هغې له اوو كالو راهيسې په ده زړه بايللى و او نه پوهېده، چې په خپل دغه لېونتوب يې څنګه پوه كړي، كله به چې ځانله شوه نو په زړه كې به يې ډېر كرل رېبل؛ خو چې وسيم به د ده د كور په مخه تېرېده، نو پر خولې به يې برغولى كېښودل شو، نه يوازې خوله به يې ګونګه شوه؛ بلكې پښې به يې هم وچې شوې او د قسم لپاره به يې هم حركت نه كاوه.

زرلښتې ته نن خداى وركړې وه، نه پوهېده چې دا ټول څنګه وشول او څنګه د ده تر كتابتونه يې ځان ورساوه، بس وسيم ته مخامخ ناسته وه او د هغه ننداره يې كوله، د هغې په ټنډه كې يې خپله ګانده ليدله، چې په زرګرۍ كې ولاړه ده او د نوي ډيزاين امېل يې په لاس كې دى، وسيم ته وايي ماته به همدا هار اخلې، خو هغه تر ده كوچنى او ظريف ډيزاين خوښ كړى ورته وايي:

– ګرانې! د اوس لپاره دا ښه دى، هم كوچنى او ښكلى دى او هم مې ورته وس رسي. خو زرلښتې په ژوند كې ډېرې ناخوالې ليدلې وې، ځكه يې دواړه پښې ورته په يوې پايڅې كړې وې ورته ويل يې بس همدا به راته اخلې زه خو څه له ډبوسكۍ – نوم يې ځولۍ وه؛ خو زرلښتې به ورته له غوسې نه ډبوسكۍ ويله دا ځكه وزن يې يو څه زيات و- كمه نه يم ته هغه سپېره خېرن څټې او بخيله وګوره څنګه ګاڼه يې په ځان كړې وي؛ خو زما د سپېرې هېڅ هم نه شته د هغې مېړه رېړه چلوي او ته خو د پوهنتون… وسيم اسوېلې وكېښ اريان شو دا ښځه څنګه پوه كړي، څنګه پرې خپل حالت درك كړي او څنګه يې په خپلې بې وسۍ پوه كړي.

دا نيم ځاله په همدې سوچونو او ناخوالو كې وه، چې وسيم پرې اواز وكړ. – يوازې د بيټ نېكه سوانح دې په كار دي او كه په اړه يې څه معلومات هم غواړې؟ دې اواز د زرلښتې د فكر لړۍ پرې كړه، ټوله خيالي ماڼۍ يې ړنګه شوه او يو دم يې رنګ بدل شو ويې ويل: – بس كه راته يې اخلې نو همدا واخله او كه نه يې اخلې زه بل نه غواړم اووه كاله مې له تاسره د … وشو. په دې وخت كې پرې وسيم اواز كړ. زرلښتې! وه زرلښتې؟ څه درباندې وشول؟ مزاج دې ښه دى؟ د زرلښتې، چې يو ځل بيا ځانته پام شو رنګ يې نور هم ژېړ شو او ناڅاپه يې وجود په لړزېدو شو، له ځان سره يې كړه هسې هم خبره ګلجانۍ شوه راځه د زړه ټول حال ورته ووايه. په لړزېدلي غږ يې د لومړي ځل لپاره داسې جرئت وكړ: – ګوره ګرانه… – زرلښتې څه په ګډو وډ سر يې؟ – بخښنه غواړم استاده. خو ته بايد نن زما خبرې ونغوږې. تا له اوو كالو راهيسې زما په زړه كې ځاله كړې، زما ذهن او فكر دې را ښكېل كړي او زه دې له ځانه بې ځانه كړې يم، په هېڅ نه پوهېږم، نه پوهېږم څه وكړم؟ په دې هم ښه پوهېږم، چې څه ډول سړى يې او…خو زه له دې زړه سره څه وكړم؟ نه يې مني ورځ په ورځ يې مراندې ستا په يادونو كې اغږل كېږي او زما ټول وجود يې راڅخه پردى كړى دى، ته ووايه زه څه وكړم؟ – وسيم چې تر ده وړاندې هم څو څو ځلې د زده كړيالانو له داسې خبرو سره مخ شوى و په ډېره سړه سينه يې ځواب وركړ.

– زه تا درك كولاى شم او پوهېږم، چې ته څه حالت لرې؛ خو ګوره ته اوس احساساتي يې او چې كله دې ذهن پر ځاى شو بيا … خو زرلښتې يې خبره ور پرې كړه. – زه نه احساساتي يم او نه … بس له اوو كالو راهيسې ما په خپل زړه كې ساتلى يې، ستا هغه انځورونه مې تر اوسه د خپلې خاطرې په كتابچه كې خوندي كړي، چې په لومړني كتاب كې دې چاپ شوي دي، په هغه انځور كې ډېر ښكلى يې، سترګې دې ويشتل كوي، زه يې پر لومړي كتلو په زړه وويشتم؛ خو اوس دې وزن لږ څه زيات شوى او په څېره كې دې بدلون راغلى، چې خوار وې ښه ايسېدې، زه…. – ګوره زرلښتې زه فكر كوم ته له حده وځې، ته پوهېږې…

– هو زه پوهېږم، چې ته ښځه او بچيان لرې خو بيا هم زه ستا تر سيوري لاندې اوسېدل غواړم. – كه چېرې زما مېرمن خبره شي نو بيا؟ – زه به هغې ته زارۍ وكړم، په پښو كې به يې پرېوځم او قرآن به وركړم. – پام! پام كوه، چې داسې غلطي ونه كړې، قرآن چې څوك وهلي بيا په ژوند كې هم نه دي ښه شوي. – خو كه مجبوره شوم همداسې كوم. – ښه داسې وكړه اوس كور ته لاړه شه هسې نه مېرمن مې راشي بيا به سره ګورو…

– نه، نه زه كور ته نه ځم، ما ته خداىﷻ د لومړي ځل لپاره چانس راكړى او غواړم، چې ښه په مړه خېټه ديدن دې وكړم. زرلښتې د وسيم په وجود كې سترګې خښې كړې وې، چې په دې وخت كې يې مېرمنه د چاى له پطنوس سره را دننه شوه د دواړو اوښتو څېرو ته يې پام شو او كړنګ شو د چايو پطنوس يې له لاسه وغورځېد. په مېړه يې را بړچ وهل، دا څه رذالت دى، دا څه رسوايي ده، زما په كور كې، زما… سړى له بلې ښځې سره… كوي، ته نه شرمېږې او ته بد سترګې او…نجلۍ. تا د همدغې ګنده ګۍ لپاره زما د خاوند پوښتنه كوله، په تا نور خلك قات »قحط« ول، چې زما له مېړه سره دې… دواړه حيران پاتې ول، چې څه ووايي او څه وكړي، وسيم خوله خبرې ته جوړوله چې مېرمن يې له ډېرې غوسې په چيغو او كوكو شوه، سوك په سترګې همداسې له كوټې ووته…

پاى ۱۳۹۱-جدي-۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *