ډاکتر فاروق وردک

۱۶ وږی ۱۳۹۲

ویاړم د سواد د نړیوالې ورځې د رارسیدو  په مناسبت چې د سپتمبر له ۸ مې نیټې سره برابره ده، ټولو درنو هېوادوالو، د سواد زده کړې د پروګرام کارکوونکو، د پوهنې مینه والو، درنو استادانو او زده کوونکو ته د زړه له کومي مبارکي وایم.

د خوښۍ ځای دی چې افغانانو د بل هر وخت په څېر  درک کړې ده، چې د سواد زده کړه او تعمیم د هرې انساني ټولنې په څېر د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ یوازینۍ لار ده، چې باید په جدي ډول تعقیب شي، هغه هم په داسې حال کې، چې متاسفانه لاهم زموږ ۸ میلیونه هیوادوال د لیک لوست له نعمته بې برخې دي.

بېسوادي یوه داسې ستونزه ده چې جامعه د ژوند له ډېری نعمتونو محروموي او د  پرمختګ مخه یې نیسي، له همدې باید ټولنه په یوه غږ او یو موټي توګه د هغې پر وړاندې مبارزه وکړي. د اسلام د نجات بښوونکي دین د هدایت له مخې د بېسوادۍ له منځه وړل او د علم زده کړه یوه الهي فریضه ده، داسې فریضه چې تر بل هر چا زموږ ولس ډېره اړتیا ورته لري.

پوهنې وزارت د سواد او لیک لوست پورته یادو شویو ارزښتونو ته په کتو، کلک هوډ لري چې د ستر پروردګار په مرسته او د خپلو علم پالو هېوادوالو په همکارۍ  له بېسوادۍ سره مبارزه د تل په شان جدي او په ښه توګه پر مخ بوځي او په دې لاره کې خپلو هراړخیزو هڅو ته دوام ورکړي.

په دې لړ کې لله الحمد د پوهنې وزارت توانېدلی، چې له ۱۳۸۱ کال راهیسې هر کال نیم میلیون وګړو ته د سواد زده کړې خدمات و رسوي، چې تردې دمه ۴ میلیونه هېوادوال د حیاتي سواد له نعمت څخه برخمن شوي دي. په همدې توګه په ۱۳۹۲ کال کې ټولټال ۷۷۰۰۰۰ زده کوونکي د سواد زده کړې له ۳۰،۰۰۰ ډېرو کورسونو او ۷۸ بابه ښوونځیو کې د ۱۱۶۰۰ ښوونکو له خوا د حیاتي سواد په زده کړو بوخت دي.
دغه مخ په زیاتېدونکې شمېره موږ ته هغه هیلې رامخې ته کوي، چې غواړو سل په سلو کې با سواده افغانستان ولرو او انشالله دغه هدف ته په رسېدو یو.

زه د هیواد د معارف برخې د خادم په توګه یو ځل بیا په خپلو پتمنو او علم دوستو هېوادوالو غږ کوم: راځی چې د هیواد د باسواده کولو د ملي آرمان په ترلاسه کولو کې ټول د یووالي لاسونه سره ورکړو، خپلې همکارۍ سره شریکې کړو او په ګران هېواد افغانستان کې د بېسوادۍ جرړې له بېخه وباسو. همدې هدف او سپېڅلې موخې ته د رسېدو په هیله

په درناوي

فاروق وردګ
د پوهنې وزیر

One thought on “د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزیر پیغام”
  1. وردګ صیب دا منم چې له 1381 کال راهیسې به هر کال نیم میلیون ځوانان د حیاتي سواد له لارې د علم په ګاڼه سمبال کیږي، خو تاسو دغه خبره نده کړې چې کوم خلک له دغه پروګرام څخه برخمن دي.
    نن په دایکنډي کې یوې کونډې ته سبق سواد ور زده کیږي، په بامیان کې نجونې ښونځي ته ځي، په سرپل کې بوډا ګان د سواد زده کړه کوي؛ زما پوښتنه داده چې آیا تاسې دیته ورته کارونه پخپلو پښتنو سیمو کې حتی پخپل ولایت کې هم کړیدي او کنه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *