نوموړې سيمه چې د سنگين اوگرشك ولسوالۍ ترمنځ د لويې لارې په اوږدوكې پرته ده هروخت له امنيتي پلوه له گڼوستونزوسره مخ وه چې وسله والوترهگروبه نه يوازې په دولتي ځواكونواوكتارونوبريدونه كول بلكې عامواوسيدونكوته يې هم ستونزې جوړې كړې وې چې په دې وروستيوكې پكې د ملي اردواوملي پوليسولخوا پراخه چاڼيزعمليات ترسره شول.
په دې عملياتوكې د حاجي فتح محمد پيج نومي سيمه په بشپړډول د وسله والوترهګروله شتون څخه خلاصه اوددې ترڅنگ پكې درى نويې امنيتي پوستې هم ځاى پرځاى شوې دي چې اوس مهال د دولتي كاروانونواوعاموخلكوپه وړاندې په نوموړې سيمه كې هيڅ امنيتي گواښ نه ترسترگوكيږي.
دا عمليات په بريالۍ توگه ترسره شوي چې د امنيتي ځواكونولخوا ۴۰۰ كړى ماينونه هم كشف اوشنډ كړى شوي اود وسلوځينې زيرمې يې هم له منځه وړې دي.
په دې عملياتوكې دولتي ځواكونوته هيڅ ډول د سراومالي زيان نه دى اوښتى.