هم کړی دده د نا مه سره هم قا فیه تړي. کاروان ریحان
د غزني او پکتيکا له ډېرو سيمو خبر يم چې «ګنده» لفظ د هغې ښځې لپاره کاروي چې پيريانو نيولې وي، لټ په لټ اوړي. (دا نو کله له غمه، کله له رواني او عصبي ستونزو پېښېږي.)