بدلون اوونيزه/دوهمه ګڼه/ ليډينګ سټوري، اداره
هسي خو رسنیو ویلي چې له پنجشیر او بامیان ولایتو پرته نور په ټول افغانستان کې جنګ روان دی مګر هلمند ولایت، د سنګین ولسوالۍ وروستۍ تر ټولو خطرناکه جګړه درې میاشتنۍ کېږي.
له بده مرغه د جنګ لفظ ډېر آسانه ادا کېږي او اوس ممکن پر هېچا هم خاص رواني اغیز ونکړاي شي خو د سنګین د جګړې تصویر بل ډول دی، هغسي چې لا هم نه نړۍ او نه نور افغانستان په خبر دی.
د سنګین نظامي ډګر د تېرې روژې د ګرمۍ په اوج کې د انساني فاجعې لپاره په ایشېدلې دوزخ بدل شو؛ دولت او مخالفین یې لکه د مېچنې دوه پلونه، تر منځ یې ولس ذرې- ذرې شو، د ملکي مرګ- ژوبلي، او تباهۍ واقعې مخ هيچا ونشوای لیدلای، غمیزه تر هغه ډېره ناانساني ده چې ګزارشونه یې خپرېږي؛ د فرض روژې او د تودوخې په لېوني غضب کې وګړي له خپلو مېنو د سرو دښتو پر سره تبۍ خپاره شول؛ شېلې، شګې او مندونه یې استوګنځي شول؛ د سنګین د ټولنیزي شورا مشر حاجي غلام جان اکا وایي چې همدا اوس هم خلکو پر مکانو(کنارابو) پیلرونه راګرځولي او پکښې اوسي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا پر سنګین د بریدګرو په ترکیب کې پنجابیان، چیچنیایان، وزيرستانیان او تر ۱۷۰ زیاتې تروریستي ډلې، شاملې دي، د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي لمر تلوېزیون ته وویل چې دوی په ټول افغانستان کې د سنګین په پرتله زیات تلفات نه دی ورکړي او علت یې دا دی چې مخالفینو د جنګ زور ټول پر دغې ولسوالۍ د مخدره موادو د قاچاق په موخه متمرکز کړی او د افغان امنیتي ځواکو یوه لویه ستونزه دا ده چې طالبان د خلکو به کورو کې ځای پر ځای دي او دوی د ملکي زیان د مخینوي په خاطر غوڅ برید نه شي کولای.
خو د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزي شورا منشي حاجی سیدولي سمیع او ددغې شورا رئیس حاجي غلام جان اکا په ګډه دغه استدلال ردوي او دواړه وایي چې په سنګین کې د پولیسو، اردو، ملکي ادارې او خلکو تر منځ هماهنګي نشته، هر اړخ د خپلو شخصي ګټو لیونتوب پر سر اخیستی او د وطن و ملت ګټې او زیان ته هېڅوک حساب نه کوي.
صدیقي ناهماهنګي مني خو وایي چې د امنیتي ځواکو زیات تلفات ددې نښه ده چې سنګین ته د امن راوستو جدي اراده شته خو حاجي غلام جان د تلفاتو لامل حکومتي فساد ګڼې، داسي چې د ولسوالۍ امنیه قومنداني په څلویښت زره ډالره خرڅېږي او امنیه قوماندان بیا د خپل سر د پوره کولو او ګټې لپاره غلا او رشوت ته په داسي شکل ملا تړي چې د زرو تنو پولیسو د تشکیلاتو پر ځای درې سوه تنه جنګ ته ور باسي او معاش د زرو تنو اخلي.
حاجي اکا ټول چارواکي په خپل منځ کې یو بل ته غله بولي:
« زه په دنیا و آخرت کې شاهدي اداء کوم چې ګلی زموږ قوماندان و، زه یې نه لیدلم، تلیفون یې وکړ او ویې ویل؛ د قوماندانۍ مې اوز بست( تشکیل) و، پر اوز مې درته ودروی؛ پوستې مې اوز وې پر پنځه وشپږ مې درته ودرلې»
حاجي اکا باور لري چې د حکومتي چارواکو نه همږغۍ او غلاوو دښمن زړور او پر حکومت زورور کړی دی، دی ادعا کوي چې که موجود امنیتي امکانات او صلاحیت د ده شورا ته ورکول شي، د سترګو په رپ کې به امنیت راولي.
صدیقي د دغو ستونزو او تشکیلاتو د کمښت د څېړنې ژمنه کوي خو د قوماندانۍ د خرڅلاو او رشوت تور نه مني.
مګر حاجي سمیع د صدیقي دا خبره یوه بهانه وبلله چې دښمن د خلکو په کورو کې پټ دی، ده پوښتنه وکړه چې د دوه نیویم کال د سنبلې پر ۲۲- مه د سنګین پر توغی کلی د طالبانو په حمله کې اتو پوستو سقوط وکړ او مخالفین د ولسوالۍ صفر کیلو مترۍ ته را ورسېدل؛ د همدغه کال د قوس پر ۲۳- مه ملي اردو په درو ټانکو کې طالبان د سنګین بازار ته را داخل کړل، په جوشالي او مسجدچوک کې یې اته پوستې ور خوشي کړې، د بازار شاوخوا او د ساروان کلا په شنه سیمه کې امنیتي کمربند ملي اردو مات کړ.
حاجي سمیع په ډېر خپګان سره دا خبره وکړه چې امنیتي ځواکونه چې د سنګین په جنګ کې پاته راغلل نو بیا یې پر دوی د طالبانو ټاپه ووهله، ده وویل چې خپله کورنیو چارو وزارت د سلګونو خارجي ترهګرو خبره کوي، نو په دې کې زما د وکالت څه کار دی.
څېړونکي تبصرې کوي چې په سنګین جنګ کې قوي سیاسي او سیمیېز تمایلات کار کوي؛ جګړه چې د ملي اردو مسؤلیت دی، هغوی ته د مبارزې قومنده نه ورکول کېږي او په لومړۍ کرښه کې پولیس پراته دی.
په جګړه کې امنیتي ځواکونه قربانۍ ورکوي خو اصلي ستونزه په رهبرۍ کې بلل کېږي، که په رهبرۍ کې همږغۍ راشي، دا مسله آسانه حلېدلای شي.
مضمون ډیر اوږد وو نو ځکه مې پوره ونه لوستلای شو. خو ! دابه ووایم چې په ګران هیواد کې چې کوم دجهاد په نامه جنګ شروع شویدی همدغه جنګ یوازې دخاریجیانو اوافغان حکومت په خلاف نه بلکې دعا مو افغانانو په خلاف هم دی.ځکه چې دمخالیفینو دماینونو فرشول دعامو خلګو داوسیدلو په مناطقوکې چې ټول افغانان یې شاهدان دې. داغه رنګه دلویو لارو په ماینونو فرشول ……….په اوسنیو حالاتو کې ددغه ښه بیلګې سنګین چې دګرمۍ په موسم کې په ډیره سخته ګرمې کې دروژې مبارکې میا شت کې، دانګام ……………… اونورځایونه دې.الله ج دې زموږ پر ملت ورحمیږې.