تاند- د پاکستان د سند ایالت پولیس وايي، د سیهوان شریف (لال شهباز شریف) پر زیارت انتحاري حمله کوونکی او د حملې د امکاناتو برابروونکی یې پېژندلي دي.
پولیس ادعا کوي چې ځانمرګی یې په زیارت کې د نصب کمرو د ۳۸ عکسونو په مرسته پېژندلی دی.
دوی وايي چې د انتحاري له عکسونو څرګندېږي چې د ځانمرګې حملې واسکټ یې اغوستی دی.
پولیس وايي چې عکسونه یې د پاکستان د نفوسو د احوال د ثبت ادارې (نادرا) ته استولي او اوس د دې ادارې ځواب ته انتظار دي.
که چیري نادرا ووايي چې دغه کس پاکستانۍ تذکره یا شناختي کارد نه دی اخیستی، پاکستاني چارواکي به غالباً سمدستي ادعا وکړي چې حمله کوونکی افغان و.
پولیس وايي، په ودیوګانو کې ښکاري چې حمله کوونکی او درې ملګري یې تر حملې یوه ورځ وړاندې د فبرورۍ په ۱۵مه د لنډ وخت لپاره لال شهباز زیارت ته راغلي وو.
د فبرورۍ په ۱۶ مه په انتحاري برید کې په سلګونو تنه مړه او ژوبل شول.