محمدابراهيم (سپېڅلی) ، کندهار
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي د تيرو پنځوس ورځو راهيسي پيل سوي پوځي عمليات (ذولفقار) پای ته ورسيدل.
سيمه ييز چارواکي دغه عمليات بريالي ګڼي او وايي، د نورو داډول عملياتو پلان هم لري.
په هلمند ولايت کي بيا مدني ټولني، ولسي وګړي او سيمه ييز خبريالان په دغو اوږدو پوځي عملياتو کي د (۱۵۰۰ ) کورنيو د بېځايه کيدو خبري کوي.
د دوی په قول د عملياتو په لړکي د ولسي خلکو زيات کورونه او باغونه خراب سوي او په امنيتي حالاتو کي هغه بدلون، چي په کار ؤ نه دی راغلی.
دلته لوستونکو ته ډېري پوښتني پيداکېږي او هغه دا، چي: د ذولفقار په نامه دا عمليات د څه لپاره وسول؟
ياد پوځي عملياتو لوي تاوان چاته ورساوی، د چا کورونه، باغونه او سرونه پکښي له منځه ولاړل؟
د هري پوښتني ځواب ترلمر روښان دی، چي په دغو عملياتو کي ترهرچا ډېرتاوان ولسی خلکو ته رسېدلی دی، ځکه که نور هيڅ نه وي يوازي د يو زر او پنځه سوه کورنيو بېځآيه کېدل، لويه ستونزه ده؟
کوم وخت، چي موږ د يوې کورنۍ نوم اخلو، دا په واقيعت کي د يوڅو نارينه، ښځو او کوچنيانو يوه ټولګه ده، يعني په هره کورنۍ کي له پنځو څخه تر لسو کسان ژوند کوي، چي په دې حساب پنځلس زره انسانان همدااوس بې کوره او بې اوره کډه په شا يوې او بلې خواته سرګردان ګرځي.
دا، چي څومره بې ګناه کسان به وژل سوي يا ټپيان سوي وي، په دې اړه لا تراوسه کره شمېره نه ده معلومه، خو ډېرامکان لري، چي ځيني بې ګناه کسانو دي هم په دې اخ او ډب کي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی وي، ځکه په داسي عملياتو کي دواړي غاړي له سپکو او درنو وسلو کار اخلي، چي بيا ړندې ګولۍ او مرمۍ د چا مراعت نه کوي .
دا يوازي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي د ذولفقار په نامه پوځي عمليات نه دي، چي تاوان يې ولس ته رسيږي، بلکي په دې روانو پرله پسې انقلابونو، کودتاګانو او تپل سوي جګړو کي ډېربېګناه ملکي وګړو ځانونه او مالونه له لاسه ورکړي دي، چي بيا يې هيڅ چا پوښتنه لاهم نه ده کړې او که يې کړې نو يوازي د رسنيو په مخکي تشي ژمني ورسره سوي دي اوبس.
پوځي عمليات هغه مهال بريالي ګڼل کيږي، چي په پايله کي يې ولس د ارامۍ او خوشحالۍ سا واخلي، يوه ګوله ډوډۍ ورته پيدا او ترڅنګ يې سراو مال خوندي سي، نه داچي خدای مه کړه د هري غاړي عمليات اول د ملکي خلکو کورونه او اورونه له منځه يوسي.
همدااوس د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د پنځلس سوه بېځايه سويو کورنيو په اړه دولت څه پلان لري؟ ايا د دې دومره زياتو کسانو بيرته ځای پرځاي کول، د هغوي له منځه تللي يا تاواني سوي کورونه او باغونه بيا رغول اسانه خبره ده؟
څوک د هغي هلمندۍ کونډي پرسر پوړني ور اچوي، چي مېړه يې بېګناه وژل سوی، څوک د هغه يتيم د ښې راتلونکي غم خوري، چي د پلار نېکمرغه سيوری يې له سره لېري سوی او بالاخره د هغه ورور، د هغي مور، دهغي خور، د هغي لور او د ….. اوښکي په دې عملياتو ارزېدې، چي توی او وځورېدې؟
دولت او وسله والو مخالفانوته په کار ده، چي د همدغو ځپل سوي ولسي وګړو او د خپل ګران افغانستان د سمسورتيا به خاطر په بېلا بېلو نومونو د پوځي او وژونکو عملياتو پرځای د سولي پر پتمن ټغر د يواوبل غوښتنو، وړانديزونو، انتقادونو او ترخو خبرو ته د بيان د ازادۍ ترچتر لاندي په ورين تندي غوږ ونيسي.
دخدای لپاره !! نور دا ولس د جګړې توان نه لري، نور دا ولس د نړۍ د پرمختللو ولسونو په ډول پرمختللی ژوند غواړي، وړکتون، ښوونځی، لېسې او پوهنتون ته اړتيا لري.
جګړې زموږ هره کورنۍ سوځلې او د نړۍ له ګړندي کاروان څخه يې ډېر وروسته پاته کړي يو، په کار ده، چي دولت او په جګړه کي ټولي ښکېلي غاړي د سنګر او ټوپک د ابادۍ پرځای د ولس د خوشحالۍ او ښې راتلونکي په موخه کتاب، کتابتون او علمي مرکزونه اباد کړي، چي په داسي ابادۍ کي د ټولو ګټه نغښتې ده.
۹ – ۴ – ۲۰۱۵