تاند- سنپ چټ خپل لومړنی ګجټ بازار ته راباسي؛ دا محصول د لمر عینکې دي چې پر سر یې کمره لګول شوې ده.
د دغو عینکو کمره ۱۰ ثانیه يي ویدیو ثبتولی شي.
د سنپ چټ اپلیکېشن کاروونکو ته دا امکان برابروي چې د دې عینکې د کمرې په وسیله اخیستې ویدیو خپلو دوستانو ته ولېږي. یعني نه یوازې لس ثانیه اوږده ویدیو ثبتوي بلکې دا امکان هم پکې شته چې هغه نورو ته ولېږل شي.
د دې ویدیو ځانګړتیا دا ده چې نور لیدونکي د ویدیو اخیستونکي له سترګو اخیستل شوي ځای یا خلکو ته ګوري.
د عینکو په کمره ثبت شوې ویدیو د سنپ چټ اپلیکېشن ته لېږدول کېږي.
د دې ویدیو لینز د عامو ځیرکو هیډفونونو تر کمرو پراخ دی او زاویه یې ۱۱۵ درجې ساحه احتوا کوي.