اتم سپټمبر د سواد نړیواله ورځ ده نن د نړۍ ټول اقوام او وګړي د زده کړو هڅه او کوښښ کوي همدا زده کړه او پوه ده چې نن یې ځیني ټبرونه د نړۍ سرداران او واکداران کړي دي ارام او هوسا ژوند لري ټیکنالوجي او د ژوند ټول اړین وسایل یې ځان او ټولني ته برابر کړي دي اوس لګیا دي چې په نورو سیارو کې د ژوند امکانات برابر کړي پر ځمکه او سیارو خپل واک او راج وچلوي داهر څه سواد یا زده کړي په لاس ور کړي دي او حق یې دی.
له بده مرغه داسي وګړي هم شتون یې چې د مجبورۍ لاس یې نورو ته نیولی دی هر څه له نورو غواړي حتا د ژوند ابتدائي وسايل هم نه لري پر ځمکه ګور او مناسب کور نه لري ټوله بدبختي یې له بې سوادۍ او ناپوهۍ ده،جنګ،فقر،غربت،لوږه،بې چاره ګې، وراني دا ټول ورته بې سوادۍ په برخه کړي دي که په نړۍ کې نن سبا بې سوادي په ځینو ټبرونو او وګړو او هیوادونو کې شتون لري خو ډیره بې سوادي نظر د وګړو شمیر ته په افغانستان کې ده.
د ملګرو ملتونو هغه اداري چې د ماشومانو د بنیادي حق لپاره کار کوي خو په افغانستان کې هم نړیوالي او هم کورنۍ اداري په تیر پنځلس کاله کې د ډیرو ناکامیو سره مخ دي لا اوس هم د زده کړو په برخه کې د هیواد یو پر درې برخه ولسوالیو ته لاس رسی نسته یعني ټول درسي مواد او ښوونځي په کې کمزوري او ډیر ټیټ کیفیت سره شتون لري او شپیته هغه ولسوالۍ دي چې مطلق صفري نقاط دي د زده کړو په لحاظ هلته موږ تر اوسه حتا د دولسم ټولګي فارغ نه لرو چې دا یو سخت بد حالت دی هغه ځوان چې پرون زده کړو ته جوړ و خو نن ټوپک ته ه جوړ دي تر اوسه د پنڅه میلیونه په شاوخوا کې ماشوم لرو چې له زده کړو محروم دي او زده کړو ته لاس رسی نه لري.
تر اوسه لا هم په سلګونو ښوونځي بند دي چې شمیر یې شاوخوا تر دیارلس سوه پوري رسيږي.
همداسي چې زموږ د ښوونځیو تعمیراتي برخه ده څه داسي تعمیرات هم لرو چې فیصدي یې صفر خو کیش یې مکمل ایستل سوی تعمیر هيڅ نسته.
د یو زر او دري دیرشو په شاوخوا کې داسي تعمیرات هم لري چې نیم کاره دي او نیم پاته دي.
ددې سره چې ګڼي ستونزي د سواد په برخه کې موجودي دي ولي زموږ د راتلونکی نسل د تباهي سره مخ دی چې همدغه نسل کچیري ونه ژغورل سي نو موږ به همداسي په جګړه کې شکیل یو زموږ بې سواده ځوان به د پردیو د اهدافو ښکار او هغوی به یې جنګوي.
0زموږ غوښتنه د نړیوالو او کورنیو ادارو څخه دا ده چې زده کړو ته دي کاپي پاملرنه وکړي هغه سیمي چې وروسته پاته او معارف یې خراب دی زده کړي ته یې باید لومړیتوب ور کړل سي تر څو هغه ماشومان چې زده کړو ته لاس رسی نه لري له زده کړو برخمن او خپل بنیادي حق تر لاسه کړي.
وخت به تیر نه وي ولي کاراراده او کار غواړي چې موږ هغوی وژغوري په لومړي سر کې هغه مسئولین چاته چې د زده کړو رسولو مسئولیت ور له غاړي دی خپل مسئولیت ته جدي پاملرنه وکړي.
زموږ راتلونکی نسل له لوی ناورینه و ژغوري که نه دا رتلونکی به دلته هم د سواد لرونکي او هم بې سواده له سخت ګواښ سره مخ وي
د سواد نړیواله ورځ لمانځل موږ د هیواد محروم ماشومان را یادوي چې لا زده کړو ته لاس رسی نه لري که نه د سواد ورځ لمانځل په ښارونو او ماڼیو کې لمانځل بې ارزښته ده تر هغه چې موږ تر هره انسانه خپل حق نه وي رسولی د سواد ورځ لمانځل داسي ده لکه پر مړي ډول او سورنا وهل.