تاند. د هلمند د سنګین ولسوالۍ د جګړې تراوسه پوري ۳۰۷ تنه ټپیان په روغتون کې بستر شوي او ګومان کېږي چې تر دې زیات به ژوبل شوي وي.

د هلمند په شمالي ولسوالۍ په تېره بیا سنګین کې د افغان او بهرنیو طالبانو جګړه، چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وه لا هم په شدت دوام لري.

افغان چارواکي وايي چې په دې جګړو کې پاکستاني پوځیان هم ګډون لري. د امنیتي چارواکو په وینا پاکستاني پوځیان، چې په ملکي جامه کې جنګېږي، له پرمختللیو وسلو کار اخلي. د دوی په وینا تر دې مخکې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو له لوري دا ډول وسله نه وه کارول شوې.

په همدې حال کې افغان امنیتي چارواکي وايي چې د هلمند په ۴ ولسوالیو کې یې د شاوخوا ۸۰۰ افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو پر ضد په ځوابي حملو کې یو شمېر سیمې تصفیه کړي او خپل دښمن یې نه دی پرې ایښی چې هغه سیمې ونیسي چې تېره میاشت بهرني پوځیان ورڅخه ووتل او افغان امنیتي ځواکونو ته یې وسپارلې.

افغان امنیتي چارواکي په عین خال کې مني چې لا هم د دوی وسله وال مخالفان کاملاً ځپل شوي نه دي.

په کابل کې دفاع وزارت پرون وویل چې هلمند ته کومکي ځواکونه لېږي.

د دې جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي. او یوازې د سنګین ولسوالۍ ۳۰۷ تنه ملکیان ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *